مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

يادګاري عکسونه

benawa afghanistan
اټک يوسفزی
بده يې لا دا چې دغه نيمژواندي لالونه لا ژوندي ول او د ژوندي پاتې کېدلو په هڅه کې ول چې دولت او ملت يې د غيبانه جنازو اعلانونه وکړل٠

 د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د اب باريک په سيمه کې ځمکه وښويده او څو کلي د خاورينو غونډيو لاندې شول ، له ګډو وډو سر شمېرنو له مخې په سلګونو ژوندي لالونه تر تورو خاورو لاندې راګيرول د مرګ او ژوند سره لاس او ګرېوان ول ، وروستۍ سلګۍ يې په خولو کې وې او د ناهيلۍ اوښکې يې پر ګلاليو اننګيو راماتې وې ، تر خاورو لاندې ژونديو غميو د دولتي پلاوي خبرې اورېدې او د هرې وروستۍ سلګۍ سره يې انګېرله چې اوس به يې دولتي لوړ پوړی هيۀت له خاورو راپورته کړي او ژوند به يې وژغوري ، خو درېغه چې د زراعت وزير اصف رحيمي ، د اوقاف وزير شهراني ، د سرې مياشتې ريسان ، د اقتصاد وزير شيخ ارغنديوال د پارلمان وکيلان او ٠٠٠٠په سيمه کې پرسرو غاليو ولاړ ول او د خپلو البمونو دپاره يې د مسکا او خوشحالۍ نه په ډکه خوله يادګاري عکسونه ويستل او تر دې هم بده يې لا دا چې دغه نيمژواندي لالونه لا ژوندي ول او د ژوندي پاتې کېدلو په هڅه کې ول چې دولت او ملت يې د غيبانه جنازو اعلانونه وکړل٠
 دې ته وايي ايمان ، تقوی ، غيرت او ضمير٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery