دخپریدو نیټه : 2014-05-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
پښتانه په ویښه خوبونه ویني!
زما د لیکنی عنوان ممکن تاسو درنو لوستونکو ته ډیر عجیب په ګمان درشي، ځیني کیدای شي ډیر جدی شوی یاست او یا هم ووایي چي داکوم لیونی دی او یا د پښتنو دښمن دی چي دا عنوان یي لیکلی، زما درنو ورونو زه هم په پښتون یم خو خفه نشي مونږ ټول په ویښه خوبونه وینو. مونږ په خبرو کي ښه یو خو د عمل په میدان کي بیا مونږ په زیو او خیلو تقسیم شوي یو. زه دلته عمل د جنګ یا مجادلي په معنی نه استعمالوم، بلکه د عملي کار په معنی یی وایم. تاسي وګوري په پښتني سیمو کي څومره ښونځي فعال یا موجود دي، څومره روغتونونه ودان شوي، څومره سړکونه او څومره فابریکي جوړی شوي دي. په پښتنو کي بیکاري تر ټولو زیاته ده او بدبختی هم له ټولو په پښتنو کي ډیره ده، علت یي څه دی؟ علت یي نا اهله مشران او زمونږ بي اعتنایي او بی توجهي ده چي له همدی وجی زمونږ نسلونه د بي سوادي تورو تیارو ته ورټیل وهل کیږي، زمونږ مشران ددي پر ځای چي د خپل ولس غم وخوری دوی خپلی شخصي ګټي لټوي او له بده مرغه ددغو مشرانو د غلطو فیصلو او کمزوره دریځونو له کبله دغه ستر ملت له دغو ناخوالو او ناوړه حالاتو سره لاس او ګریوان دی.
دا یو جدا بحث دی او زه نه غواړم چي په دی بحث کي ونښلم او راځم اصل موضوع ته. د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د لمړی دور نه مخکي ډیرو پښتنو لیکوالانو او د نظر خاوندانو ډول ډول لیکنې نشر کړي او د ټولو تحلیلونه په دا څیر ؤ چي ګواکی پښتانه به په یوه اواز د یو کاندید تر شا ودریږی او ډاکټر اشرف غنی احمدزی به ټاکني په لمړی دور کي وګټي ځکه چي اکثره پښتانه به ده ته رایه ورکړي. ولی داسی ونشو ځکه چي د پښتنو سیاسی مشرانو د پښتنو رایي داسی وویشلي چي دغه ټول تحلیلونه او نظرونه یي غلط ثابت کړل او ځینو قومی مشرانو هم سرپه ونکړه او ترخپل وسه پوری د پښتنو په رایو تجارت وکړ او ستر پښتون قوم یي د خپل ذاتی ګټی / مقام لپاره معامله کړ.
د پښتنو پر سر تجارت له ټولو مخکی کرزی صاحب شروع کړ، هغه ددي لپاره چي د پښتنو رایه وویشی نو زلمی رسول او شیرزی یي را مخ ته کړل. کرزی په دی پوهیده چي که پښتانه یوه کاندید ته رایه ورکړي نو ټاکنې به په ړومبي پړاو کي نتیجه ورکړي خو لکه څرنګه چي کرزی د شمالی اتحاد د ګټو د خوندی کولو لوړه کړي نو د سرکس پورته ذکر شوی لوبغاړي یي میدان ته راوایستل، دجنوب د پښتنو د قوموننو شورا یي راوغوښته او په لوی لاس یي د پښتنو رایه یي تقسیم کړه.
له شروع نه دا معلومه وه چي ټاکني به دوهم پړاو ته غځیږي نو ددی لپاره چي دغه معامله ګر مشران په ولس کي خپل اعتبار له لاسه ورنکړي خپل ځانونه یي کاندید کړل لکه څرنګه چي پیشبینی کیده او ټاکنې دویم پړاو ته ولاړي نو د دوی اصلی څیری ښکاره کیدل پیل شو، پیل یي زلمی رسول وکړ چي له ډبل اودلا سره په ناستو کي را څرګندشو او دا هغه کاندید دی چي د ټاکنو په لمړی پړاو کي یي د ارګ او دولت ملاتړ درلود له ده وروسته ګل آغا شیرزی له ډبل اودلا سره په ګډه غونډه کی راڅرګند شو او خپل ملاتړ یي له هغه څخه اعلان کړ، دا د پښتنو لپاره ډیره د شرم خبره ده ، آیا تاسی اوس هم په دغو مشرانو پسی روان یي. کله چي زمونږ مشران دا ډول معامله ګر وی نو آیا مونږ باید د دوی ملاتړ وکړو؟
زه دا نه وایم چي احمدزی یوازي د پښتنو کاندید دی، ډاکټر اشرف غنی احمدزی یو ملی شخصیت دی، هغه نه یواځي د پښتنو بلکه د ټولو افغانانو ګډ کاندید دي، ولی غواړم ووایم چي ولی مونږ پښتانه لکه د نورو قومونو په شان په یوه کاندید نشو راټولیدای او کله چي یو تصمیم نیسو، ولي یي نشو ترسره کولای. مونږ دلته د اکثریت او یا اقلیت بحث نه کوؤ، بلکه دلته د رایو بحث مطرح دی. هر هغه کاندید چي ډیري رايي وګټی هغه د ټاکنو ګټونکی بلل کیږی، کچیری مونږ خپل کاندید ته رایه ورنکړو او یاپه خپلو رایو معامله وکړو او بیا هم د ګټلو خوبونه وینو او نمایشي چیغي وهو نو دا د خندا خبره ده، دا حماقت او لیونتوب دی. کچیری زمونږ مشران زمونږ په رایو معامله وکړي څه فکر کوي چي په دا ډول حالاتو کي مونږ باید څه وکړو؟
د ټاکنو لمړی دور مو ولید چي څومره پاک او شفاف ؤ، څومره افغانانو په کښي ګډون کړی ؤ او چا په کښی څومره رایي او له کوم ځایه ترلاسه کړی وي. دا به ډیره د خوښی خبره وی چي هر کاندید د هیواد په هر ګوټ کي رایي ترلاسه کړي خو دلته هرڅه بل ډول دی، د پښتنو رايي یا خو د ځایي واکدارانو له خوا د یو خاص کاندید لپاره په زوره کاریږي او یا د نا اهله مشرانو له لوری د پیسو / مقام په مقابل کی پلورل کیږي. د هیواد په شمال او نورو ولایاتو کي د رایو صندوقونه د رایو د مراکزو پر ځای د ټلوالی له لوري ډکیږی. ددي خبري ژوندي مثال کولای شي د ټاکنو د لمړی دور په نتایجو کي وګوری. مونږ باید په خپلو مشرانو پسی ولاړ شو او د هغوی ملا وتړو خو په عین حال کي له شعوره هم باید کار واخلو او وګورو چي کچیری زمونږ مشران په پوهه یا ناپوهه په غلطه استقامت روان وی باید چي متوجه یي کړو، مشوره ورکړو، له نفاقه ډډه وکړو، یو موټی شو ترڅو وکولای شو خپل اهداف ترلاسه کړو . مونږ کولای شو چي د خپلو قومی مشرانو له لاری له خپلو سیاسي قیادت سره اړیکه ونیسو، یو بل ته د اتفاق لاسونه ورکړو، د خیلو او زیو پر ځای یو موټی شو او راتلونکو نسلونو ته د وروولی او اتفاق درس ورکړو.
په یاد ولري دا یواځي ټاکنې نه دي بلکه دا یو فرصت دی تر څو وکولای شو د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره فرصتونه برابر کړو، په تیرو ۱۳ کلونو کي مونږ یواځي بدبختی ولیدی ولی نور بس دی، د خدای لپاره راویښ شئ، د ورورولي لاسونه سره ورکړئ او په یوه آواز د یوه کاندید تر شا ودریږئ، زمونږ تش په نامه مشران په خپلو شخصی ګټو پسی راوتي، دوی سره نه زمونږ د نن غم شته او نه د سبا، حزب او طالبان د خپلو پردیو بادارانو لپاره مونږ قربانوی، کرزی خو ۱۳ کاله مونږ د شمالی ټلوالی لپاره قربانی کړو او اوس د خپل قدرت په اخرو ۶ میاشتو کي خبر شو چي په جنوب کي بیګناه خلق بیندیانیږی، بیګناه ماشومان وژل کیږی، ځوانان په یو او یا بل نوم وژل کیږی.
نور د شعار وخت تیر شوی، اوس د عمل وخت راغلی، راویښ شئ د یوه کاندید (ډاکټر اشرف غنی احمدزی ) تر شا ودریږئ، هیڅ چاته اجازه مه ورکوئ چي ستاسو په رایو تجارت وکړي، خپله رایه د خپل ځان او راتلونکی نسلونو په ګټه وکاروئ او که مونږ سره راویښ نشو او د ورورولی لاسونه سره ورنکړو زمونږ د ژغورنی لپاره نه څوک له اسمانه راشی او نه هم معجزه کیدونکی ده.
کمال - لندن