لیکونکی : ډاکتر محمد نواب ویساند:
د افغانستان معاصر اقتصاد اړونــد
په څو برخو کې د تېرو لیکنو وروسته
ځــیــنــي
وړانـــــــــدیــــــــزونــــــــه
څــلــورمــه بــرخــه :
څه مـــوده وړانــــدې مې د افغانستان معاصر اقتصاد اړوند په تېرو څو لیکنو کې ، چې د یو شمېر ویبپاڼو په ارشیف کې موجودې دي ، د یو لړ حقیقي شمېرو په وړاندې کولو او ښوولو سره ،د تر سره شوو کارونو جاج اخستلو او شننو سربېره ، ځینو تشو او نیمګړتیاوو ته هم ګوته نیول شوې وه . د همدغه نیمګړتیاوو د له منځه وړلو او د راتلونکي اقتصادي پرمختګ او پراختیا او د ولس د مخ په زیاتیدونکو غوښتونو او اړتیاوو د پوره کولو او په اقتصادي چاپیریال کې د تشدیدي او پراخیدونکې سمې کارونې لپاره د څانګیزو کارپوهانو ګټورو لارښوونو ، رغوونکو وړاندیزونو ، غوره او لازمو تدبیرونو نیولو ته سخته اړتیا لیدل کیږي .
خـو دا ډول رغوونکي انـدونه یواځې هغه وخت هدف پېیلې پایلې له ځانه سره درلودلای شي ، چې په هېواد کې د ځان په ګټه له کنټرول وتلې د په خپل سر اقتصادي کړو وړو ( خود سره مافیایي نظام ) پر ځای په ملي هوډ او اراده ولاړه اداره ، چې ملي اقتصادي لوړو ارمانو ته ژمن وي ، رامنځ ته شي . تر څو د هېواد د اقتصاد د پټو او ښکاره ريزرفونو په ډاګه کولو او د اقتصادي پوتنشل د هر اړخیزو څېړنو وروسته وکولای شي د راتلونکې پراختیا او پرمختګ لپاره یوه رڼــه ، علمي او عملي داسې ستراتیژي ، چې په پر له پسې توګه یې د هېواد د زیاتیدونکو وګړو د اړتیاو د پوره کولو لپاره ، د بشپړونکو کارونو په تر سره کولو سره پلي کول شوني وي ، جوړه کړي . همدارنګه د هېواد د اقتصاد څانګیز جوړښت هر برخه (سکټور) د سیمیزې متوازنې پراختیا تر څنګ د خپلې اغېزمنتیا او ګټې رسونې د کچې له مخې داسې سمبال شي ، چې د اقتصاد د نورو برخو پیاوړتیا او ځواکمنتیا ته اوږه ورکړای شي او د ملي اقتصاد د جوړښت په اډانه کې هر یو سکټور د دوه ګوني رول ( عرضه کونکي او تقاضا کونکي ) په درلودلو سره د یو بل مرستندوی او بشپړونکی وي .
مخکې له دې ، چې د نـنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د هېواد اقتصاد د ښه سمون لپاره کوم ځانګړی اند یا وړاندیزو وړاندې شي ، غوره به دا وي ، چې د اقتصادي پوتنشل عمومي پیژند ته ، سر ورښکاره کړو :
اقتصادي پوتنشل ـــــ د یو هېواد هغه سرچینې دي ، چې د هغوی په بشپړ کارولو سره لوړ ( اعظمي یا د زیات نه زیات ) ملي ټولنیز ناخالص تولید تر لاسه کیږي . د هېواد اقتصادي پوتنشل د پنځیزوـ سرچینو ٫ تولیدي ٫ کاري ٫ علمي ـ تخنیکي او صادراتي پوتنشل نه جوړشوی دی .
دپنځیزوـ سرچینو پوتنشل ـــــ د هېواد هغه طبعي شتمنۍ را ښیي ، چې لا له وړاندې یې په اقتصادي کاروبار ( دوران )کې ګډون کړی ، او همدارنګه د اوسنیو تکنالوژیکي او ټولنوټیزو اړیکو په شتون کې یې تر لاسه کول شونی دی .
تولیدي پوتنشل ـــــ د مادي ـــ فزیکي او کاري وسایلو څخه منځ ته راځي . دا ــ د تولید وسایل ( ودانۍ ، تجهیزات ، ماشینونه )، تکنالوژي ، کارګران او انجینري ــ تخنیکي کدرونه سره رانغاړي .
کاري پوتنشل ـــــ د یو هېواد کاري بشري منابع ، چې څومروالی او څرنګوالی یې د فعال او د کار وړ کسانو ، د تحصیلي ، مسلکي او تخصصي کچې د شمېرو له مخې معلومیږي .
علمي ــ تخنیکي پوتنشل ـــــ هغه زېرمې ، چې یو هېواد ترې د پوهنیزو ــ څېړنیزو ، تجروبوي او جوړونکو ( رغوونکو) کارونو په ترڅ کې برخمن شوی وي . دا ــ بنسټیز او شوني پوهنې ، کشف او اختراغ ، نوې تکنالوژي ، تجربوي ــ څېړنیز بنسټ ، او همدا رنګه پوهنیز ــ تخنیکي او د پلان او ډیزاین ( رسم ) د لوړې پوهې کدرونه دي . د یو هېواد علمي ــ تخنیکي پوتنشل ـــ د معاصر اقتصاد د پرمختګ مهم اړم بلل کیږي .
صادراتي پوتنشل ـــــ د داسې محصولاتو په تولیدولو کې د ملي اقتصاد وړتیا ، چې په نړیوال بازار کې په نړیوال نرخ په پوره مقدار سره د صادرلو جوګه وي .
د اقتصادي پوتنشل پیژند ته په کتو غوره به دا وي ، چې د هر څه لمړی د ټولنوټیزو شاخصونو د مالومولو لپاره د ټولو څانګو له خوا په ګډه او همهاله یو پراخه او هر اړخیز څېړنیز بهیر ، چې پکې د هرې ځانګړې څانګې ، دڅانګیز جوړښت اړوند په کار پوه او مسلکي کسان ګډون ولري ، پېل او د حقیقي شمېرو پر بنسټ ولاړ د اوسني حالت په پام کې نیولو سره یې یو داسې روښانه نڅوړ ، چې د ټول ملت له پاره د پوهېدو وړ وي راوباسي . په دغه نڅوړ کې په ډېر ځیر سره د اقتصادي جوړښت خواره واره واحدونه سره راغونډ او بیا د غوښتنو او شونتیاوو له مخې په یوه رڼــه شکله کې داسې راونغښتل شي ، چې د ملي اقتصاد د هر یو سکټور اړوند ملي او سیمیزې پروژې تفکیک او هر یوه برخه یې د خپلو اولیتونو یا لومړیتوبونو له مخې په خپل وخت د اړوندو ارګانونو له خوا داسې تنظیم او پلان کړلای شي ، چې د هر یوې د تر سره شوې او یا ترسره کېدونکې پروژې اغېز په سراسري اقتصادي پوتنشل کې له ورایه وځلیږي . په خپل وار سره به په ورستنیو څېړنو کې د افغانستان د اقتصادي پوتنشل یا ځواک د ځانګړو ځانګړتیاو په هکله لا زیاته رڼا واچول شي ، خو اوس د موضوع د رالنډولو لپاره یواځې د یو څو لاندې اړینو ټکو بسنه کوم .
ــــــ اوسمهال د هر څه لمړی د ټولنیزو ، اقتصادي او نورو ورځنیزو چارو د ښه سمون لپاره یوې ډاډ منې سولې او امنیت ته اړتیا ده . او دا هغه وخت امکان لري ، چې د مخالفینو سره د پخلاینې لپاره د غولوونکو هلو ځلو پر ځای رښتیني او صادقانه ګامونه پورته شي . تر څو په هېواد کې میشت اویا هغه کډوال چې خپل وران ویجاړ ټاټوبي ، کلیو او بانډو ته راګرځی بې له کومې وېرې و کولای شي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي .
ــــــ پداسې حال کې ، چې دولت په تېرو دیارلسو کلونو کې د کرنې سکټور د بیا رغونې او پرمختیا په هکله د یو لړ تر سره شوو کړنو پایلې بریالۍ بولي ، خو بیا هم د کرنیزو محصولاتو( او په تېره بیا د غلو دانو) د کمښت له کبله تل د دوه ملیون نه تر درېنیم ملیون متریک ټنه پورې د اړتیا وړ غنمو د واردولو خبرې اورېدل کیږی . په هېواد کې د زیاتیدونکو وګړو د اړتیا وړ خوراکي توکو د کمښت د ستونزې د اوارۍ لپاره باید اړینې کړنې لکه د اوبو لګولو د نوو بنسټیزو سیستمونو او زېربنائي تاسیساتو جوړول ، د اصلاح شوو تخمونو ، کېمیاوي سرې ، د کرنیزو ناروغیو ضد داروګانو ، د کرنیزو پورونو د اسانتیاوو او نورو امکاناتو برابرول ، چې د بزګرانو او کرونګرو سره د خوراکې ، صنعتی او تجارتی محصولاتو په وده کې مرسته کوي ، کوټلي ګامونه پورته شي . ددې تر څنک ، د دودیزو کلیوالي لمړنیو وسایلو پر ځای د مؤلدیت د لوړتیا او د یوه هکتار څخه د غلو دانو د حاصلاتو د زیاتیدو په موخه د میکانیزه وسایلو او د نوې کرنیزې تکنالوژۍ په کارولو او د ځمکې تولیدي کچې د لوړولو لپاره د یو شمېر نورو غوره تدابیرو په نیولو سره ، چې د کوکنارو د کښت د مخنیوی لپاره بې اغېزې نه وي ،د لازمو کړنو تر سره کول اړین بلل کیږي . کرنې ته ، چې د خواړو برابرولو تر څنګ د خوراکی صنایعو لکه ( سیلوګانو ، غوړیو تولیدولو او بورې جوړولو ) اوهمدارنګه د سپکو صنایعو لکه ( نساجیو، جن وپرېسونو ) او نورو لپاره اومه مواد برابروي باید خاصه پاملرنه وشي . ددې سکټور د پنبې څخه ترلاسه شوې مالوچ چې ، د هلمند ، مزارشریف ، قندوز او هرات حوزو څخه تر لاسه کیږي ، نه یوا ځې د هېواد د نساجیو اړتیاوې پوره کولای شي بلکه د یو صادراتي توکي په توګه د ځانګړی ارزښت په درلودلو سره د نړیوال بازار په نرخ هېواد ته د بهرني اسعارو په راوړلو کې د پاملرنې وړ مرسته رسولای شي . همدارنګه د بڼ والو د لازیات هڅولو په موخه په اړوندو سیمو کې د مدرنو سوړساتنځایونو جوړول ، چې د مخه مې په یوه ځانګړې لیکنه کې ورته اشاره کړې وه ، اړین بلل کیږي .
ــــــ افغانستان د کانو او صنایعو د وزارت او بهرنیو سرچینو له قوله په افغانستان کې تر دې مهاله د درې زره ملیارد ډالرو په ارزښت د طبعی کانو د زېرمو د شتون اټکل شوی دی . چې په راسپړلو ، چاڼ او صنعت ( پروسس) سره یې د راتلونکې اقتصادي پرمختیا او ودې لپاره یو ښه زېری بلل کېدای شي . د دولت اړوند ارګانونه ، چې ددغه ملی پنځیزو شتمنیو د پورتنیو درې واړو پروسو په لړ کې ( په داسې حال کې ، چې که دولت خپله د یو پانګې اچوونکې په توګه نه را منځ ته کیږی ) د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او کمپنیو تر منځ د داوطلبۍ او بیا د ددغو داوطلبۍ د وړونکو( بریالی شرکتونو ) سره د قرار داد پر مهال له ډېر احتیاط او پوره دقت څخه چې ملي ګټو ته پکې د کوم تاوان څرک ونه لګیږي ، کار واخستل شي . تر څو په راتلوونکې کې کومې ستونز ې راولاړې نشي .
ــــــ داقتصادي چارو د ښه سمون لپاره د هېواد په کچه د یو ځانګړي پوهنیز ــ څېړنیز اقتصادي داسې انستیتوت منځ ته راتلل ، چې د وخت د غوښتنو او شرایطو سره سم د بیا رغونې او پرمختیایي پروژو اړوند پروګرامونو په جوړولو ، د اغېزمنو اقتصادي پالیسیو په تنظیمولو او د ملی اقتصاد څانګیزو اقتصادی ــ تخنیکی مطالعاتو د خپلمنځي کاري اړېکو په ټینګولو کې مرسته وکولای شي ، اړین برېښي . دې ډول انستیتوت ته په کار ده ، چې د هېواد د غوړېدا لپاره یوه داسې کړنلاره ، چې د هغې په رڼا کې د هېواد دینامیک ځواک ته داسې یو چاپریال چې د ملي ګټو او د وخت نافــذه قوانینو سره اړخ ولګوي ، جوړه کړي .
ــــــ د هېواد په دننه کې د مالي وسایلو د کمښت او دینامیکو سالمو متشبثینو د نشتوالي له کبله غوره ګڼل کیږي ، چې د اقتصاد په ځینو ځانګړو برخو کې د بهرنیو پانګه والو سره په ګډه د مختلط مؤلدو او خدماتي کمپنیو د جوړولو په لارو چارو غور او سوچ وشي . دا ډول جاینوینچــرونــه( ګډه پانګه اچونه ) د فساد نه د خلاصې ادارې په شتون کې ( چې په تآسف سره ، مونږ یې نه لرو ) ، دغه لاندې ښېګڼـې لرلای شي :
• دقوانینو په چوکاټ کې یي د اقتصادي فعالیت څارنه او د تر لاسه شوو عایداتو څخه یې په روښانه توګه د مالیاتو حاصلول یو اسان کار دی .
• په تولیدي یا خدماتي ډګر کې د نوو کارځاینو په رامنځ ته کېدو سره نه یواځې د کار موندنې له لارې د وزګارتیا کچه راټیټیږي بلکه د کورنیو د بودجې (عاید ) په لوړېدو او د سپما په ځواکمنتیا سره د ګټې وټې لمن ، چې د پیر او پلور په پروسه باندې نېغ په نېغه اغېز شیندي ، پراخیږي .
• د بهرنیانو د غني تجروبو او یا هم د کار په بهیر کې د لنډ مهاله روزنیزو کورسونو څخه ګټه پورته کیدای شي .
• د اقتصادي ګډ کار او فعالیت څخه د تر لاسه شوو پایلو په پایله کې نه یواځې په ځان د بسیا کیدو امکان لوړیږي ، بلکه د همدوی د هڅو او هاند له لارې بهرني مارکیټ ته د لار موندنې د چانس له ډېرېدو سره مرسته هم کېدای شي .
ــــــ په هېوادکې د فاسدې ادارې د شتون له امله ، یو شمېر خپلسرو کورنيو او بهرنیو کړیو د بېلابېلو مجراوو له لارې د افغانستان سره د بهرنیو مرستندویانو له خوا د شوو مرستو ډېری برخه په ډېره بې باکانه توګه پرته لدې ، چې د هېواد د ودانولو او پرمختیا لپاره په اغېزمنه توګه پوره ولګول شي دهېواد څخه په دې او یا هغه نامه وویستل شوه . ښه به دا وي ، چې په نورو هېوادونو کې استوګڼ رښتیني مسلکی ، متخصص او په کار پوه افغانان د ځانګړو تدابیرو له مخې د همدغه مالي وسایلو د پوره او پر ځای لګولولپاره پکار وګمارل شي . او پرېــنـښودل شي ، چې نور د افغان ولس په برخه لیک باندې په بېلابېلو ادارو کې د نا اهـله او فاسدو کسانو په ګمارلو سره ، لوبې وشي .
ــــــ افغان دولت د خپل مکلفیت او مسئولیت له مخې ، باید هڅه وکړي ، چې مرستندوی هیوادونه او ډونـران په دې قانع کړي ، چې نه یواځې د ټولنیز ــ اقتصادي پرمختک لپاره د مرستو د ډېروالي غوښتونکی ، بلکه د هغې په جوړښت او څرنګوالي هم ټینګار کوي . او د مرستو کچه باید د دولت په مخ کې د پرتو دندو سره ( پراختیایي پروګرام ) په انډول کې وي . او دولت ددغو مرستو د لګښت د بشپړ او هر اړخیز کنټرول لپاره د یو داسې میکانیزم د جوړیدو او کارولو په هکله ، چې د افغان ولس او د مرستندویو هېوادونو قناعت حاصل کړلای شي ، ډاډ ورکړي .
زمونږ ځورېدلی او کړېدلی ولس په خپل هېواد کې د بنسټیزو پروژو د جوړولو له لارې د لګښتي اقتصاد پر ځای تولیدي اقتصاد ته ، چې تر یـو بــرېـده یې د باندېنیو فابریکوي تولیداتو د مخنیوي له لارې خپله کورنۍ سپما ژغورلې وي ، سخته اړتیا لري . په دې لاره کې د نورو بنسټیزو پروژو تر څنګ د یوې برخې په توګه د کونړ پر سیند د برېښنا تولیدولو ملي پروژې ته ( د پوچو او بې مانا خبرو او وعدو پر ځای عمل ته ) ځانګړې پاملرنه نه یواځې د اقتصادي موخو په ترسره کولو کې به یـوه لویـه بـریا وګڼل شي ، بلکه په سیاسي او ستراتیژیک ډګر کې به افـغـان دښـمـنـه هېوادونو او پردیپالو کړیو ته ، چې خپلې ګټې دنورو په بد مرغیو کې لټوي یو غاښ ماتونکی ځواب واوسي .
یـــــادوونه : د افغانستان معاصر اقتصاد په اړه ، تېرو درې لمړنیو برخو په لیکنه کې ، د لاندې اخـــذونو نه ګټه پورته شــوې .
اخــــــــــــځـــــــــــــــــــلیک :
1.Гуревич Н . М . Афганистан - некоторые особенности социально-экономического развития 1919- 1977гг. – М . : Наука , 1983. – 129 с .
۱ ــ ګورېویچ ن . م . افغانســــــتان ـ د ۱۹۱۹ تر ۱۹۷۷ ز کال پورې د ټولنــــیز – اقتـــــصادي پرمختیا ځیـــــــنې ځانګړتیاوې . مسکو. نووکا ، ۱۹۸۳ . ۱۲۹ مخ.
2.Давыдов А . Д . , Черняховская Н . Афганистан . – М . : Мысль , 1973. – 167 с
۲ ــ داویدوف الف. د . ، چرنیاخوفسکایا . ن . افغـــانســــتان ، مسکو . میسل ، ۱۹۷۳ ز کال ۱۶۷ مخ
3.Демократическая Республика Афганистан / отв. ред . М .Р. Арунова . – М .: Наука , 1981 . – 179 с .
۳ ــ د افغانستان دمو کراتیک جمهوریت / آتو. رید. م . ر . ارونوا. ــ مسکو . نووکا ۱۹۸۱ ز کال . ۱۷۹ مـــــخ .
4.Ковырялов Ю . П . Урожай на планете / Зерновое хозяство . - № 12. – 1984 . – с. 35 .
۴ ــ کوویـــریالف یو. پ . په پلانیـټ کې حاصلات . / د غلو دانو تولیــــــدات / . ۱۲ ګڼه۰۱۹۸۴ زکال . ۳۵ مخ
۵. پلان انکشاف اقتصادي و اجتماعي از سال ۱۳۵۹ الی ۱۹۶۳ ز کال . کمیټه پلانګذاری . کابل ــ افغانستان.
۶. پیشرفت پلان و تحلیل اوضاع اقتصادی (۱۳۳۵ ــ ۱۳۴۰ ل کال ) وزارت پلان . کابل ــ افغانستان ۱۳۴۲ .
۷. جمهوری دموکراتیک افغانستان در اینه ارقام ۱۳۵۷ ــ ۱۳۵۹ ل کال . اداره مرکز ی احصائیه. کابـل.۱۳۶۰
۸. سالنــامه احصائیـــوی ســال ۱۳۶۷، اداره مرکـــــزی احصــــائیه ، کابــــل ۱۳۶۸ .
۹. ســـالـــنامه احصـــائیوی ( ۱۳۵۸ ــ ۱۳۶۱ ل کــــال ) . کابــــــــل ـ افغانـــستان .
۱۰. معـــلومات احصائیوی افغانسـتان ( ۱۳۵۳ ــ ۱۳۵۷ ل کــــال ) . کابـــل ــ افغانـــستان .
۱۱. شریف بهاند . په شلمه پېړۍ کې د هیواد اقتصاد ې سیاست ته یوه کتنه . / افغانستان په شلمه پېړۍ کې / د
پوهنیز سیــمینار د لیــکنوټولګه. د افغانـــستان د کلتوری ودې ټولنــه . جرمني . ۱۳۷۸ ل کـــــــــال .
۱۲. شاخصـهای اقتصــادي و اجتماعي (۱۳۵۷ ــ ۱۳۶۱ ل کال ) شمــــاره دوم سال ۱۳۶۱.۱۳.
۱۳ . احصائیــــوي کلنۍ ۱۳۸۸ ل کال . د احصـائیی مرکـــــز ي اداره . ۳۱ ګــــڼه ۱۳۸۹ .
۱۴. پوهنوال محمد بشیر دودیال ـ د افغانســتان د طبیعي سرچیــــنو پېژندنه . د افغانســتان د
کلتوري ودې ټولنه . جرمني . ۱۳۷۹ ز کال .
۱۵. د افغانستــــان کلنۍــ د اطلاعات او فرهـــنګ وزارت . اتمـــه ګــــڼه . ۸۵۳ مخ . ۱۳۸۸ ل کـــــــــــال..
۱۶. احـــــصـــائیــوی کلــنۍ ــ ۱۳۸۵ ل کـــال . د احصــــائیی مـــرکـــــزي اداره . ۱۳۸۶ .
۱۷ . یو شمېر برېښنا پاڼو کې د خپرو شوو معلوماتو نه هم کار اخستل شوی ، چې دلته یې د نوملړ څخه تېرېږم .