د هېواد په تاريخ کې لومړی ځل داسې ټاکنې ترسره شوې، چې ګټوونکي ته به اوسني ولسمشر څوکۍ پرېښوده او د اوسني ولسمشر ځای ناستی به کېدو، ولې لومړي دور ټاکنو کې هېڅ نوماند پنځوس جمع يو رايه پوره نه کړای شوه، او همداء لامل دی، چې ټاکنې دوهم پړاو ته روانې دي.
په لومړي دور ټاکنو کې ۱۱تنه نوماندان ول، چې قيوم کرزی او سردار نعيم حکومتي نوماند ډاکټرزلمي رسول ته تېر شول او د دفاع چارو پخوانی وزیر بيا په خپله خوښه ګوښه کښيناست، په لومړيو کې داسې انګيرل کېده، چې ګواکې زلمی رسول به بريالی شي، ځکه تر ډېره بريده د حکومت نوماند و، ۳۷مشاور وزیران، يو شمېر والیان، وزیران، د چارو د ادارې او وزیرانو شوراء د درالانشاء ټوله رهبري او نور چارواکي ورسره مل و، ولې ولس ثابته کړه، چې موږ تحول غواړو او په ډېره ميړانه، شجاعت او وطندوستۍ يې غني بابا ته رايه ورکړه، او دا يې ثابته کړه، چې اوس ولس د چا له لوري فریب او دوکه کېدای نشي، دوی په هېواد کې يوې داسې رهبرۍ ته اړتيا لري، چې تر ډېره بريده روانو ناخوالو ته په ډېر تدبير او هوښیارۍ د پای ټکی کېښودلی شي.
په همدې موخه په هېواد کې شته جهادي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو، ښځو، تاجرو، بزګرو، قومي مشرانو او په ټوله کې د ټولنې هر قشر هلې ځلې شروع کړې، قربانۍ يې ورکړې، د انتخاباتو په اهميت او د غني بابا بريالي کېدو پر اهميت پوهه و، ځکه خو يې د کرکې ديوالونه ونړول، خارجي دسيسې يې شنډې کړې، سره له دې چې د لاس پرې کېدو، ترور، او ماين ويره وه، بيا هم ولاړل او غني بابا يې رایه ورکړه، چې دوی ټولو ته سلام، احترام او د هڅو قدرداني يې کوم.
د تحول او تداوم ټيم چې د کومې تګلارې، اخلاقو او نيکې رویې کار واخيستو، دوی د بشر دوستۍ، مينې، محبت او ورورولۍ پيغامونه واستول، دوی که د فیسبوکونو له لارې خپله مشروع او پر ځای مبارزه پر مخ وړله، که د غږيزو، انځوريزو، چاپي، او نورو رسنيو له لارې، ټولو يوه هدف ته کار کړی، ملي رسالت يې اداء کړی، او د نورو نوماندانو مبارزينو بدو پيغامونو ته يې په نرمه او منطقي ډول ځواب ويلی، چې دې ته هم سلام.
ولې په لومړي دور کې ځينې تشې، نيمګړتياوې، لاسوندې او ستونزې موجودې وې، چې غواړم د لوستونکو پام ورته واړوم.
اول: زموږ ګاونډيو هېوادونو (ايران او پاکستان) په ډېرې سپين سترګې يې زموږ د پروسې د ناکامېدو کوښښ وکړو، دوی ډېرې زياتې پیسې مصرف کړې، د معلوماتو له مخې يوازې ايران د عبدالله دوهم معاون ته ۶ميليونه ډالر ورکړي و، چې پيسې مصرف کړي او عبدالله واک ته ورسوي، دې ګاونډيو زموږ هېواد ته د مبلغينو په نوم خلک رالېږلي و، چې د ډاکټراشرف غني احمدزي په مقابل کې د افغان غيور ولس ذهنونه خراب کاندي، او دا مبلغين په جنوب غرب حوزه کې تر نورو ځايونو زيات ليدل کېدل، دوی سره دا ويره موجوده ده، که چيرته افغانستان د سالمې رهبرۍ خاوند شي، شايد په لنډ وخت کې له دوی پرمخ ولاړ شي.
دوهم: د ډاکټرزلمي رسول ټول ټيم چې په راس کې يې ۳۷مشاور وزیران، يو شمېر والیان، وزیران، د چارو د ادارې او وزیرانو شوراء د دارالانشاء رئيس، او نور چارواکي و، دوی په ولسوالانو، د حوزو په امرينو او د ولسواليو په قومندانانو زور راوړی و، چې د ډاکټر زلمي رسول په پلوۍ کار وکړي او د رايو بکسونه ورته ډک کاندي.
دريم: د ډاکټر عبدالله عبدالله ټيم، په ځانګړي ډول هغه مسوولين چې اوسمهال په نظامي رهبرۍ په غاړه لري، د ملي دفاع وزارت څخه نيولې ان تر کنډک قومندانانو ټولو بيا د خپلو حدودو تېر شوي، په هر ځای کې يې د زور څخه کار اخيستی او ډاکټرعبدالله عبدالله ته يې صندوقونه ډک کړي، کله چې د انتخاباتو کميسيون ته د دوی په خلاف مستند اسناد ورسېدل، تر دوه سوه پنځوس زره رايه یې باطلې اعلان شوې، دوی په اخطاريه ډول ويلي که چيرته د دوی رايې باطلې حساب شي، دوی به مسلح قيام وکړي.
څلورم: د ټاکنو خپلواک کميسيون چې تر ډېره بريده پکې د پخواني رئيس (فضل احمدمعنوي) کسان دي، او فضل احمدمعنوي بيا د ډاکټرعبدالله عبدالله نږدی پلوی شخص دی، او پردۍ پالو رسنيو داسې کوښښ کاو، چې د ډاکټراشرف غني احمدزي په خلاف څه پيدا کړي، خو دا چې ډاکټراشرف غني احمدزي او د دوی وطندوسته ټيم يوازې او يوازې په ملت ملا تړلی او د ملت پاکې رايې د دوی لپاره استعمال شوي، شکر الحمدالله چې هېڅ داسې ثبوت یې پيدا نکړو. يو ځل د چارو د ادارې او وزیرانو شوراء د دارالانشاء رئيس په امضاء په پټه يوه مکتوب انتخاباتو کميسيون ته استول شوی و، چې ډاکټراشرف غني اوس هم د هغه موټرونو استفاده کوي، چې پخواء حکومت ورکړي و، دوی دا وړه موضوع چې په حقيقت کې هېڅ نه و، په ډېره جوش واخيسته، هواء يې ورکړه او کوښښ يې کاوه، چې ډاکټرغني بدنام کړي، خو دوی نه پوهېږي، د چا چې مرام او مقصد سپيڅلی وي، د هغوئ هر قدم سپيڅلی دی او هره يوه رايه يې سپڅلې ده، ځکه خو په پوره افغاني هوډ يې دا دسيسه شنډه کړه، ټولې پردۍ پالې رسنۍ يې ګوته په غاښ کښينولې.
پنځم: تر ډېره بريده دا کوښښ وشو، چې د ولسمشرحامدکرزي او د ډاکټراشرف غني احمدزي تر منځ اوبه خړي کړي، د دوی پر منځ کې داسې رېباري وکړي، چې پر يو بل اعتماد له منځه يوسې، ولې بيا هم د ډاکټراشرف غني احمدزي او د ده ټيم ته سلام چې هېڅکله يې د ولسمشر په خلاف داسې څه د خولې و نه وتل، چې خدای نخواسته هغه پرې خفه شي او په ډېره مدبرانه يې دا دسيسه هم شنډه کړه، دې کار لپاره خلک ګمارل شوي و، ولې دسيسې يې کار ور نکړ، او د تحول او تدام ټيم رهبرۍ ټول ټيم ته هدايت ورکړی و، چې هېڅکله د ولسمشر په مقابل کې اف قدرې هم د خولې و نه باسي.
دا چې لومړی دور ټاکنې په بريا ترسره شوې، بريا د تحول او تداوم د ټيم په برخه وه، خو ولې پورته ذکر شويو ستونزو، نيمګړتياوو او لاسوندو دا ټاکنې دوهم دور ته بوتلې، ولې د ياد ټيم ټوله رهبري، ټولو غړو، حمايه کوونکو، مرستندویه خلکو، او ملاتړو هڅې د ستايلو وړ دي، پدې هيله، چې په راتلونکي دور هم خپل هوډ او عزم له لاسه ورنکړو، د هېواد ښې او روښانه راتلونکي لپاره هره ساه او هره ثانيه د تحول او تداوم ټيم ملاتړي وکړو.
يادونه: لوستونکو پر تاسو د مخالفو ټيمونو خبرې تاثير ونکړي، او درته و نه وايي چې دا لیکنه د ډاکټراشرف غني نږدي شخص کړې، زه درته په لوی خدای ج قسم خورم چې په تېرو څو مياشتو ما نه ډاکټرصاحب ليدلی او نه ترې کومه طمعه توقع لرم، خو يوازې د افغاني احساس له مخې مې دا ليکنه کړې او هدف مو يو دی، چې هېواد له راتلونکي بحران څخه د ژغورنې په موخه باید تحول او تداوم ټيم بريالی شي.
ايمان الله ویاړ
کابل – افغانستان