مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د پاکستان د حکومتي ترهګرۍ پر خلاف لاریون؛ څخه تاثرات

ژمن میرزکوال

نن  چهارشنبه  چې د ۲۰۱۴ کال د مۍ د میاشتې ۱۴ نیټې سره سمون خوري، په هند کې د ملګرو ملتونو د دفتر او ځینې بهرنیو سیاسي استازولیو، په ځانګړي ډول د امریکا د سفارت مخې ته افغان ځوانانو د پاکستان د حکومتي ترهګرۍ او د پاکستانۍ ترهګرپالې ـ څارګرېزې کړۍ( ای.اس.ای) د هغو ټولو کړنو، چې د ترهګرو څخه ملاتړ کوي، ترهګر روزي او بیا ترهګر د خپلو مردارو ګټو پربڼسټ، د نړۍ، په تېره بیا د افغانستان او د افغان وګړیو د انساني ژوند، پرمختګ، سوکالۍ او ثبات د ګواښولو او ننګولو لپاره لېږدوي او صادروي؛ څو د همدغې ترهګرپالې کړنې پربڼسټ، د پاکستان مردارې موخې او ګټې په سېمې او نړۍ کښې سبمالي او تظمین کړای شي؛ پر ضد لاریون وکړ، او د همدغه لاریون له لیارې یې نړۍ والو، په تېره بیا په نړۍ والو پېښو کښې ترټول، د هغه ښکېل هېواد امرېکې ته ښکاره کړي وي؛ چې د پاکستان څخه ملاتړ، په نړۍ او سېمه کښې، د ترهګرپالنې څخه ملاتړ دئ، د پاکستان سره مرستې، د بشریت او انسانیت وژنې سره مرستې دي، او بلاخره په پاکستان باندې د نه سیاسي ـ اقتصادي فشارونو راوړنې هڅې، د نړۍ په تېره بیا د ګران افغانستان سره د دښمنۍ، کرکې، ترهګرپالنې او کړکیچ رېږونې هڅې دي.

د لاریون د ېوه تنظیم کونکي په توګه مې دنده لرله؛ چې د لاریون ګډونوالو په ستره کچه جګړو ځپلي افغان ملت غږ، چېغې او غوښتنې، په لېکل شویو مېسجونو کښې څرګند کړو، او پکښې هغه بڼسټز ټکي ځای کړو؛ چې د پاکستان حکومتي ترهګرۍ پالنې او روزنې انځورېزه نندراه پکښې په ډېره اغېزناکه او ژوره توګه انځورل شوې وي.
نو؛ لاندې لنډ؛ خو ژور مانا لرونکي پېغامونه مو غوره کړل:

Justice for Afghans.
Pakistan is a Terrorism Sponsoring State.
Pakistan is Supporting Terrorism Since 1947.
Stop supporting Pakistan`s Terrorist Army and I.S.I
Pakistan The - Produce, Sponsor, Supporter and Exporter of Terrorism.
Pakistan A- Failed Country and mother of terrorism.
We Hate terrorism.
Declare Pakistan a Terrorist Country
 
لاریون د لاجپتنګر ـ ډهلي سېمې څخه پېل، د ملګرو ملتونو ـ هند مېشتې استازولۍ  پرلور وخوځېد او هلته مو د ملګرو ملتونو پروړاندې خپل غبرګون، ېوازې د دغو لیکل شویو مسجونو په پورته کولو ښکاره کړ او هلته تر ېوې نېمې ګړۍ تم شو؛ څو چې د ملګرو ملتونو استازی راغی او خپل پرېکړه لیک مو ورته په رسمي ډول وسپاره.
له هغه څخه ورسته مو وپتېله؛ چې په هند کښې مېشت امرېکن سفارتخونې ته، سره د ټولو لاریونوالو ولاړ شو؛ خو له بده مرغه، هندي پولیسو زمونږ مخه راډب کړه. دلیل یې دا وه چې په نوموړې ډیپلوماټېکې سېمې( چې د امریکا سفارت سربېره، د ډېرو نورو بهرنیو هېوادونو سفارتخونې  هم هلته شتون لري) کښې، کووم ډول امنیتي بندیزونه لږېدلي ول، وکړي په نوموړې سېمې کښې په ډله یېز ډول نه شوای کرځېدلای.
که یې رالڼده کړو؛ نو پرېکړه داسې وشوه چې د لاریونوالو په استازولۍ به درې نفره ډاټکل کېږي، څو چې د امریکې سفارت ته ولاړ شي او هلته غوښتنې او پرېکړه لیک شریک کړای شي.
زما(ژمن میرزکوال) سربېره ښاغلی ایمل څړوال او ښاغلی عبالقدیر مطفي هم د استازو په توګه وټاکل شول او د امرېکې سفارت ته د پرېکړه لیک د سپارلو په موخه ولاړو.
کله چې امرېکې سفارت مخې ته له موټر څخه ښکته کېږو؛ نو په سلګونه امنیتي ځواکونه هلته د امرېکې سفارت مخې ته ځای پرځای شوي ول، دوی داسې انګېرل چې افغانان به د تاجنتیا( تشدد) پربڼه راغلي وي، ښېښې به ماتوي، خونو او ونوُ ته به آور اچوي او ګڼ ناروینونه به زېږو؛ خو داسې نه ول. دوی لا هم نه وو پوهېدلي، چې مونږ دا څلور لېېسزې تاجنتیا( تشدد) خوړلي یو او د همدغې پدېدې قرباني ېو، بلکې د همدغې پدېدې(تشدد) راپونځونکو او عاملینو پروړاندې او خلاف نن خپل غبرګون اولاریون پرمخ وړوو.
 د هغه تاجنتیا(تشدد) او یا ترهګرۍ ته د " نه" ویلو او د افغان انسان ژغورنې پربڼسټ، خپل غبرګون او لاریون ښييو؛ چې د زبرځواکې امریکا سربېره د نړۍ ستر زبرځواکي یې پروړاندې ناڅرګندې، ګونګې او بې پاېلې، تش په نامه/ په اصطلاح مبارزې لپاره افغانستان ته راغلي دي؛ خو هغه د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه باید د ترهګرۍ ځپلې جغرافیې(افغانستان) څخه وتلې، د ترهګرۍ پټنځای، روزنځای او ملاتړ ځای(پاکستان) کښې پرلېکه اچول شوې وای/شي.


ځکه؛ که القاعده د نړۍ په کچه ترټولو ستره ناوړه او خطرناکه ترهګره ډله وي؛ نو د همدغې ډلې مخکښ مشر( بن لادین) د پاکستان په زړه، بیا په پوځي سېمې( اسلام آباد) کښې ومومندل شو او ووژل شو، هغه هم د امریکائي پوڅ په لاس!
که چېرې، د حقاني نېټورک او په ټولېزه توګه تالیبان د ترهګرۍ په ډله کښې راځي؛ نو د همدغو ډلو مخکښ مشران په پاکستان کښې پرته له کووم امنتي ګواښه آزاد ګرځېدلای شي ( د حقاني زوی په اسلام اباد کښې چې خپله بنګله لري، د خپلې بنګلې مخې ته وموړ) سلاوې ګرځولای شي، او د پاکستان د حکومتي ترهګرۍ پالېسۍ پرمټ، تمول کېږي، زورل کېږي اوافغانستان، د سېمې او نړۍ هرځای ته د جګړې لپاره لېږدولای شي.
او حتا په نړۍ کښې چې کومه ترهګرېزه پېښه شوې ده/وې؛ نو هور مرو به یې عاملین د پاکستان سره تړاو لري.
نو؛ بیا د پاکستان د ښکاره حکومتي ترهګرۍ په اړوند نړۍ واله ټولنه، بیا په ستره کچه، امریکا ولې جدي غبرګون نه ښيي، ولې پرې سیاسي ـ اقتصادي بندېزونه نه لږوي، او حتا ولې هلته (پاکستان) کښې د آیساف او ناټو ځواکونه عملاً عملیات نه کوي!؟
که چېرې نړۍ واله ټولنه، بیا په ځانګړي ډول امریکا په پاکستان فشارونه وارد نه کړي، د ترهګرۍ د ملګرتیا څخه یې په شا نه کړي، هلته د ترهګرو پټنځایونه، ملاتړځایونه او د هرډول ترهګرپالنې کړۍ ورکې نه کړي، او عملاً پاکستان او بخپله امریکا د ترهګرۍ پروړاندې د پاکستان په حکومتي دریځ او پالېسۍ کښې بدلون رامېنځ ته نه کړي او د پاکستان په جغرافیه کښې پراخ عملیات او مبارزې ونه کړي؛ نو د ترهګرۍ پروړاندې د نړۍ والې ټولنې او امریکا نننۍ تش په نامه مبارزه نه ېوازې رېښتنې نه ده، بلکې د ترهګرۍ پالنې، ملاتړ او روزنې دوهم مخ هم کېدای شي.

یادونه: د لاریون ټولو ګډونوالو او خوږ ملګریو څخه نړۍ مننه چې، د هېواد لپاره یې حتا خپلې ازموینې یې پرې ښودې خو زما او هېواد غږ یې رابدرګه کړ.

درنښت.
د غني، پرځان بسیا او پرمختللي افغانستان په هېله.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery