مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د بدخشان په وير غمجن يو، خو د وکيل خبر مې خوښه نه شوه.

 

تېره ورځ د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له کبله د ۳۰۰کورنيو تر ۳۰۰۰زيات غړي وژل شوي  او تر څلور زره زيات خلک بېځايه شوي، له يادې پېښې يوه شپه وړاندې د سمنګان ولايت په روی و دوآب او خرم و سارباغ ولسواليو کې د سېل راتلو له کبله لږترلږه ۴تنه وژل شوي او په سلګونو نور د کورنو پرېښودو ته اړ شوي ول او له دې وړاندې په ځينو نورو شمالي ولاياتو کې هم ورته پېښې ترسره شوې وې.

په ياده پېښه نه يوازې ټول افغانان بلکه نړيوال هم غمجن شوي او د مرسته غږ يې کړی، دا پېښه يو له هغه پېښو څخه شمېرل کېږي، چې د تاريخ پاڼې به يې هېڅکله هېرې نه کړي.

نن ورځ د ولسمشر دوهم مرستيال او يو شمېر وزيران ورغلی و او د سيمې له خلکوسره يې د هر راز ممکنې مرستې ژمنه کړې، خو ما ته ډېر د تعجب خبر داده، چې څنګه ولسي جرګې راوېښه شوه او په ننۍ عمومي غونډه کې يې د بدخشان مرګوني پېښه وغندله او تر څنګ يې په هغه وزيرانو هم کلکه نيوکه وکړه، چې هره ورځ د دوی په غونډو کې ګډون کوي، دوی وویل وزیرانو پدې برخه کې هېڅ راز مرسته نه ده کړې، او نه يې تر دې دمه کوم قوي پلان ترتيب کړی، ترڅو د داسې ناهېرېدونکو پېښو له ځپلو سره مرسته وشي.

د ولسي جرګې په ننۍ عمومي غونډه کې د ګوتو په شمار وکیلان ناست و، دوی دولت ملت ته په وعدو ورکولو تورن کړو او دا يې وويله، چې دولت هېڅکله ملت ته خدمت نه دی او يوازې يې تشې وعدې ورکړي، دوی نن د بدخشان مرګونې پېښه يو مثال ياد کړ او ژياته يې کړه، چې د داسې پېښو له ځپلو سره زموږ دولت هېڅکله مرسته نه ده کړې، د دوی په وينا دولت بايد ډېر داسې پروګرامونه تر لاسه لاندې ونيسي، چې د ملت په خدمت کې وسي.

زه هم د ولسي جرګې د ننۍ پرېکړې ملاتړی یم خو....!

خبر دلته ده، چې که دولت ملت ته تشې وعدې ورکړي او خدمت يې ورته نه دی کړی، نو ولسي جرګې تر دې دمه ملت ته کوم د يادونې وړ خدمت کړی دی؟ که دولت ملت ته د خدمت مصدر نه دی ګرځېدلی نو تاسو څه کړي؟ او تاسو ولې تر دې دمه داسې څه ونکړل، چې ملت مو نومونه تر يوه وخته په ياد وساتي؟ که دولت ملت ته په خدمت کولو کې ناغيړي کړې، تاسو ولې له دولت نه پوښتنه نده کړې؟ ځکه دا خو ستاسو دنده ده، که دولت او يا کوم وزیر کومه مشخصه برنامه او پروګرام نه لرې تاسو ولې د اعتماد رايه ورکوئ؟ او که کوم وزیر د داسې پېښو په اړه کومه بوديجه په خپل پلان کې نه نيسي تاسو بيا ولې هغه بوديجه تصويبوي؟ او که چيرته يې د کومو پلانونو لپاره بوديجه نيولي وي تاسو یې ولې کموئ؟ لکه څنګه چې تاسو د معارف وزارت د روان کال په بوديجه کې لاسوهنه وکړه او هغه مو کمه کړه.

راځئ د وکيل صاحب نه دا پوښتنه وکړو چې ولې تاسو نن دا آواز کوئ، او پر دولت مو نيوکه دا ده چې د بدخشان، سمنګان، او سرپل ولاياتونو له اوسيدونکو سره یې مرسته نه ده کړې، آيا له دې تر مخه مو د داسې پېښو په اړه له وزیرانو څخه پوښتنه کړې چې هغوئ د داسې پېښو او يا دې ته د ورته پېښو په اړه کوم داسې پلانونه تر لاس لاندې لري، چې بيا د سيمې له خلکو سره مرستې وکړي؟

زه نه يوازې په دې باوري يم بلکه پدې خبر عقيده لرم که چيرته د ولسي جرګې محترمو وکيلانو دا انګېرنې له پخواء کړی وای، نن به نه يوازې زموږ خلک په ستونزو کې ګير نه وای بلکه پر وخت به یې خدمت ته رسيده ګي هم شوی وای، خو باید يو ټکی بل هم واضح شي، چې د طبعيې پېښو مخنيوی ستونزمن او تر يوه بريده ناممکنه خبر ده، ولې مرسته او همکاري يې په هر وخت ممکن ده.

 زه پدې هم عقيده لرم،د ولسي جرګې هغه شمېر غړو چې نن يې د بدخشان پرونۍ پېښه وغندله دا یې د کوم احساس له مخې نه ده غندلې بلکه دا يې د يو شرم له مخې غندلي.

زه پدې هم عقيده لرم، چې د ولسي جرګې غړو همېشه وزیران په شخصي غوښتنو مصروف کړي، او هېڅکله يې سر جګولو ته نه دي پرېښې، دوی ترې همېشه داسې غوښتنې کړي، چې تر يوه بريده یې يو وزیر بل ته مهتاج کړی او د یو وکیل شخصي غوښتنو په خطر يې بل ته لپه نيولي او سوال يې ورته کړی، ځکه که وزیران داسې ونه کړي، بيا د وکیلانو له لوري عمومي غونډو او کمېسينونو ته غوښتل کېږي او ټوله ورځ بيا د دوی له لوري په هسې بېځايه خبرو تېروي، نو که دا حال وي، چې وکيلان دې هم کمېشنکارۍ وکړي، هم دې په خپله خوښه ملګري دوستان مقرر کړي، هم دې په خپله خوښه بنسټيزې پروژې واخلي او که نه ورکول کېږي بيا هماغه پروژه له ګواښ سره مخامخ کوي، او کلونه کلونه يې په پلي کېدو تېرېږي او داسې نور، چې يادول يې وخت ته اړتيا لري.

دلته نه يوازې دولت بلکه ملت هم تر يوه بريده خپل رسالت اداء کړی، له ځپل شويو کورنيو سره يې غمرازي کړي، مرسته يې ورسره کړي او تېرو ۲۰ساعتونو کې په ولږه او تنده د هغوئ په څنګ کې ولاړ دي، ولې د ولسي جرګې محترم وکيل نه لا تر دې دمه له هغه ځايه ليدنه کړې او نه يې د کومې مرستې ډاډ ورکړی.

بدخشانه، پنجشيره او سمنګانه!!! ستاسو په هر غم کې شريک یو، موږ درسره د مرستې لاسونه بډوهلي، هر راز مرستې ته چمتو يو، خو له تاسو يوه غوښتنه دا لرو، کوم وکيل او وزیر له تاسو سره د مرستې کولو څخه ويرېږي، تاسو سره مرسته نه کوي، ستاسو حقوقو يې تر پښو لاندې کړې وي او ستاسو ستونزه او مشکل خپل نه بولي هغوئ دې لوی رب په داسې عذاب ککړ کړي، چې ټول افغان ملت پرې زړه يخ شي.

محب ارمان

کابل – افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery