مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان ولس خپل سرنوشت په خپله ټاکي

استاد فضل الله رشتین

 د دوهم پړاو ټاکنې د دوو مخکښو کاندیدانو تر مینځ صورت نیسي ، د ټاکنو څخه د مخه چې کوم پاتي کاندیدان د مخکښو کاندیدانو سره یوځای کیږي او معاملې کوي ، دا معاملې کیدای شي مخکښو کاندیدانو ته یا ګټه ورسوي او یا هم تاوان . په دوهم پړاو کې چې د ټاکنو مسابقه د دوو ټیمونو ترمنځ ده نو په دې کې به اساسي رول پخپله رای ورکوونکي لوبوي . هغه غیر بریالي کاندیدان چې له مخکښو کاندیدانو سره یوځای شوي ، هغوي کیدای شي ددې لپاره یو ځای شوي وي چې په راتلوونکي حکومت کې ورته څوګۍ ورسیږي ، او دا هم امکان لري چې ځینو به یې د یو ملي فکر په نتیجه کې ځانونه یوځای کړي وي. دا به ډیره بهتره وې که چیرې په انتخاباتو کې له لومړي سر څخه دوه کاندیدان موجود وې ، که داسې شوې وې نو اوس به نتیجه معلومه شوې وې او ټاکنې به دوهم پړاو ته تللې نه وې . اوس خو خبره کولمه شوې ده او معلومه نه ده چې د دوهم پړاو د ټاکنو نتیجه به څه وخت اعلامیږي او نوي ولسمشر به څه وخت د ولسمشرۍ په تخت کیني .
په هر حال په دوهم پړاو کې به فیصله د ولس په لاس کې وي ، خو په دې شرط چې ټاکنې په شقاف ډول سرته ورسیږي ، دواړه خواوې باید ځانونه بریالیتوب او شکست ته چمتو کړي ، له دواړو ټیمونو څخه به یو ټیم بریالی کیږي او دا طبیعی خبره ده . اصلی خبره د خلکو رایو ته درناوی دی ، دواړه ټیمونه باید د خلکو رایو ته احترام قایل شي ، دا په هیواد کې د بحران د ختمید او د دیموکراسۍ د کامیابۍ لار ده ، خو که چیرې یو ټیم بریالی شي او بل ټیم دا بریالیتوب ونه مني نو په دې حالت کې سیاسی بحران منځ ته راځي . د افغانستان خلک د خپلو رایو په ورکولو غواړي چې هیواد له بحران څخه بهر کړي ، او دا ډیره موزونه او ښه خبره ده چې زمونږ خلک دې ښکلي هدف ته ورسیږي.
په هیواد کې د هیوادوالو ترمنځ هیڅ فرق نشته . ټول میشت قومونه سره وروڼه دي ، د بدخشان المناکې حادثې ثابته کړه چې د افغان ملت یو ملت دی ، پښتون ، تاجک .، ازبک ، هزاره ټول افغانان دي ، د بدخشان له مصیبت ځپلو سره ټولو افغانانو خواخوږي ښکاره کړه ، له ننګرهار نه نیولې ، تر کندهار ، پکتیا . لوګر ، کنړ ، لغمان ، هرات ، هلمند ، فراه ، له شرق څخه تر غرب پورې او له حنوب څخه تر شمال پورې ټول په یو زړه او یو آواز سره ځانونه د بدخشان په قاجعه کې شریک وګڼل . له دې نه مخکې د افغان ملت خپل ملي وحدت د هیواد د کرګټ او فوټبال د ملي ټیمونو سره ددې ټیمو نو د بریالیتوبونو په نتیجه کې ښودلې دی . یقین دی چې دا میړنی ولس به په انتخاباتو کې خپل سرنوشت پخپله ټاکي او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د دوي په منځ کې ملي وحدت زخمي شي . د افغان ولس بیدار شوی دی او د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره په پوره عزم او اراده په میدان کې ولاړ دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery