دخپریدو نیټه : 2014-05-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
زموږ ښادي او غمونه سره ګډ دي
ش. حقپال
وروستیو طبیعی پېښو وښوده چی ټول افغانان لکه دیو وجود په څېردي او یو دبل په غم او ښادۍ کې سره شریک دي ، کله چې په شمالی ولایتونو کې سیلاوونه راغلل او یاهم کله چي په بدخشان ولایت کې وروستۍ انساني غمیزه پېښه شوه نو ټولو افغانانو په یوه خوله له هغوی سره خپله غمرازي او همدردي څرګنده کړه .
نه یواځې داچې دافغانستان ټولو خلکو دبدخشان په پيښو غمرازي وښوده بلکې عملاً یې خپلې مرستې سره راټولې کړې. ټولنیزو رسینیو په دې اړوند پریمانه راپورونه خپاره کړل او دټولو افغانانو ګډ غبرګون یې دپېښو په اړه خپور کړ.
آزادو غږیزو او انځوریزو رسنیو ، انټرني ټولو افغاني رسنیو له هغو ډلې نه فیسبوک، او ویب پاڼو دبدخشان دپېښې انځورنه خپاره کړل او دهیواد په دننه او دباندې کې ټولو افغانانو که هغه پښتون ؤ یا تاجک ، هزاره ؤ که ازبک او یا بلوڅ ... ټولو غمرارزي څرګنده کړه او هریو داسې دردیده چې په ریښتینې توګه یې دا ثابتوله چې دافغانانو درد سره شریک دي .
داسې په غم کې سره شریک شوو لکه څه ډول مو چې جغرافیاوی سیمه سره ګډه ده زموږ فرهنګ او دین یو دی زموږ غم او زموږ ښادي سره یو دي.
له بده مرغه بیا ځینې سیاسي دلالان چې په هیواد کې له بهرنیو استخباراتي او مغرضو کړیو سره اړیکې لري یا دافغانستان له دین اوفرهنګ سره ددوی شخصي اړخ نه لګېږی نو کله کله بیا دلته او هلته دافغانانو په مینځ کې دبیلتون او تفرقې خبره راپورته کوي، دژبې او قوم خبره کوي او خپلې سیمیزې ګټې دملی ګټو پرځای مطرح کوي چې متأسفانه دهیواد دڅو وروستیو کلونو پېښو او غمیزو په یو شمیر هغو افغانانو چې په اصل کې له حقیقت نه خبر نه دي خو ددښمنانو ناوړه تبلیغاتو تراثر لاندې راغلی بیا دغه خبرې کله ناکله په زړه کې نیسي او باور پرې کوي .
حقیقت دادی چې دافغانانو غم او ښادی سره نه بیلدونکي دي ، که چېرې دهیواد په یوه ګوټ کې کوم داسې دمعدنونو زیرمه پیدا شي چې هیواد ته اقتصادي ګټه رسولای شی نو دا دټولو افغانانو ګټه ده ، که چېرې کرنیز حاصلات دهیواد په یوه سیمه کې ښه شي دا په پراخه کچه په نورو سیمو اغیزه لري .
افغانان نه یواځې په اقتصادي برخه کې له یو بل سره تړلي دي بلکي په دیني او فرهنګي برخه کې سره یو دي په نړۍ کې داسې هیوادونه له سعودي عربستان نه پرته چې هلته په کې دمسلمانوشمیر په داسې لوړه سلنه وي لکه افغانستان بل نه لیدل کیږی ، داسې هیواد چې خلک یې په زرګونو کاله ګډ تاریخ ، ګډ فرهنګ او ګډې ویاړنې لري په نړۍ کې ډېر کم لیدل کیږي ، لنډه داچې دنړۍ په هیڅ ګوټ کې داسې یو هیواد نه لیدل کېږي چې دافغانانو په پرتله په تېره بیا په وروستیو پیړیو کې یې دګډو ګټو او خپلواکۍ لپاره په دومره کچه قربانۍ ورکړې وي. نو داسې به خود کېږي ، کله چې په بدخشان کې څه پېښیږي نو ټول افغانان له هرګوټ نه چې وی که هغه شخصي امکانات وي او که ګډدولتي امکانات هلته کاروي چې دا ثابتوي افغانان سره یو وجود دي نه بېلیدونکي دي او انشاالله کله به هم دښمنان په دې بریالي نه شي چې دوی سره بیل کړي او یا دبیلتون فکر په کې رامينځته کړي .
حقیقت هم دادی چې زموږ ګټه هم زموږ په یووالې کې نغښتې نن هغه هیوادونه دنړۍ په کچه مطرح دی چې زیات نفوس او دزیاتې خاورې درلودنکی وي کوچني هیوادونه تل دنورو تراغیز لاندې وي او یاهم له اقتصادي اړخه ډېر کمزوري وي ، نن که امریکا ، چین ، روسیه ، اروپا، هندوستان ... په اقتصادي برخه کې دپرمختګ او دخپلواکۍ ادعا کوي دلیل یې همغه غښتلتوب دی چې ددوی دنفوس او خاورې له کبله ورپه برخه دی او افغانستان به هم هغه وخت غښتلی هیواد وي چې خلک یې سره متحد او خاوره یې سره متحده وي او ټول په ګډه سره دهیواد دسرلوړی او ښېرازی لپاره کار وکړی او که چېري موږ همداسي متحد پاتي شو انشأ الله ډير لرې به نه وي چې پراخ پرمختګونه اوځواک به مو په برخه شي او دخپلو تیرو ستونزو او غمیزو تلافي به هم وکړای شو.
خدای دی افغانان همداسې سره متحد او یو دبل په غم شریک لري او خدای دی ددې خاوري دخلکو دیووالی او دین دښمنان په خپلو ټولو دسیسو کې چې زموږ دهیواد دخلکو دبیلتون لپاره یی جوړوي تل ناکامه او شرمشاره لري