مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

جنسي تیری

استاد فضل الله رشتین

 په کندوز کې د جومات د یو ملا امام له خوا په یوې ۱۰ کلنې نجلۍ د جنسي تیری پیښه ډیره دردوونکې ، ډیره خواشینې کوونکې ، ډیره نه بخښوونکې ، ډیره د افسوس ، ډیره د شرم ، ډیره د بې غیرتۍ ، ډیره د بې اخلاقۍ ، ډیره د پستۍ ، دیره د نا ځوانۍ او ډیره د بې شرفۍ پیښه وه . دا ملا امام دې الله پاک په خپل غضب اخته کړي ، که یو ملا امام داسې پست عمل سرته رسوي نو له دې نه به نور خلک څه الهام او څه درس واخلي ، خلک خو به خامخا په دغه ملا امام لعنت وايي او د حقارت په سترګه به ورته کوري . اې ملا اامه چې دا پست عمل دې سرته رسولی دی ! الله دې غرق کړه ، چې داسې د شرم عمل دې سرته رسولی دی ، تا ته وایو چې دا لسن کلنه نجلۍ چې تا ته درتله چې ته ورته قران یاد کړې ، هغه تا ته درتله چې ته ورته د دین چارې یادې کړې ، هغه تا ته درتله چې ته یې د دین له ښیګڼو خبر کړې ، دا خو د هغې هیله وه ، دا خو د هغې خواهش ؤ چې د دین په چا رو پوهه شي ، قران یاد کړي ، د هغې پلار او مور په تا اعتماد کړی ؤ ، په تا یې باور کړی ؤ ، هغوي په دې امید چې لوریې دیني تعلیم حاصل کړي نو ځکه یې خپله نازنینه لور ، خپله د زړه سر لور تاه درلیږله ، هغوي فکر کولو چې ته انسان یې ، هغوي فکر کولو چې ته مسلمان یې ، هغوی فکر کولو چې ته د جومات ملا امام یې ، هغوي فکر کولو چې ته اخلاق لرې ، ایمان لرې ، شرافت لرې ، ادب لرې ، اخلاص لرې ، اخلاق لرې ، خو له دې کار سره چې تا د ددغې معصومې نجلۍ په حق کې وکړ نو معلومه شوه چې ته انسان نه یې ، ته مسلمان نه یې ، ته بې ادبه او بد اخلاق یې ، ته شرافت نه لرې ، ته ایمان نه لرې ، ته یو شیطان یې ، ستا په پوستګي کې شیطان ننوتی دی ، ستا نفس شیطاني دی ، ته نه پوهیدې چې دا نجلۍ ارمانونه لري ، ته نه پوهیدې دا نجلۍ به یوه ورځ واده کیږي ، ته نه پوهیدې چې دا نجلۍ به یوه ورځ خپل کور ودانوي ، ماشومان به یې پیدا کیږي ، ژوندت به یې جوړیږي ، خدای ناترسه تا خو د هغې ژوند خراب کړ ، تا خو د هغې ارمانونه له خاورو سره یوځای کړل . په تا باندې چې نفس غلب ؤ نو تللې به وې یو ښځه به دې نکاح کړې وې او خپله جنسي تنده به دې ماته کړې وه . آیا خدای پاک تا ته داسې ویلي چې ته زنا وکړه ؟ آیا قران تا ته ویلي دي چې ته زنا وکړه ؟ خدای دې خوار او زار کړه ، خدای خو وایی چې زنا مه کوه ، په قران کې آیتونه دي چې زنا مه کوئ . آیا تا قرآن نه ؤ لوستی ؟ قرآن خو به دې خامخا لوستي وي ، خو تا قران ته ونه کتل ، تا خدای ته ونه کتل او داسې د شرم نه ډګ کار دې وکړ. اوس به څوک خپله لور ملا امانو ته د قران د زدکړې لپاره نه لیږي .
ملا امام پاک سړی وي ، ایماندار سړی وي ، د خدای دوست وي ، له خدای څخه ویره لري ، کوره تا یو داسې کار وکړ چې د امامانو نوم دې بد کړ.

اوس به څه کوې ؟ غوږونه او پزه یې درڅخه پرې کړه . اوس به یخ شوی یې . دا خو یوه وړه جزا وه چې په دې دنیا کې درکړل شوه ، دا وایه چې په آخرت کې به څه کوې ؟ هلته به د الله پاک به حضور کې څه کوې او څه ځواب به ورکوې ؟
 که زه ولس مشر وی ، که زه قاضی القضات وی نو ما د محکمې د حکم له مخې ستا د اعدام فرمان په فوري ډول صادرکړی وې او ته مې به په خلاص میدان کې د سل هاؤ زرو خلکو په وړاندې غرغره کړې وې . ما به امر کړی وې چې ستا د اعدام صحنه د تلویزینونو له لارې په ژوندۍ ډول خپره شي چې هیوادوال او نړیوال یې وکوري او ستا د ددې پلیت عمل د پاداش نتیجه په خپلو سترګو وکوري . زه پوهیږم چې هیوادوالو به راته شاباسی راکړې وې او ویلي به یې ووچې واه څومره ښه ولسمشر لرو چې عدالت قایموي ، له انصاف څخه کار اخلي . او حق حقدار ته سپاري.
کاش چې زمونږ ولسمشر د خپلې ولسمشرۍ په دې وروستیو ورځو کښې ستا د اعدام حکم لاس لیک کړي او تا په دار زوړند کړي . کاش چې ولسمشر دا یو ښه کار وکړي ، که دا کار وکړي نو ډیر خلک به ورته دعا ګانې وکړي ، ډیر خلک به یې بیا په راتلوونکي کې یادوي ، د ا معصومه نجلۍ به ورته دعا کوي ، د هغې کورنۍ به ورته دعا کوي . کاش چې ولسمشر دا کار وکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery