مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پــه کــونــړ د راکــېټــونو بـــاران !

ډاکتر محمدنواب ویساند

:د معمول له مخې کله ، چې وخت مناسب ووینم ، د کمپیوټر په بــدنــه کې د نوو مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره د انترنیت ( نړیوال جال ) بېلابېلو کورنیو او بهرنیو ویبپاڼو ته سر ورښکاره کوم . پرون د مۍ میاشتې لمړۍ نېټه وه او په ټوله نړۍ کې د کارګرانو د نړیوالې ورځې په ویاړ د نړۍ په ګوډ ګوډ کې بېلابېل پروګرامونه نیول شوي و او په ډېرو هېوادونو کې رخصتي هم وه . زه په همدې ورځ ، کله چې د ورځې په لمړۍ نیمائي کې له کوره راووتلم ، که ګورم ، چې په کوڅو ، بازار او واټونو کې هومره ګڼه ګوڼه نشته او آرامه آرامي ده . کېدای شي ، ډېری کسان په داسې ورځو کې ، چې د رخصتۍ له کبله په کورونو کې وي د تلیفون ، سکایپ او یا فسبوک له لارې د خپلو دوستانو او خپلوانو خبر اخلي . خو ما هم په همدې ورځ د دوستانو د احوال پوښتنې تکل درلود . خو همېشنی عادت مې را باندې ځور شو او کمپیوټر مې روښانه کړ . یو څه هاخوا دې خوا مې په یو لړ پاڼو ځغلنده کتنه وکړه او د تاند په پاڼه ورواوښتم . د ( د کونړ پر ۲ ولسوالیو د پاکستان ۲۰ توغندي ولګېدل ) سرلیک لاندې په یو خبر باندې مې سترګې ولګېدې .

ددې خبر وروسته مې په همدې پاڼه کې یو بل خبر ته پام شو ، او هغه دا ، چې ( د مخکښو کاندیدانو په ګډون د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په اړه غونډه ) . د لمړي خبر په لیدو کتو سره را ته جوته شوه ، چې هر چېرې آرام او سکوت نشته ، د دانګام او شیګل ولسوالیو اړوند سیمې د پاکستاني راکیټونو په اور کې لوپه شوی ( سوزېدلې ) او د کارګرانو نړیوالې ورځې سکوت یې مات کړی و . دا چې د نوي ولسمشر د مالومولو مراحل به کله پاې ته ورسیږي ، چې د لوړې د مراسمو لپاره یې د تیاري نیولو تابیا نیول کیږي ، دا به د یو څو وروستیو ورځو خبره وي . یو کلیوالي متل دې ، چې وایې غوایې یې لا حلال کړی نه دی خو ښانک یې ورته په سر نیولی دی . ښه خبره ده ، چې بل هېڅ کار پېدا نه شو او بله کومه مهمه اجنډا نه وه لکه ، چې وایی ( د خوشو نه بیګار هم ښه دی ) نو دا کار خو هم کېدونکی و . ددې نه داسې څرګندیږي ، چې په همدې اړه راټول شوي اقایان د ارګ له انګړ ه بهر له هېڅ نه خبر نه و . ځکه ، چې د کونړ ولایت او په تیره بیا دغه پورتنۍ یادې ولسوالۍ له ارګه ډېرې لېرې پرتې دي . خدایه شکر ، چې د ارګ په کومه څنډه کې د پاکستان راکټ نه دی لګېدلی . خېر دې ، چې د کونړ په خلکو څه تیرېږي . دوی ښایي په دې اند وي ، چې د ډېورنډ د منحوسې کرښې په اوږدو کې پراته ولسونه مو له پاکستان ژغوري نور یې څه پر وا لرو . ډالر ډېر اخلو او ژوند کول پکار دی . ما ته د وخت د سپکو او خوراکی صنایع اړوند د یو رئیس د خولې یوه لنډه کیسه ( قصه ) را په زړه شوه . دی وایې : په کابل کې د قدرت په سر د تنظیمونو تر منځ جنګ په ډېر شدت سره روان و ، یوه ورځ د نوموړي وزارت د وخت وزیر خدای بخښلي حاجي سلیمان یاري سره ددې لپاره ، چې د نظار شورا د قوماندانانو له خوا ددوي اړوند دولتي موسسو مالونو او ماشینونو باندې تالان ګډ و ، د دولتي ملکیت د چور او تالان د مخنیوي په خاطر د مرستې غوښتلو لپاره ارګ ته د وخت د پوره واک لرونکي !!! جمهور رئیس برهان الدین رباني لیدو ته ولاړو . دغه مهال کوم راکټ د ارګ په څنډه لګېدلی و او د خدای بخښلي رباني د دفتر شیشې یې ، چې لا یې ټوټې پوره نه وې راټولې شوې ، ماته کړې وې . د ماتې شوې کړکۍ د پردې لمن به شمال ( باد ) د نوموړي د کار دمېز تر څنډې رسوله ، یو عجېبه غریبه صحنه وه . کله ، چې ترې د موضوع په اړه د مرستې غوښتنه وشوه ، نو یې په نري آواز او بدخشي تون سره وویل ، چې زه خو د چمن حضوري هاخوا چاته نه شم ویلای ، چې دا کار مه کوه . خو بیایې هم لطف وکړ او راته یې وویل ، چې د دفاع وزارت مسئولینو ته به یې ووایم . د یاد وزارت اړوند رئیس بېچاره ناهیلی پیاده ، چې موټر یې لا په لمړۍ ورځ د شورای نظار پتنګانو وړی و ، د کور په لور روان شو .
رباني خو بیا هم ښه و ، چې تر چمن حضوري پورې یې د خپل واک لاپه ووهله . خو لکه ، چې د ارګ د ېوالونو بهر زمونږ د نننۍ ادارې په وس کې هېڅ هم نه وي . مېدیا په دا دومره پراخو امکاناتو سره ونتوانېدله ، د واک په ګډۍ ناست د کونړ د راکېټونو نه ، چې د پاکستان له لوري وریږي ، خبر کړي . حېف په هغه رایو ، چې د کونړ باتورو خلکو به داسې واکمنانو ته ورکړي وي . ددې پر ځای ، چې دداسې فاجعو د مخنیوي لپاره لازمې کړنې تر سره شي . او په اړوند یې عاجله استراري غونډه ونیول شي او خپل اعتراض څرګند کړي، هسې خوشې په اوتو بوتو ، چې د یو یا دوه ساعت نه زیات وخت ورته پکار نه وه ، لګول کیږي . خپله خاوره د ناموس حیثیت لري او په داسې مواردو کې د کلک ، غوڅ ، ټاکونکي او پر ځای دریځ غوره کول د هر حکومت دنده او مسئولیت دی . مخکې له دې نه ، چې د ارګ په ماڼۍ کې د ارګ واکمنان د راتلونکي ولسمشر د لوړې لپاره د یو لړ مراسمو تابیا نیولو او لازمو کړنو لپاره لاس په کار شوي وایې ، ښه به دا وایې ، چې د همدغې پروني بهرني تجاوز په وړاندې په همدغه غونډه کې د هغې لوړې یا سوګند متن مطابق عمل شوی وایې ، کوم چې موجود ولسمشر یې لوړه کړې وه . دا چې سبا به څوک جمهور رئیس کیږي ، هغه به د څو وروستیو ورځو خبره وي ، د هېواد په وړاندې د همدا نن ورځې مسئولیت د چا په غاړه دی . او ددغه راغوزار شوو راکیټونو په وړاندې د افغان دولت له خوا د کلک غبرګون ښوولو او بل مثل عمل نه ډډه کول ، یانې څه ؟ . که دا لمړی ځل وایې کېدای شول ، چې ددغسې پارونکي کار د مخنوي لپاره به په نورو لارو چارو فکر شوی وایې ، خو که دا یو دوامداره او د هرې ورځې کړنې وي نو بیا ؟ .
افغان کارپوهان د مختلفو معادلو له کارولو سره سره بیا هم په افغانستان کې د بهرنیانو د بهرني سیاست د جاړشوې مشوړې د سر پېداکولو نه لا تر دې دمه عاجزه پاته شوي دي ، او په دې تر پایه پوه نه شول ، چې د یوه پلوه د امریکا متحده ایالات پاکستان ته مالي مرستې برابروی . خو بیا هم پاکستان د توقع خلاف د افغانستان سره خپل دښمنانه کړنو ته په داسې حال کې ، چې د امریکا او د نړۍ د نورو هېوادونو بې شمېره پوځیان خپله دلته په افغانستان کې د امنیت ساتلو په موخه یا ( پلمه ) حضور لري او د پاکستان د کړنو قرباني کیږي ، دوام ورکوي . ددې پر ځای ، چې د ستونزو اصلي سرچینې د پاکستان په خاوره کې ولټوي ، د امنیتي ټړون نه یې د ملنګ کچلول جوړ کړی او په غاړه کې یې د لاسلیک کولو لپاره ولسمشرۍ ته نومول شوو نوماندانو پسې سرګردانه ګرځوي . ایا پاکستان ته دا مرستې په سیمه کې د ګډوډیو او د تروریستانو د تقویه ورکول لپاره ورکول کیږي او که د کومې سالمې موخې او ټیکاو لپاره ؟ . که داسې وي ، ددغه ټرون لاسلیک کولو سره به د پاکستان د راکیټونو مخه ، چې د همدغه امریکا په مرسته شوو پېسو پیرودل کیږي ، ونیول شي ؟ . دا ښایی دا مانا و لري ، غله ته وایه ورځه د کور خاوند ته وایه بېدار اوسه . د کور هغه خاوند ،چې د لوړې ( سوګند ) د ډېرې مهمې مادې نه ،چې د خپلې خاورې ساتنه ده لا خبره دی . پاکستان په دې ډول کړنو سره دغه تړون مخکې له دې ، چې د نوي ولسمشر له خوا لاسلیک شي بې ارزښته کړی دی .
افغان دولت باید د اصیل بچي او د رښتیني قهرمان قاسم خان نه یو څه زده کړي وایې او د هغه د سرښندنې نه یې ښه درس اوعبرت اخستلای وایې ، او د خپلو وګړو د ژغولو لپاره یې لازم ګامونه پورته کړي وایې ، دې ته وایې لوړه یا ( په خپل سوګند عمل ) .
په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery