دخپریدو نیټه : 2014-05-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د بدخشان فاجعه
استاد فضل الله رشتین
په بدخشان کې د ۳۰۰۰ کسانو څخه زیات وکړي د ځمکې د خویدو له امله خپل شیرین ځانونه له لاسه وکړي دي ، دا یوه ستره فاجعه ده ، دا یوه انسانی عظیمه فاجعه ده .
تر اوسه پورې له رسنویو څخه دا سې حبر اوریدل شوی نه دی ، چې د هیواد محترم ولسمشر بدخشان ته د دغې فاجعې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د وړاندې کولو په خاطر او په دغه ستر مصیبت کې له خلکو سره د همدردۍ د ښودلو په خاطر تللی وي . هیله ده چې محترم ولسمشر به په فوري ډول د بدخشان ولایت ته تشریف یوسي ، تر څو خلک احساس وکړي چې ولسمشر د خلکو خواخوږی دی.
۳۰۰۰ یو ډیر لوی عدد دی ، او ۳۰۰۰ کسانو له مینځه تلل یوه ستره فاجعه ده ، په دې کسانو کې به ماشومان هم وي ، ځوانان به هم وي ، سپین ږیري او تور سرې به هم وي ، ډیره د ویر پیښه ده او دا یو ه نه هیردونکې فاجعه ده .
دولت متضررینو ته د مرستو د رسولو کار پیل کړی دی ، باندنیو هیوادو هم له دغې فاجعې څخه اطلاع حاصله کړې ده او ځینو هیوادونو له متضررینو سره د مرستې وعدې کړې دي .
ددې لپاره چې په بدخشان کې له متضررینو سره مرسته وشي او د دې فاجعې له قربانیانو له کورنیو سره همدردی شوې وي نو دا لاندې پیشنهادونه کوم :
۱- په بدخشان کې ذ فاجعې ذ قربانیانو او متضررینو سره د مرستې په خاطر د افغانستان په تولو ولایاتو کې د مرستې ټولول .
۲ - د هیواد د سوداګرو د اتحادیو له خوا مرستې ټولول .
۳ - د جمهوری ریاست د مقام له خو ا د ټولو ولایاتو والیانو ته هدایت ورکول چې مرستې راټولې او سیمې ته یې په عاجل ډول ولیږي.
۴- د جمهوری ریاست د مقام له خوا په خارج کې سیاسی نمایندګیو ته هدایت ورکول چې د مرستو د ټولو لپاره اقدامات او اجراات وکړي.
۵ - په کابل کې د ملکرو ملتونو دفترونو او موسسو ته اطلاع ورکول او له دې سترې فاجعې څخه یې په رسمي ډول خبرول او د مرستې غووښتل.
۶ - د ولسونو له خوا د غذایی موادو ټولول ، ساحې ته یې رسول او په متضررینو یې توزیع کول.
۷ - د ولسونو له خوا د جامو او کمپلو ټولول او په متضررینو یې ویشل.
۸ - د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې له خوا د کومکونو د راټولولو لپاره منظم پروګرامونه جوړول ، مرستې راټولول او سیمې ته یې لیږل.
۹- د خلکو له خوا د افغانی سرې میاشتې له ټولنې سره ارتباط نیول او د کومکونو د توزیع په خاطر تنسیق کول.
۱۰ - د دولتی مامورینو څخه د یوې ورځې معاش کرځول او محتاجینو ته یې لیږل.
۱۱ - متضررینو ته د کورونو جوړول .
۱۲ - د متضررینو هغو کستنو ته چې کار کولای شي ، د کار زمینه مساعده کول.
۱۳ - د متضررینو د کورنیو اعضاؤ ته د صحی مرستو رسول .
۱۴ - په سیمه کې د سیارې شفاخانې جوړول.
۱۵ - د دولتی مقاماتو له خوا د دې فاجعې د قربانیانو د کورنیو سره مادي او معنوي مرستو کول.
نور هم ډیر پیشنادونه په دې اړه شته خو که پوورتني ۱۵ پیشنهادونه په نظر کې ونیول شي او هغه عملي شي نو دا به ستر کار وي