مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

طالبان او راتلونکی

لیکوال:ع ژوندی
کله چي طالبانو پرافغانستان واک درلود اوحکومت یی کاوه ،افغانستان په یوه جنګي حالت کي و. سره له دي چي طالبانو دهیواد پرډيره خاوره حاکم وه ،خوپروړاندي ځیني ستونزي هم وي .لکه کورنۍ جکړه او دنړیوالو نه پاملرنه .نړیوالو غوښتل چي داسي ډله بیرته قدرت ته ورسوي چي ددوی ګتي خوندي کړي اګرچي، کله چي دلته روسان راغله اوددوی دخوښي خلک پرقدرت شول امریکایانو دافغانانو سره ډيري مرستي وکړي. چي هغه هم دخپل موخي لپاره وي. خو ستونزه دلته وه چي ولي امریکایانو او یوتعداد نورو هیوادونو وغوښتل چي نورباید طالبان نه اوسي؟ ځکه دوی خو دوخت دمجاهدینو سره هم مرسته کړي وه ولي دوی ته وفا ونکړه ؟ددي څخه دامالومیږي چي کفري نړی هیڅ وخت دمسلمانانو سره خواخوږي نکوي، بلکه دخپل هدف لپاره هرډول مرسته کوي .کله چي خپل هدف ته ورسیږي یا دستونزو سره مخ شي نو بیا لاره بدله کړي. په دي خاطر چي طالبانو ددوی امرونوته لبیک نه وایه نوهغه وچي دیوي بهاني په ترځ کي چي ګویا دلته القاعده اونوري تروریستي ډلي شتون لري دشمالي ټلوالي په ملاتړیی دطالبانو دوره ختمه کړه.درحال چي دوی ته واضح مالومه وه چي القاعده څوک؟ چاپیداکړه اوچیري یی ځالي وي اوچیري دي ؟ کله چي دحامد کرزي دوره پیل شوه تر۱۳۸۴کال پوري په هیواد کي هیڅ ډول ستونزه نه وه.داچي ولي طالبان بیرته پیداشوه علت څه و؟علت داوه چي دوی نه غوښتل ارامي دلته راشي نو لومړی یی وسلي ټولي نکړي، دوهم یی زاړه خلک دواکه وغورځول ،دریم یی بنیادي کارونه پیل نکړل، څلرم یی ځوروني پیل کړي،اوپنځم داسی کار ته ملاوتړل چي هرڅه باید له سره ترسره شي .چي داکارنبایدشوی وای زموږ ډيرڅه وه چي هغه ته مو ادامه ورکړي اما دوی روسي پلوه خلک اوروسي پلوه وسلي اوتخنیک ټوله له کاره وغورځوي. بل یی دطالب په نوم هرځای خلک بندیان کړل او هرځای یی ځوروني پیل کړي. له بل اړخه یی یوتعداد محدود کسانوته مالي سرچیني په خدمت کي ورکړي چي یوازي هغوی کم تعدادکسانو ته ښه سهولت برابر شو. دلته چي خلک هم دفساد اوځانځانۍ څخه ورځ تربلي په تنګ راتله نو یوځل بیا طالبانوظهور پیداکړو. هغه په دي مانا چي په ځیني ممالکوکي یی بیرته خپل ملګري سره راټول او دلته هم دلیري پرتو اومحرومو سیمو داوسیدونکو له خوا ورته هرکلی وشو. نوهغه وچي ورور ورو چیرکي جګړه پیدا شوه آن تردي چي دغربي زبرځواک په وړاندي هم جنګ خپل اوج اوخپل پرمختګ ته ورسیدي .په جنګ کي نوي شیان نوي کړني نوی تکتیک اوداسي طرحي اوپلانونه په کار واچول شول چي داغزن تارونو ترمنځ هم هیڅ یوه تم ځای خوندیتوب نه احساسه وه همداسي چاري اوس هم رواني دي هره ورځ په نوي بڼه حملي کیږي. جنګ په نوي بڼه اوپه عصري ډول په هیواد کي ځای ونیوي او دغه لړۍ تردم ګړیه افغان امنیتی ځواکونو ته طالبانوته اوخارجي ځواکونه ته ډيره مرګ ژوبله واړوله همدا ډول ګن شمیر ملکي کسان هم شهیدان اوژوبل شول.ځیني دخپلو سیموڅخه یوځای بل ځای کډه شوه.داچي اوس څه کیږي دابه زمان ووایی.خودغرب په ملاتړدوي دوري ټاکني ترسره شوي دملی فوځ لپاره تریوه بریده کاروشو.افغانان دیوه سم خوځښت په لور روان شول. سره له ډيرو بدمرغیو اوبدبختیو افغانانو هرڅه وزغمل چي یوه روځ نه یوه ورځ به داتوره شپه رڼاشي خوداسي ونشوه.دریم ځل ولسمشریزي ټاکني وشوي خولکه داسي چي دخلکو توقع وه هم کار ونشو .خلک ډيرمایوسه شوه چي ولي ددي ولس سره داسی کیږي. نودلته طالبانو ته دکار کولو زمینه لاډيره مساعده شوه چي اوس مهال دهیوادپه ډيري ولایتونوکي لیري اونږدي ساحوکي هم واک لري هم یی خلک ملاتړکوي. داچي څه کیږي بیاهم زموږ سرنوشت دبهرنیانو په لاس کي ښکاري چي زموږ سره څه کول غواړي. اوس داسي مالومیږي امریکا دماتي سره مخ ده کله یوه بهانه اوکله بله بهانه کوي. په لومړي سرکښي څه اړیتاوه چي دطالبانو واک یی ړنګ ګړو؟ همدا افغانان وه دوی سره جوړیدل که دبهرنیانو لاس وهنه نه وای اوس به مو هیواد دجنګو څخه خلاص و.دایوه اسلامی ټولنه ده اسلامي قانون ته اړتیا لري خلک هم اسلامي قانون ته غاړه پریږدي. اوکارونه به هم پیل شوي وای. داچي اوس دخارجیانو څخه لاره ورکه ده نو غواړي دخپل تللو لپاره داسی لاره هواره کړي چي هم ووزي هم افغانان یوځل بیا په خپل منځ کي داسی سره واچوي چي ددوی امر ته هرافغان لبیک ووایی چي افغانان هیڅ وخت داکارنکوي.یوازنۍ دنجات لاره دافغانانو یوموټي کیدل او ددوست دښمن پيژندل دي افغانان پرمختګ غواړي خوداسي پرمختګ نه غواړي چي هره ورځ کي پرکورونو ویراوماتم نازل وي افغانان داسي پرمختګ نه غواړي هره ورځ جنازي وي فاتحي وي .بلکه ترهرڅه ډيره اړتیا وامنیت ته لیدل کیږي چي داکار یوازي طالبانوکواشي چي امنیت راوړي دسولي په نوم شوار ګاني جوړي شوي چي هیڅ ګټه ونه رسوله .لاره همداده چي ټول ګوندونه سره راټول اودواقعي ملي مصالحي لپاره لاس په کارشي که چیري افغان سیاستوال اومخکښ دټولو غاړو سره کښیني او یوبل وزغمي نولیري به نه وي چي هیوادمو هم دارمۍ اوهم دپرمختګ پرلوري سوق شي.اوسني ۱۳ کلن نظام ډيرکاروکړو چي کار یی دقدر وړدی خوکه داامکانات طالبانو ته ورکړل شوی هفوی هم داکارونه کول .خو بهرنیانو نه غوښتل اونه غواړي چي بنیادي کارونه ترسره شي .که حالت همداسی روان وي لیري به نه وي چي بیرته طالبان حاکم شي داچي په راتلونکي کي به دچاملاتړ ورسره وي، یابه یی دحکومت اوکارشیوه څه ډول وي لاوختی دی. خو دومره سړی پوهیدلایشي چي اوس طالبان په هیوادکي مخ پروړاندي رهي دي داچي دچاپه ملاتړ په دي هرڅوک پوهیږي. خو نړیوالي ټولني سره له ډيرو ممالکو ونه غوښتل هیواد ورغوي بلکه هرهیوادخپل هدف درلوده .که چیري طالبان په راتلونکي کي دنړۍ دپرمختللو اسلامي هیوادونوپرلاره ګام پریږدي زما په آند خلک هم ورسره هیڅ ډول ستونزه نلري. داهیواد یوازي طالبان ارامولایشي ځکه دوی دحقوق بشر په واقعي ډول ورکوي اوشریعت به تطبیق کړي چي داکړنه کولایشي ارامۍ ته ښه زیری وي. ځکه نړۍ دلته کمه راغله که یی نه مني نو ولي جنګ ورک نشو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery