د پښتو ژبي ډیرو زیاتو شاعرانو سوما د مستیو د سمبول په حیث ستایلی دی. د ویدي سرودونو او د هندو مذهب د عقایدو په اساس، د سوما یو اړخ او مفهوم داسي راغلی هم دی چي باید د مستیو د سمبول په حیث وستایل سي. خو کله چي خبره تاریخي او کلتوري علمي څیړنو ته راځي نو باید چي په دې برخه کي یو څه له احتیاط څخه کار واخیستل سي.
زموږ د افغانستان په مؤرخینو کي مرحوم احمد علي کهزاد د سوما په باره کي ډیره زیاته څیړنه کړې ده، خو هغه هم داسي نتیجو ته رسیدلی دی چي د ویدي سرودونو له متونو سره بشپړ اړخ نه لګوي. مرحوم کهزاد هم زیاتره دې نتیجې ته رسیدلی دی چي سوما یو بوټی وو چي اریایانو به د هغه شیره له شیدو او شاتو سره ګډوله او بیا به یې نو خپلو ارباب الانواعو، په تیره بیا ایندرا، ته د قربانۍ په مراسمو کي هدیه کوله. مرحوم کهزاد وایی چي دغه ګیاه د منجوان په غره کي، چي د نورستان او بدخشان تر منځ واقع دی، شنه کیدله. ۱ مرحوم کهزاد بل ځای وایی چي د سوما د مشروب جوړو ل د ښځو په تیره بیا د پیغلو نجونو کار وو، چي ډلي دلي به د غرونو لمنو ته تللې او ګرځیدلې او دغه ګیاه به یې ټولوله، وروسته به یې هغه د تیږو په صفا تختو میده کوله او د هغې شیره به یې له هغو وړینو ټوکرانو څخه ایستله چي پخپله به یې اوبدل او جوړول او بیا به یې له دغي شیرې سره یوه اندازه شیدې او شات ګډول. دا هم باید وویل سي چي څرنګه د سوما ګیاه د افغانستان په غرنیو علاقو کي او کوهستانونو کي شنه کیدله شات هم د دغو منطقو د لویو او مهمو محصولاتو څخه یو محصول وو... ۲
په دوه زره نهم میلادي کال کي د ختیځي سیمي د لیکوالو او ژورنالیسټانو خپلواکي ټولني د جلال اباد په ښار کي د فوکلوري څیړنو په باره کي یو ګټور سیمینار جوړ کړی وو. په هغه سیمینار کي مي د یوه ښاغلي سپین ږیري لیکوال پر یوه مضمون سترګي ولګیدې چي د پښتو لنډیو په باره کي یې لیکلی وو. دی د پښتو لنډیو د لرغون والي په اثبات کي د جونز انولډسن له قوله په یوې لنډۍ استناد کوي چي وایي:
سپوږمیه کړنګ وهه را خیژه یار مي د ګلو لوی کوي ګوتي ریبینه
“ دی( جونز) وایی دغه ټپه موږ ته د هغو نجونو په باره کي قصه کوي چي شپه مهال به د غرونو څوکو ته د ګلانو د ریبلو لپاره ختلې. دی وایی نن په پښتنو کي د داسي کوم دود ساری نشته، خو دې ته ورته د ویدي مذهب د شعایرو یو بنیادي دود د سوما په بوټي پوري اړه لري، چي د هغه له شیرې څخه به یو راز مستونکی څښاک جوړیده. د کال په یوه ټاکلي مهال به ځواني نجونه د شپې له مخي غرونو ته ختلې، چیري چي د سوما بوټي به زرغونیدل او هلته یې د نڅاوو له مراسمو سره یو ځای دغه مقدس ګلان ریبل، دی وایی په بر سوات کي یو غر د نجونو سر نومیږي، زه وایم ښایی تر دې نن پوري به هم د دغه غره د پاسه د سوما بوټي زرغونیږي...” ۳ فوکلور ص ص ۷۴-۷۵
د لیکوال مطلب، د ښاغلي جونز د تحلیل په تایید، دا دی چي دا پورتنۍ لنډۍ ګویا د ویدي سردونو له زمانې سره تړاو لري. البته په دې یوه خبره، چي، د سپوږمۍ په شپه کي، د ګلونو ریبلو ته اشاره سوې ده، د دې یوې لنډۍ د ویل کیدلو تاریخ د میلاد څخه مخکي، زیات وکم، دریو زرو کالو ته رسول یو څه د علمي او تاریخي تحقیق له اصولو څخه تیری دی. که د جونز خبره ومنو بیا نو پخپله په لنډۍ کي هم یو لوی عیب موجود دی او هغه دا چي که نجوني د ګلونو لو کوي نو بیا «یار» ولي خپلي ګوتي ریبي؟ په کار خو دا وه چي ښکلې، نجلۍ، لیلا... د ګلو لو کوي ګوتي ریبینه راغلي وای. ځکه چي په دغه صورت کي باید لنډۍ د نارینه له خوا ویل سوې وای. دغه راز د ګلونو لو چنداني معنی نه ورکوي. ګل څوک ریبي نه بلکه شکوي یې، پرې کوي یې او ګيډۍ ورڅخه جوړوي. ما په دغه لنډۍ کي د ګلونو پر ځای د لونګو لو اوریدلی دی او یو څه منطقي هم ښکاري.
که مي لو ګډ کی یاره تا به راولمه لو ګډ سو، ګډ سو د لونګو لو ګډ سو
او یا یوه اصطلاح ده چي وایی فلانی له خیاله د لونګو لو نه کوي.
په هر صورت خبره د سوما د ګیاه او د شنه کیدلو د ځای ده چي څوک یې د نجونو سر او څوک یې د اوسني افغانستان غرنۍ سیمي بولي. خو پخپله سوما هیچا نه دی لیدلی. که څه هم چي ښاغلی جونز وایی دی فکر کوي اوس به هم سوما په برسوات کي زرغونیږي.
سوما په ویدي سرودونوکي، د تقریبا ټولو یادو سویو نومونو په څیر، یو افسانوي نوم دی چي یوازي په ویدي سردونو کي، چي ویل کیږي د زرو څخه تر یو نیم زرو کلونو په موده کي بشپړ سوي دي، موجود دی او هیڅ ډول خارجي وجود نه لري. د ریګ ویدا د نهم کتاب ۱۱۴ سرودونه تقریبا ټول د سوما په ستاینه کي ویل سوي دي. خو کله چي موږ ریګویدا او نور ویدي سرودونه سره اړوو نو هلته ګورو چي سوما کله د ایندرا( د جنګ او قهرمانۍ رب النوع) د مستولو لپاره نذرانه کیږي او کله پخپله د یوه داسي غښتلي رب النوع په حیث ستایل کیږي چي ته به وایې د هندو مذهب تر ټولو لوی رب النوع دی.
د سوما په باره کي د هندومذهب او ویدي سردونو افسانې موږ ته په څرګنده وایی چي هغه دونه قوي اسماني موجود دی چي کله یاغي سوی دی نو، د هندوانو د ترټولو لوی خدای، برهما هم زور نه په رسیږي او له نورو ویدي ارباب انواعو سره یې سولي ته رابولي.
د فوکلور او افسانو په ډیکشنري کي د هندو آریایی د مقدسو متونو په استناد راغلي دي چي سوما په ویدي میتالوجي کي د سوما د شیرې او سپوږمۍ خدای دی. دغه راز د ستورو، سیارو او برهمنانو بادار هم دی. سوما د آتري زوی دی او د بحر په جوش او تلاطم کي پیدا سوی دی. د ډکشه یا ناکشتراس د اوه ویشتو یا دري دیرشو لوڼو سره یې واده وکړ، خو له روهیني څخه پرته یې نوري ټولي خوشي کړې. ډکشه هغه ته په قار سو او ښرا یې ورته وکړه چي د سل یا نري رنځ په ناروغي اخته سي. خو کله چي سوما کرار کرار کمزوری سو نو له ده سره ټول موجودات کمزوري سول تر څو چي ډکشه د خپلي ښرا و بیرته اخیستلو ته مجبور سو او صرف دونه یې وویل چي سپوږمۍ دي، چي سوما یې خدای وو، هره میاشت نرۍ کیږي. له سوما څخه د سپوږمۍ د نسل پاچاهان زیږیدلي دي. سوما یو ځل د بري هسپاتي په نوم یوه بل رب النوع میرمن ټارا وتښتوله او د هغه دغه کار د آریایانو د لویو او وړو خدایانو ترمنځ د یوه لوی جنګ د پیل کیدلو سبب سو. د ټارا څخه یې زوی پیدا سو چي هغه بودا یا عطارد وو، او له هغه څخه د سپوږمۍ نسل منځته راغی... آریایان په دې عقیده وه چي د سوما بوټی له لویه سره په جنت کي وو خو ګوربت مځکي ته راووړ... سوما د آریایانو په عقایدو او ویدي متونو کي د لویو خدایانو په کتار کي دریم مقام لري.( Standard Dictionary of Folklore P 1032)
سوما د ایران په افسانو او عقایدو کي د هوما شکل واخیست. هغه ته یې د ژوند د نبات نوم ورکړ او د قربانۍ په مراسمو کي به یې کار ورڅخه اخیست. له دې نبات څخه داسي نوشابه جوړیدله چي سړیو او خدایانو ته یې قدرت ورکاوه. هوما خدایانو ته ابدي زوند ور په برخه کاوه او خلکو ته یې د ژوند تحفې او خوښۍ راوړلې. ښځو ته یې ماشومان ورکول او نجونو ته یې میړونه پیدا کول. دغه نبات یا بوټي د ټپونو او ناروغیو د جوړولو قدرت د واهومنا څخه ترلاسه کړی دی، او چي د خدایانو په کتار کي ودرول سو نو د اهورامزدا زوی وګڼل سو. ویل کیږي چي د هوما بوټی د غرونو پر لوړو څوکو زرغونیږي او له هغه ځایه څخه د جنت مرغانو راوړی دی. ویل کیږي چي د هوما په بوټي کي د زردشت تخم پروت وو او کله چي د زردشت پلار، چي یو مذهبي مشر وو، د هغه شیره وچښله نو زردشت یې وزیږاوه.( ibid 478)
د سوما او هوما په باره کي د دغه راز افسانو شمیر ډیر زیات دی. خو دا افسانې موږ له موضوع څخه لیري کوي. موږ به یوازي یو څو ویدي سرودونو ته اشاره وکړو او دا به معلومه کړو چي دغه ډول یو افسانوي موجود، په ریشتیا هم، د غرونو په لمنو او سرونو کي پیدا کیدلای او ریبل کیدلای سي کنه. البته د هندو مذهب په کلاسیکو کتابونو کي سوماته زیات وکم درې سوه سردونه ویل سوي دي او په ویدي سرودونو کي یې څه باندي زرځله نوم یاد سوی دی. د ټولو او یا زیاتو سردونو ترجمه د یوه لنډ مضمون کارنه بلکه د یوه کتاب کار دی، ځکه نو په څو مثالونو بسیا کیږو.
د ساما ویدا د دریم کتاب د لومړي فصل په دوهم سرود کي سوما د ایندرا د چښلو لپاره تقدیمیږي او ایندرا ته بلنه ورکوله کیږي چي هغه مقدسه شیره وچښي.
“او ایندرا! دغه د سوما شیره یوازي ستا لپاره ده، او نوره شیره به هم لا راځي.
اې د شاهي شته منیو څښتنه مزې ورڅخه واخله.
اې ایندرا د نور څښتنه! د سوما شیره ایستله سوې ده او واښه پر مځکه خپاره کړه سويدي.
پر خپلو عبادت کونکو باندي مهربانه اوسه”.
د ساما ویدا د څلورم کتاب د لومړي فصل لومړی سرود بیا هم د ایندرا د عظمت او لویی په ستاینه کي دی او هغه ته د سوما د چښلو بلنه ورکوي:
“اې ایندرا! دغه د سوما شیره، چي له مستو سره مو ګډه کړې ده،ستا لپاره مو په فشار جوړه کړې ده.
د تالندي څښتنه پر خپلو آسونو باندي زموږ کورته راسه. د سوما دغه شیره وچښه تر څو چي خوشاله دي کړي.
ایندرا دغه سوما د خپلو ټولو صفتونو او ستاینو سره ستا د خوښۍ لپاره جوړ سوي دي.
دا خوشالونکې شیره وچښه، ته چي پر سندرو مین یې نو زموږ سندرو ته غوږ ونیسه او زموږ د سرودونو عوض راکه”.
د ریګویدا د دوهم کتاب پنځه لسم سرود ټول د ایندرا لپاره د سوما د قربانۍ یا نذر په باره کي دی او د ایندرا قوت د سوما د چښلو څخه بولي:
“اوس به نو زه د هغه غښتلي او رییښتوني قهرمان کارنامې درته بیان کړم.
هغه په لویو پیمانو کي سوما وچښل او بیا نو ایندرا په هغه مستي کي اژدها قتل کړ.
په فضا کي یې بې ستني اسمان ودراوه: هغه دواړي نړۍ او د هوا په منځ کي سیمه له نعمتونو ډکه کړه. ایندرا دغه کارونه د سوما د چښلو په مستي کي وکړه.
له خپله کوره څخه یې حکم چلاوه او هر څه یې اندازه کړل. د بریښنا په پړک یې د سیندونو چینې سورۍ کړې؛ او سیندونه یې په کراره پر خپلو لارو روان کړل، ایندرا دا کارونه د سوما د چښلو په مستۍ کي وکړل.
هغه زورور توپانونه یې، چي غرغړې یې وهلې، له بهیدلو څخه را وګرځول، او د هغوی چي لامبو زده نه وه بلي غاړي ته يې سالم ورسول. هغوی چي بلي غاړي ته واوښتل نو ښې او ښادۍ یې په برخه سوې. ایندرا دغه کارونه د سوما د چښلو په مستۍ کي وکړل....
ده ته هغه ځای معلوم وو چي د کورونو رټل سوي مزدوراني پکښي پټي وې. هغوی ته یې خپل ځان وښود او د هغوی په مخ کي ودریدی. شلان پر پښو جګ ودریدل او د ړندو یې لاس نیوی وکړ. ایندرا دغه کارونه د سوما د چښلو په مستي کي وکړل....
اوس نو اې ایندرا! خپله شته منه غوا راخوشي کړه، هغه چي ستا ثنا او صفت کوي هغه ته عوض ورکړه.
خپلو ستایونکو ته بدل ورکړه: موږ له نیکمرغۍ او بخت څخه مه بې برخي کوه. پریږده چي له خپلو زړه ورو پهلوانانو سره په غونډه کي په لوړ آواز وږغیږو”.
موږ ګورو چي سوما، زموږ د شاعرانه تخیل او عقیدې په خلاف، د عادي خلکو د مستولو او خوشالولو لپاره نه بلکه د آریایانو د ارباب الانواع، په تیره بیا د ایندرا، د خوشالولو او مستولو لپاره د قربانۍ په دود تقدیمیږي.
د ساما ویدا د دوهم کتاب د لومړي فصل په دریم سرود کي سوما ته د هغه مایع په حیث اشاره سوې ده چي د ایندرا او د هندوانو د نورو ارباب انواعو د چښلو لپاره دی.
“کله چي ایندرا مځکه وغوړوله او په اسمان کي د یوه تاج په څیر وځلیدی، نو دا قرباني وه چي هغه یې دونه ستر کړ.
اې ایندرا! که زه ستا پر ځای وای، او ستا په څیر مي پر ټوله مځکه او شته مني پاچهي کولای نو زما ټول عبادت کونکي به د ډیرو زیاتو غواوو څښتنان وای.
هغو کسانو چي سوما جوړوی! هغه ته د سوما شیره ورکړی چي هر څاڅکی یې د هغه زړه ور قهرمان د خوښۍ لپاره پیدا سوی دی.
اې واسو! دغه ده د سوما شیره. تر هغه وخته یې وچښه چي ښه ورباندي خړوب سې. اې زړه ور او له ویري لیري خدایه! موږ دا شیره تا ته راوړې ده”.
دا البته هغه سرودونه دي چي آریایانو، زرونه کلونه مخکي، د خپلو ارباب الانواع د خوښولو او هغوی ته د سوما د نذرانې د تقدیمولو لپاره ویلي دي. مګر کله چي سوما د اریایانو د نورو خدایانو په کتارکي درول کیږي هلته د سوما مفهوم له سره تغیر کوي او بیخي بل شی ورڅخه جوړیږي.
د ریګویدا د نهم کتاب ۱۱۴ سرودونه تقریبا ټول د سوما په ستاینه کي ویل سوي دي او سړی یې بیخي د سوما د سردونو کتاب بللای سي. خو په هغه کتاب کي هم سوما مذهبي افسانوي شکل لري. نه یوازي زیاتره د ایندرا د چښلو لپاره جوړیږي بلکه سوما ځانته یو جلا قدرت لري او د اسماني قوې په څير مرسته ورڅخه غوښتله کیږي.
د نهم کتاب په څلورم سرود کي موږ لولو:
“اې سوما پر خپله لاره باندي وبهیږه موږ ته بری راوړه او لوی شهرت را په برخه کړه، او تر دغه اوسني حال مو بهتر کړه.
موږ ته نور را وګټه، موږ ته اسماني نور را وګټه او سوما ټولي بریاوي را په برخه کړه او موږ تر دغه اوسني حال بهتر کړه.
موږ ته د جنګ مهارت او قوت او د عقل قدرت را وګټه. اې سوما زموږ دښمنان پسي واخله. او موږ تر دغه اوسني حال بهتر کړه.
اې هغو کسانو چي شیره جوړوی د سوما شیره د ایندرا د چښلو لپاره جوړه کړی. سوما موږ تر دغه اوسني حال بهتر کړه.
موږ ته ستا د عقل د قوت په مرسته په لمر کي برخه راکړه او موږ تر دغه اوسني حال بهتر کړه.
په وسلو سمباله سوما موږ ته د شته منیو ویاله روانه کړه، لا یې دوه چنده راته ستره کړه. او موږ تر دغه اوسني حال بهتر کړه”.
د ریګویدا په دوهم کتاب کي څلویښتم سرود سوما او یوه بل رب النوع پوسان ته ویل سوی دی او په هغه کي هم سوما ته د رب النوع خطاب سوی دی:
“سوما او پوسان چي شته منۍ مو زیږولي دي، مځکي او لوړ اسمان مو پیدا کړی دی.
تاسي دواړه خدایان چي د ټولي نړی ساتونکي یاست، د ژوند مرکز مو دایمي کړی دی.
ټول خدایان د دې دوو خدایانو په زیږیدلو خوشاله سول، دوی هغه تیاره چي موږ کرکه ورڅخه لرو له منځه یوړه”.
د ریګویدا د لومړي کتاب په یونیوي یم سرود کي موږ ګورو چي سوماته د یوه اسماني لارښود په سترګه کتل کیږي او مرسته ورڅخه غوښتله کیږي.
“ اې سوما ته په عقل ممتاز یې؛ ته په ترټولو مستقیمو لارو کي زموږ لار ښود یې.
ستا په لار ښودنه، زموږ هوښیارو نیکونو د خدایانو له خزانو څخه خپلي برخي جلا کړې.
اې سوما ته په خپل بصیرت سره تر ټولو هوښیار یې؛ په مټ غښتلی یې او د هر څه مالک یې.
د خپل قوت او ستروالي په زور غښتلی یې؛ او د خپل عظمت په برکت د انسانانو لارښود یې.
د وارونا پاچا دایمي قوانین له تا دي؛ او سوما ستا عظمت ډیر عمیق او ځانګړی دی.
اې سوما! ته د محبوب میترا او د ستایني وړ آریامن په څير خالص او روښانه یې. ستا عظمت پر مځکه، اسمان، غرونو، نباتاتو او اوبو کي څرګند دی.
اې سوما پاچا! نو په غضب سره نه بلکه په خوښۍ سره زموږ نذرانه قبوله کړه.
اې سوما ته داسي پاچا یې چي د ټولو قهرمانانو خدای یې. ته د وریترا قاتل یې ته یو مبارک قوت یې.
اې سوما ته د نباتاتو د ستاینې وړ څښتن یې. ستا په غوښتنه موږ ته ژوند را وبخښه او له مرګه مو وژغوره.
هغو زړو او ځوانانو ته چي د قانون ساتنه کوي، ته خوښی ور بخښې او د ژوندي پاته کیدلو لپاره انرژي او قوت ورکوې.
اې سوما پاچا! له هغو څخه چي موږ تهدیدوي، له ټولو خواوو ساتنه وکړه. ستا په شان یوه موجود دوستان مه پریږده چي څوک یې زیانمن کړي.
اې سوما زموږ قرباني او ستاینه منظوره کړه؛ زموږ د سمسورولو او ابادولو لپاره راسه موږ ته نیژدې و اوسیږه.
غني کونکې، د ناروغیو جوړونکې، د شته منیو پیداکونکې، زموږ ذخیرې سمسوري او زیاتي کړه، اې سوما زموږ یو ښه دوست او ملګری اوسه”.
د ریګویدا د لومړي کتاب په دري نیوي یم سرود کي آګني او سوما یو ځای سره یادیږي او سوماته د آګني مقام ورکول سوی دی.
“ اې آګني او سوما، غښتلي جوړې، په بخښني سره زما غوښتني ته غوږ ونیسی.
زما سرود په دوستانه هوښ سره ومنی، او هغه څوک نیکمرغه کړی چي تاسي ته سوغاتونه دروړي.
آګني او سوما! هغه چاته چي هره ورځ ستاسي ستاینه او قدر کوی، د قهرمانۍ قوت ورکړی، غواوي یې زیاتي کړې او اصیل آسونه ورکړی.
آګني او سوما! هغه څوک چي تاسي ته مقدس تیل راوړي او ستاسي د پاره یې د نذرانې په دود تقدیموي، باید چي په ټول ژوند کي د ښو اولادونو په لرلو سره ښه غښتلی وي.
آګني او سوما تاسي په ګډه همکاري په آسمان کي ځلانده انوار پیدا کړي او درولي دي.
آګني او سوما تاسي هغه سیندونه آزاد او بهاند کړل چي د نفرین په ځنځیرونو تړل سوي وه.
آګني او سوما موږ د مقدسو دعاګانو په وسیله غښتلي کړي یو او زموږ د قربانیو لپاره یې پراخه سیمه را په برخه کړې ده.
آګني او سوما! اې د قوت څښتنانو! دا زموږ له خوا برابره سوې قرباني وڅکۍ، منظوره یې کړی او ګوندي وي چي تاسي خوشاله کړي.
آګني او سوما! هغه څوک چي خدای ته د اخلاصه په ډک زړه تاسي ته تیل راوړي او قرباني درته کوي د هغه قرباني منظوره کړی، هغه له غم او ناهیلۍ څخه وساتی او قرباني کونکي ته سعادت او نیکمرغي ور په برخه کړی.
اې آګني او سوما! تاسي چي په شته مني کي سره شریک یاست، او دواړو ته پر یوه ځای خواستونه کیږي، د نورو خدایانو په کتار کي یو ځای یادیږی، زموږ قرباني منظوره کړی.
اې اګني او سوما! هغوی ته چي په مقدسو تیلو ستاسي پرستش کوي، ښه مکافات ورکړی.
اې آګني او سوما دغه نذرانې چي مو تاسي ته راوړي دي په خوښی منظوري کړی او دواړه موږ ته را نیژدې سی.
آګني او سوما زموږ آسونه ښه وروزی، زموږ غواوي چاغي کړی چي تاسي ته ښې نذارنې برابري کړي.
موږ او زموږ شته منو ساتونکو ته قوت ورکړی او زموږ مقدس مراسم بر یالي کړی”.
د ریګویدا په شپږم کتاب کي په اویایم سرود کي سوما د هندو مذهب د ډیر لوی خدای ایندرا سره یو ځای یادیږي او د مځکو او اسمانونو پیدایښت له هغوی څخه بولي:
“ایندرا او سوما ستاسي قوت ستر دی. لومړنۍ لویي کارنامې په تاسي اړه لري.
تاسي لمر پیدا کړ، د اسمان نور مو پیدا کړ: تاسي تیاره ووژله او چا چي خدایانو ته سپکاوی کاوه هغوی مو ووژل.
تاسي ایندرا او سوما سهار ته نور ورکړ، او لمر مو، د هغه له ټول شوکت سره، په اسمان کي رهبري کړ.
تاسي اسمان پر ستني ودراوه، او لاندي مو مځکه، چي د ټولو شیانو مور ده، وغوړوله.
ایندرا او سوما! تاسي د وریترا ښامار، چي د اوبو مخه یې بنده کړې وه، وواژه. اسمان ته ستاسي دا کارنامه منظوره ده.
تاسي د سیندونو اوبو ته حرکت ورکړ او ډیر سیندونه مو له اوبو ډک کړل.
ایندرا او سوما تاسي زموږ اولادونو ته شته مني، شهرت او بریاوي په برخه کړي دي.
تاسي غښتلیو موجوداتو زموږ نارینو ته د مړاني هغه قدرت ورکړی دی چي د هغه په زور جنګونه ګټي”.
د اتروا ویدا د سرودونو د دریم کتاب په لسم سرود کي په څرګند ډول سوما او ایندرا د یوې مور زامن بلل کیږي او ورته وایی
“ اې د ایندرا او سوما موري ! ته چی د «پراجاپاتي» لور یې زموږ زړونه خوشاله کړه، زموږ هیلي را پوره کړه او زموږ قربانۍ په خوښۍ سره منظوري کړه”
په دې سرود کي نه یوازي، د نورو ویدي سرودونو په خلاف، سوما د ایندرا د چښلو لپاره نه بلکه د ایندرا ورور بلل سوی دی.
د همدغه کتاب په شلم سرود کي سوما بیا هم د هندو مذهب د نورو خدایانو په څیر مرستي ته را بلل کیږي او وایی چي موږ سوما پاچا خپلي مرستي ته رابولو او «آګني» ته سندري او سرودونه وایو.
د اتر واویدا د پنځم کتاب په دریم سرود کي، چي «آګني»« ایندرا» او د هندوانو نورو خدایانو ته پر دښمنانو باندي د بري او نیکمرغیو د لاسته راوړلو دپاره ویل سوی دی بیا هم سوما د هندو مذهب د نورو معتبرو خدایانو ترڅنګ یادیږي او ننګول کیږي او ورته وایی چي اې سوماپاچا! مه پریږده چي زموږ اولادونه میدانونه بایلي او موږ ووژل سو، مه پریږده چي زموږ دښمنان ګټه وکړي.
د اتر وا ویدا د شپږم کتاب په شپږم سرود کي چي، له دښمنانو او شریرو کسانو څخه د ژغورلو په منظور، د «برهماناسپاتي» په نوم یوه دعا ده، هم له سوما څخه د یوه ساتونکي په حیث مرسته غوښتله کیږي او وایی :
“ اې برهماناسپاتي! هغه بې خدایه څوک چي زموږ پر ضد دسیسې کوي، ماته، چي تا ته شیره نذرانه کوم، د ښکار په څیر په لاس راکړه.
اې سوما! هغه شریر انسان چي زموږ په څیر د ښو افکارو او نیتونو د څښتنانو سره دښمني کوي، په خپله قمچینه پر مخ ووهه او ټوټې ټوټې یې کړه.
اې سوما هغه کسان چي موږ ته ازار راکوي، که بیګانه دي که خپلوان دي، له زوره وغورځوه او ته چي د ډایوس په څیر غښتلی یې هغوی قتل کړه”
د اتر واویدا د لسم کتاب په لسم سرود کي، چي د مقدسي او آسماني غوا په ستایلو کي ویل سوی دی، او د اتر وا ویدا یو له تر ټولو اوږدو سردونو څخه دی، سوما ته د شیرې په توګه اشاره سوې ده خو بیا هم ګورو چي هغه یوه عادي شیره نه بلکه یوه اسماني شیره ده. په سرود کي وایی...
“زه د قربانیو سرغنه پیژنم او سوما په هغې کي دننه ځلیږي.
موږ هغه غوا په دعا سره را بولو چي یو زر سیندونه یې روان کړي دي.
هغه چي د اسمان، مځکي او دغو اوبو ساتنه کوي.
د هغې پر شا باندي سل ساتونکي سپاره دي، سل فلزي کاسې ورسره دي او سل لوشونکي دي.
هغه خدایان چي په هغې کي یې جلا جلا خپلي ساه وي پو کړي دي هغه غوا پیژني.
د هغي پښه قرباني ده، د هغې شیدې نذرانه ده، د هغې ساه «سوادا» ده، او «ماهي لوکا» د هغې قوت دی.
«آګني» ستا په وجود ننوتلی دی. اې غوا سوما ستا په وجود ننوتلی دی...
هغي اسماني او د جنت اوسیدونکي غوا ته سوما په دریو کاسو کي ورسیدل. هلته چي مقدس «اتروان» د سروزرو پر مقدسو وښو باندي ناست وو.
دلته له هغي څلور بولي مقدسي غوا سره له سوما سره راسه..."
په دې توګه موږ ګورو چي د سوما د بوټي پیدا کول، او د غرونو په لمنو کي د نجونو په وسیله د هغه د ګلونو ټولول ډیر ساده کار نه دی. موږ به هغه غوا چیري پیدا کوو چي سل تنه یې له سلوفلزي کاسو سره پر شا سپاره دي او یو زر سیندونه یې روان کړي دي. دغسي چي د ایندرا او آګني وجود افسانوي شکل لري. دغسي چي په ویدي سرودونو کي ټول قهرمانان او تقریبا ټول جغرافیایی نومونه افسانوي او خیالي رنګونه لري او یوازي په ویدي سردونو کي په سترګه کیږي، دغسي د سوما وجود هم یو افسانوي مفهوم دی؛ هغه هم یوازي په ویدي سردونو کي موجود دی او که زردشتي ادبیاتو ته د هوما په نوم ورغلی دی نو هم یوازي په اویستا کي موجود دی او خارجي وجود یې نه پخوا درلود او نه اوس د مځکي پر مخ پیدا کیدلای سي.
هوم په اوستا کي هیومه او په سنسیکریټ کي سیومه بلل کیږي. دا د هغه مقدسي ګیاه نوم دی چي په خاصو مراسمو کي د هغه شیره ایستله کیده د شیدو او شربتو سره ګډیده او هغي شیرې ته به یې پراهوم وایه. په دیني مراسمو کي به هر چا د هغي شیرې څخه یو غړپ کاوه او د دغو مراسمو په ترڅ کي به سرودونه ویل کیدل او د اهورامزدا ستاینه به کیدله، او په دغه ترڅ کي به خوشبویه بوټي هم سوځول کیدل. ( اویستا ص ۲۴۳)
هیومه او سیومه د آریایانو د پخوانیو عقایدو او هندو ایرانیانو د عقایدو په اساس هم خدای وو او هم یوه مقدسه او شفابخښونکې ګیاه وه، چي د خاصو مراسمو په ترڅ کي یې شیره ایستله کیدله د شیدو عسلو او غوړیو سره ګډیدله او هر سړي د تبرک په ډول یو غړپ ورڅخه کاوه. مګر زردشت هغه ته په منفي نظر ګوري او د اعتراض په توګه وایی چي جادوګران او ټګان خلکو ته وایی چي د خدایانو د خوشالولو لپاره دغه شیره وچښي او حیوانان قرباني کړي. ( هغه کتاب ص ۲۴۶)
دغه راز موږ د اویستا په ځینو سردونو کي ګورو چي هوم د مهر، اناهیتا، بهرام ، آذر او نورو خدایانو سره یو ځای یاد سوی دی. ( هغه کتاب ص ۳۲۲)
ګواکي موږ ګورو چي هم د هندي آریایانو او هم د ایران په پخواني تمدن او مذهبي روایاتو او افسانو کي سوما او هوما هم د یوې افسانوي شیرې او هم د یوه رب النوع حیثیت لري. او لکه څرنګه چي موږ مخکي اشاره ورته وکړه په ویدي سرودونو کي یې دوهم یعني د رب النوع رول زیات غښتلی دی.
زه خو په دې عقیده یم چي د همای افسانوي مرغه، چي ځینی افسانې وایی په لوګي او ځیني وایی په هډوکو پایی ، اسمان ته نیژدې ژوند کوي؛ په هوا کي هګۍ اچوي او مځکي ته له را رسیدلو څخه مخکي د همای چیچی ورڅخه راوزي، وزرونه کوي او اسمان ته پورته کیږي. ځکه ویل کیږي چي د مځکي او لومړي اسمان ترمنځ، چي همای هغه ته نیژدې الوتنه کوي، پنځه سوه کاله فاصله ده؛ او که د همای سیوری د چا پر سر ولویږي نو حتما نیکمرغه او حتي پاچا کیږي، به همدغه هوم یا هوما وي چي په وروسته کي افسانو ته لویدلی او خپل شکل او ماموریت یې بدل کړی دی. شیخ فریدالدین عطار په منطق االطیر نومي کتاب کي د مرغانو په هغه جرګه کي چي د هُد هُد ( ملا چرګک) په مشرۍ جوړه سوې ده د همای په باب وایی:
پیش جمع آمد همای سایه بخش خسروان را ظل او سرمایه بخش
زان همای بس همایون آمد اوی کز همه در همت افزون آمد اوی
ګفت ای پرندګان بحر و بر من نیم مرغي چو مرغان دګر
پادشاهان سایه پرورد من اند بس ګدای طبع نی مرد من اند
آنکه شه خیزد ز ظل پر او چون تواند پیچد سر از فر او
جمله را در پر او باید نشست تا ز ظلش ذره ای آید به دست
زموږ د ځینوڅیړونکو لویه ستونزه اوغلطي په دې کي ده چي د اساطیرو او افسانو، چي اساس یې پر وهم او تصوراتو ولاړ دی ، او لیکلي تاریخ ترمنځ پوله ورڅخه ګډه سوې ده. افسانې معمولا علمي او تاریخي اساس نه لري. بلکه د یوې ټاکلي کلتوري حوزې نسبتا هوښیارو کسانو د طبیعت، حوادثو، چاپیریال او له تالندي او بریښنا څخه نیولې تر لمر اوسپوږمۍ پوري د هر څه لپاره د خپل تصور سره سم جوابونه پیدا کړي او رنګیني کیسې یې تراشلي وي . راتلونکو نسلونو د پیړیو په اوږدو کي په هغو معلوماتو کي تغیرات راوستلي او نوري کیسې یې ورباندي زیاتي کړي وي. په دغه راز جوړو سویو افسانو کي د ریښتوني تاریخ او تاریخي پیښو څرک لګول غیر ممکن ته نیژدې کار وي. موږ که د خپل لرغوني اولسي ادب په څرک ایستلو پسي روان سوي یو نو د افسانو په خیالي دښتونو کي به خپلي پښې نه تڼاکي کوو، بلکه علمي او عصري لاري به ورته لټوو.
د سپوږمیه کړنګ وهه را خیژه یار مي د ګلو لو کوي ګوتي ریبینه
یوې لنډۍ په اساس، او هغه هم د یوه خارجي څیړونکي د اټکل له مخي، چي هغه پخپله هم چنداني پاخه منطق نه لري، د خپل فوکلور د پنځه زره کلن تاریخ څرک لګول ډیر ګران کار دی. که موږ د یوه قام د پنځه زره کلن تاریخ په باب څیړنه کوو او یا د پنځه زره کلن تمدن او یا اولسي ادب درلودلو ادعا کوو نو د دې کار لپاره په سل ګونو پاڼو، مجسمو، کتیبو او سندرو ته اړتیا لرو. هلته به مو نو هم خبري او لیکني مستندي وي او هم به مو خپل ځوانان او راتلونکي څیړونکي ګمراه کړي نه وي.
مأخذونه
۱: د افغانستان پخوانی تاریخ، لومړی جلد، احمد علي کهزاد. د تاریخ د انجمن له خپرونو څخه ۱۳۳۴ هجري شمسي ص ص ۹۶-۹۷
۲: هغه کتاب ص ۱۸۸
۳: فوکلور، د سیمینار د مقالو ټولګه، د لال پاچا آزمون په زیار. ۲۰۱۰ میلادي
The Rig-Veda: Translated by Ralph Griffith 1896۴:
The Sama-Veda: Translated by Ralph Griffith 1895 ۵ :
The Atharva-Veda: Translated by Ralph Griffith 1897 ۶:
۷: اوستا، ترجمه و پژوهش هاشم رضی. چاپ چهارم ۱۳۸۲
۸ منطق الطیر: شیخ فریدالدین عطار
Funk & Wagnalls Standard Dictionary of Folklore, Mythology, and Legend , Harper Sanfrancisco .