دخپریدو نیټه : 2014-05-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ولس بدلون غواړي!
په هېواد کې لومړي ځل لپاره يو منتخب ولسمشر بل ولسمشر ته چې د خلکو په پاکو رايو به ټاکل کېږي څوکۍ پرېږدي او په تاريخ کې به نوی باب پرانيزي، د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې هغه کسان چې ځان په ولسمشرۍ ټاکنو کې کاندیدول غواړي باید د افغانستان تابعیت ولري او مور او پلار یې هم افغانان وي.
دغه راز په کار ده چې نوماند ۴۰ کلنۍ ته رسېدلی وي، په جرم نه وي محکوم او له شلو ولایتونو د ۱۰۰۰۰۰ تنو ملاتړ له ځان سره ولري، د ټاکنو د قانون د حکم له مخې نوماید باید یو میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه کمیسون ته وسپاري او که دولتي کارکوونکي وي باید استعفا ورکړي، دغه راز نوماند بايد په قانون کې ذکر شوي شرطونه پوره کړي.
کله چې په هېواد کې د ولسمشرۍ نوماندانو نوم ليکنه شروع شوه، په يوه اونۍ کې شاوخواء ۲۹تنو معلوماتي بستې ترلاسه کړې، او د انتخاباتو تر ورځې يوازې ۹ تنه پاتې شول، ټولو هغه افغانانو چې د رايې ورکونې کارتونه يې له ځان سره لرل رايې يې ورکړې.
دا ملي پروسه د روان کال د حمل مياشتې په ۱۶مه نېټه په ټول هېواد کې ترسره شوه، هېوادوالو پکې ګډون وکړ او د خوښې نوماند ته يې رايه ورکړه، ولې له دې تر مخه چې ټاکنې تر سره شي، د ټولو نوماندانو شمېره ۱۱ وه، د ولسمشر ورور قيوم کرزی د حکومت کانديد ډاکټرزلمي رسول ته تېر شو او د دفاع چارو پخوانی وزيرعبدالرحيم وردګ بيا په خپله خوښه ټاکنو کې د ګډون څخه ډډه وکړه او په څنک کښيناست، ځکه چې ټولو سره دا ويره وه، چې د حکومت کانديد زلمی رسول ګټوونکی دی، ۳۷ مشاوير وزیران، د پارلمان ۴۰سلنه غړي، د چارو د ادارې او د وزیرانو شوراء د دارالانشاء رئیس، يو شمېر وزیران، واليان، او حکومتي کارکوونکي په ښکاره د زلمي رسول تر څنګ ولاړ و، او خلک يې دې ته هڅول تر څو زلمي رسول ته کار وکړي، همدوئ په ولاياتو کې مشرانو ته زنګونه وهلي و، چې پدې خاطر تاسو او ستاسو په ساحه کې زلمي رسول ته رايه ورکړئ، چې ګټونکی هم دا دی، د راتلونکي حمايت لپاره همده سره يو ځای شئ او په هر قسم چې وي بريالی يې کړئ، ترڅو تاسو هم په راتلونکي کې ډاډ تر لاسه کړئ، چې ستاسو اواز هم اورېدل کېدای شي.
يو شمېر مسوولينو له لوري خو د ډاکټر زلمي رسول په ګټه صندقونه هم ډک شول او هغه وخت چې انتخاباتي مبارزې روانې وې په زوره خلک د زلمي رسول غونډو کې د ګډون لپاره غوښتل کېدل، د حکومت او حکومتي چارواکو له لوري د زلمي رسول بشپړ حمايت نه يوازې ولس په تشويش کې اچولی و، بلکه څو نوماندانو هم دا پتيلېوه، چې ګټونکی یوازې او يوازې رسول دی او زموږ هڅې بېځايه دي، د رسول ټيم کوښښ کړی و، چې مخکښ نوماندان هر يو ډاکټرعبدالله عبدالله او ډاکټراشرف غني احمدزی په مختلفو بهانو او نومونو تورن کړي، پر ډاکټراشرف غني احمدزي يې دا تور پوری کړی و چې نوموړی انتخاباتي مبارزو پر وخت دولتي امکانات استعمالوي، انتخاباتو کميسيون ته د چارو د ادارې او وزیرانو شوراء د دارلانشاء رئيس په امضاء دا مکتوب استول شوی و، چې ډاکټرغني دولتي امکانات استعمالوي، د چارو د ادارې رئيس صادق مدبر د زلمی رسول پلوی و او تل يې د هغه د برياليتوب کوښښ کړی و.
پروسه په ۱۶ د حمل ۱۳۹۳نېته په بشپړ ډول په ښه شکل پای ته ورسېده، ۶۶۱۷۶۶۶ معتبرې رايې واچول شوې، چې ۶۴سلنه يې نارينه او ۳۴سلنه يې ښځينه ګډونوال جوړه وله، خو د حکومت نوماند داکترزلمي رسول يوازې او يوازې ۷۵۹۵۴۰ رايې چې ۱۱،۵سلنه جوړوې ترلاسه کړې، او هغه خوب چې دې درلود له ځان سره يې وساتلو، ځکه ولس پوهه شوی ولس بدلون غواړي، ولس د اوسني حالت څخه په تنګ شوی، ولس ويښ شوی ولس تحول غواړي د ولس هيله تداوم دی او انشاءالله پدې برخه کې به افغان ولس بریالی وي.
محب ارمان