دخپریدو نیټه : 2014-05-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ټاکنو دوهم پړاو او پښتانه
صمد خان غر
د ۱۳۹۳ کال د وري د مياشتې په ۱۶ نيټه شوې ټاکنې د ډيرو نوماندانو د شتون، ناامني او ځينو نورو لاملونو له امله دوهم پړاو ته ولاړې، له دې سره سره چې تر دې دمه يي په اړه پريکړه ناسمه ده خو له حالاتو او کارول شويو رايو داسې ښکاري چې نور نو دوهم پړاو ته تابيا نيول په کار دي.
په لومړي پړاو کې له دې سره سره چې په لومړيو کې د درغلیو د کموالي خبره ډيره کيده خو اوس داسې ښکاري چې نه درغلۍ شوي دي خو درغلۍ داسې دي چې تر ډيره پکې شته همغږۍ يي څيړل يو ډول ناشوني کړي دي او شونې ده د يوې سپږې لپاره پوستين ته اور ورته شي او د مردارو رايو په بکسه کې پاکې هم قرباني شي.
خو اوس چې دوهم پړاو ته تلونکي دي، نويو وار بيا عزم په کار دی، ځکه د عزم په نشتون کې شونې ده يو وار بیا زموږ د سر قاتل ته موکه په لاس ورشي، يو لوري ته د سيمې څارګرې ادارې چې تل يي کوښښ کړی دی څو پښتانه افراطيت ته ټيل وهي موکه له لاسه نه ورکوي او نور هم کوښښ کوي د ګوتو په شمار شته روڼ اندي پښتانه هم د افراطيت لوري ته ور ټيل وهي او په دې سره تل اوبو خړې وې او دوی ته پکې د ماهيانو نيولو موکه برابره وي.
د پښتون په محروميت کې د ایران ګټې:
د پښتون په محروميت کې د ايران ګټه داده چې تر ډيره به واک هغو ته په لاس کې ورشي، چې د دوی لوري ته دي او لکه د سيکې څټ او مخ يي نه دی معلوم.
ايران چې په افغانستان کې د فرهنګي او مذهبي ناتار بنسټ ايښودونکی دی کوښښ کوي د شيعه د ځينو مشرانو پر مټ چې ډير مخکې يي د دوی هر امر ته لبيک ويلي دي او يو وارې خو يي ان په بهرنيو رسنيو کې دا هم ويلي و چې موږ ته د امريکې او افغانستان تر ګټو د ايران ګټې مهمې دي کوښښ کوي چې خپلې موخې نور په عملي ډول پلې کړي.
ايران به په دې کې بله ګټه دا وکړي چې دلته به هم له امريکې سره د عراق لوبه وکړي، مذهبي نښتې به پيل شي، د امريکې لګښتونه به ډير شي او امريکا به چې نور هسې هم په افغانستان کې تيښتې ته اړه شوې ده د عراق په څير به وتښتي او نور به په افغانستان کې مذهبي نښتې يو لوري ته وي او د ايران موخې او ايرانيزم به بل لوري ته.
د پښتون په محروميت کې د پاکستان ګټه:
پاکستان چې له پيله تر دې دمه يي پښتون د تاريخ په بيلابيلو پړاوونو کې په بيلابيلو نومونو ځپلی دی او لا يي هم ځپي، کوښښ کوي د طالب په روانه پروژه کې يو ډول ګټونکی شي، ځکه پاکستان د بنګال د جلا کيدو ترخه تجربه له ځان سره لري، نو په بلوچستان کې د بلوڅ د ازادۍ غوښتنې غږ او په افغانستان کې د پياوړي نظام په رامنځ ته کيدو کې شونې ده د ډيورنډ کرغيړنه کرښه هم له منځه ولاړه شي او پښتون قوم تر ډيره شعوري شي.
پاکستان چې له پيل بيا تر نن پورې يي پښتون د ملا يا طالب په راج کې ساتلی دی، کله هم نه غواړي چې پښتون، لوستی، شعوري، ښه مشر، ښه سياستوال، د پياوړي نظام لرونکی او... ملت وي، دوی تل کوښښ کړی دی چې پښتون محروم، سخت اړ، د افراطيت، قومونو او خيلونو د جګړې قرباني وي.
که چيرې سرحدي سيمو ته وکتل شي، او هلته پوره غور پرې وشي، د ستر خوشال خان بابا له پير څخه بيا تر نن پورې په هر نظام کې پر پښتون ټبر يو ملا نه يو ملا حاکم پاتې شوی دی، د مغولو د ستر تاړاک پر وخت چې کله پښتون مشر خوشال خان بابا د پښتون پالنې ناره پورته کړه، نو د آخند درويزه په څير نس پالي پښتانه ملايان ورته رامخې ته شول ان تر دې چې له نوموړي سره يي مناظرې وکړې او يو ډول يي کوښښ کاوو چې پښتون ټبر وځپي او د ملا پر مټ د خلاط په زور په دې قوم حکومت وکړي.
د پاکستان له جوړيدو سره سم تر نن پورې که کله مو فکر کړی وي، ديني مدرسې، افراطي ملايان، د بيلابيلو موخو لپاره تبليغي کړۍ او نورې بيا هم په کوزه مقبوضه پښتونخواه کې حاکمې دي، په پنجاب کې هر رټل شوی ملا په پښتون ميشتو سیمو کې ډير منلی دی، په پښتنو کې هم محدودو کسانو ته په داسې حالاتو کې واک ورکول شوی دی چې په هغه کې د پښتونپالنې شعور ډير کمزوری دی او يوازې يي د خپل ځان ساتنې لپاره دا راج قبول کړی دی.
پاکستان ته کله هم شعوري پښتون د زغمولو وړ نه دی، وګورۍ په تيرو لسو کلونو کې پاکستان په پښتنو دوه ډوله تجارت کړی دی، يو دا چې پښتانه يي د طالبانو قرباني کړي دي، چې نه ښونځي لريو نه ښه ژوند او نه هم ښه لوستي او بل لوري ته يي کوښښ کړی دی چې ټول شعوري مشران د طالب په نوم په نښه کړي و يي وژني، بنديان يي کړي او يا يي هم په امريکې په يو او بل نوم خرڅ کړي، چې څو ورځې مخکې د اغاجان معتصم پيښه او تر نن پورې د غني برادر بندي کيدل يي ښې بيلګې کيدای شي.
په ټول کې پښتون ته اوس څه په کار دي:
ټول پښتون بايد په يوه غږ نور دا خبرې چې ګواکې موږ نامتمدن يو، ترهګر يو، تندلاري يو دروغ ثابتې کړي، ټاکنې چې دوهم پړاو ته تلونکي دي بايد پښتون لاس سره يو کړي، له هر ډول سمتي، قومي او نورو ستونزو بايد سره تير شو، ټول بايد په يوه غږ رايه ورکړي، ځکه په نني عصر کې د رايي ورکړه د يو متمدن قوم د حق غوښتنې لومړنی مدني غږ دی.
ټول پښتانه لوستي او نالوستي که غواړي چې د سر دښمن پرې راج ونه چلوي او له شته ناورين او افراطيت څخه خلاص شي، تر ټولو غوره لار يي داده چې خپله رايه دې وکاروي، ښځې، ځوانان، مشران، ديني علما او په ټول کې لوستي او نالوستې ، وسله وال او بې وسلې، حزبي او غیر حزبي ټول بايد خپل تصميم په خپله ونيسي.
که چيرې مو يوه ورځ غفلت وکړ، په راتلونکي نظام کې به د پښتون محروميت يو لوري ته ددې قوم جينو سايډ يا نسل وژني ته موکه برابره کړي، بل لوري ته به د ګران افغانستان د تجزيي غوښتونکي در باندې حاکم شي او بل لوري ته به مو په ټولو سيمو کې افراطيت ډير شي، چې ډز به ستاسو له کوره کيږي خو تا به نه وي کړی.