دخپریدو نیټه : 2014-05-17 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
په مورنۍ ژبه خبرې، جرم که حق؟:
صمدخان غر
دا خبره مې ځکه وکړه چې په افغانستان کې دې حق ته جرم ويل کيږي، وګورۍ په تيرو ۱۳ کلونو کې ډيرو هغو چې د هرې ژبې ويونکي دي او په مورنۍ ژبه يي د ښه پوهولو او را پوهولو لپاره هڅه کړې يو ډول نه یو ډول تورن شوی دی او کوښښ شوی دی څو داسي کسان د انزوا لوري ته بوزي تر څو بیا څوک دا جرأت ونکړي.
پرون شپه په طلوع ټلويزيون کې د ټاکنو کميسيون د دارالانشا مشر، ضياالحق امرخيل له همداسې يو غبرګون سره مخ شو، او پر ده تور پورې شو چې د پښتو ژبې د ويل کيدو له امله نوموړی ګواکې متعصب دی، خو امرخيل يي په ډيره ارامه ځواب ورکړ او ورته يي وويل: چې زه په پښتو ژبه د ارامتيا احساس کوم، ښه پوهول او راپوهول کولای شم، نو څه اړتیا ده چې په بله ژبه په داسې حال کې خبرې وکړم چې نه پوره مفهوم ليږدولی شم او نه هم نور پوهولی شم.
په لومړي سر کې خو بايد په ټول افغانستان کې شته مدني خوځښتونه او نورې ناپيلې ادارې د طلوع ټلويزيون په دې شوي کار باندې پراخ اعتراض وکړي، خو دا وارې اعتراض بايد داسې نه وي لکه د تير په څير، ډير وارې په طلوع ليکنې شوي دي، اعتراض شوی دی، نيوکې شوي دي، خو طلوع اوس پوه شوې چې افغانان ګوسپندي خلک دي، ژر ګرميږي او ژر سړيږي دا وارې اعتراض بايد د طلوع په وره کې د بسترو په اچولو پيل شي او تر هغه دوام وکړي چې ملي شورا، عدلي او قضايي ادارې په ټوليز ډول د طلوع شته نشراتي پاليسي سمه نکړي.
دا وارې بايد د هيواد د اساسي قانون پر بنسټ له طلوع څخه پوښتنه وشي، چې آیا له يو مسول کس څخه په خپله ژبه د غږيدو له امله دا ډول پوښتنه د دوی حق دی کنه، که حق وي ولې له ټولو مسولو چارواکو داسې پوښتنه نه کيږي، که حق ولي ولې د ټاکنو کميسیون له بل مسول کس څخه داسې پوښتنه ونشوه چې ته په دري خبرې کوې، ته متعصب يي بايد په پښتو هم خبرې وکړې.
طلوع ټلویزيون چې د هيواد د رسنيزې ودې په ترڅ کې يي تل يي دې ډول ماجرا جو کړنو ته لمن وهلې، نور يي خلک هم پوزې ته راوستي دي، په شته نظام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې دمه هم نه دی بريالی شوی چې د طلوع د مبتذلو سريالونو، لوڅو کنسرتونو، افغان ستوري، صدای افغان، په ياد ټلويزيون کې د بهرنيو کارکونکو، وژنو، جنسي تيريو، او فحاشي، ته د خلکو د هڅونې پوښتنه وکړي، خو طلوع تل دا جرأت کوي او د يو انسان مسلم حق ترې اخلي او ټول يي په اړه چوپه خولو دي.
په ټولو رسنیو کې که وکتل شي، په فکري لحاظ د طلوع توليد شوي په تعصب او تفرقه اچونې ککړ کسان پکې حاکم دي، طلوع ډير داسې کسان توليد کړي دي چې په نفاق او شر اچونه کې نوم لري، طلوع ډير داسې سريالونه خپاره کړي دي چې نورې رسنۍ يي هم هڅه کوي، طلوع ډيرې داسې خپرونې لري چې اوس يي نورې رسنۍ هم جوړول غواړي، په طلوع شوې پانګونه د همدې موخو لپاره ده ترڅو طلوع ټولو ته د لارې مشال وي، خو د طلوع لارې کعبې ته نه بلکه ترکستان ته تلي.
د طلوع پر ضد دا چوپتيا ددې لامل شوې څو دوی او د دوی لپاره پلان جوړونکي هره ورځ زړور شي او په ډيره بې باکي سره داسې خبرو ته لمن و وهي، چې په داسې يو حساس پړاو کې يي اډو اړتيا نه لیدل کيږي، ځکه که چيرې د حساب کتاب وخت راشي، شونې ده ډيرې ادارې باقي راشي، ځکه پښتون د افغانستان اکثريت دی، خو په ادارو کې د دوی ژبه نشته، پښتون قوم اکثريت دی، خو په بهرنيو سفارت خونو کې په پښتو ژبه خبرې کولو پښتانه چارواکي، په ويبپاڼو او خپرونو کې پښتو اډو ليدل کيږي نه، پښتون اکثريت دی، خو په پښتو ژبه ښونځي نلري، پښتون اکثريت دی خو ډير وزیران د دوی په ژبه نه پوهيږي، پښتون اکثريت دی، خو بهرنیانو يوازې په لږګیو پانګونه کړې.
که همدې طلوع ته راشو، همدا طلوع په ډيرو برخو کې د دې هيواد ارزښتونه تر پښو لاندې کوي:
اسلامي ارزښتونه: طلوع د تاريخ له پيله تر نن پورې کله هم په یو اسلامي هيواد د لمانځه آذان نه دی خپور کړی. طلوع کله هم په اسلامي ټولنه کې د مبتذلو سریالونو مخه نه ده نيولې، طلوع کله هم علما، مخور، وتلي څيرې او نور لکه ستاره افغان، صدای افغان، صد ثانیه په څير نه دي نازولي.
افغاني ارزښتونه: په افغانستان کې ټول شته قومونه سره وروڼه دي او هيڅ افغان تر بله ښه نه دی او هيڅ افغان تر بله بد نه دی، خو طلوع کوښښ کوي په همدې منځ کې ښه او بد پيدا کړي، ملي يو والي ته د طلوع له لوري تل زيان رسيدلی دی، کله د امرخيل پر ضد جبهه نيول شوې، کله د نظام او يا د کابيني د وزير او والي پر وړاندې.
مصطلاحات: په ټولو رسنيو کې اوس اوس سروې وشي، تر ټولو ډير مصطلاحات چې د يو هيواد ارزښتونه دي طلوع تلويزيون تر پښو لاندې کړي دي، زه منم چې دري او فارسي به سره نيږدې ادبي اړيکې ولري، ولې افغانان او په افغانستان کې شته ژبې د يو ماحول زيږنده دي او فارسي بیا د بل ماحول زيږنده، طلوع تل کوښښ کړی دی، ايراني لغتونه په خپلو خبرو کې ځای کړي، خو کله يي هم د ملي يو والي په خاطر هڅه نه ده کړې چې د ایراني لغت پر ځای پښتو لغت وکاروي.
طلوع ټلويزيون او په ټول کې د سعد محسني تر مشرۍ لاندې د موبي په نوم شته رسنيز مافيايي ګروپ بايد له جدي غبرګون سره مخ شي، ځکه دوی ددې ډول کړنو په کولو سره يوازې او یوازې خپلې موخې لري، وګورۍ طلوع ډير عجايب کوي:
۱ـ له ایران سره په خلاف يم، ځکه چې له اسراييلو پروژې اخلم، خو له لغتونو سره يي خلاف نه يم.
۲ـ له نظام سره خلاف يم، خو په نظام کې بیا هم خپلې ګټې لټوم.
۳ـ هر پښتون بايد په دري خبرې وکړي، که يي کولای شي او که يي نشي کولای، خو هيڅ دري ژبي ته دا خبره نکوم چې په پښتو دې ولې خبرې ونکړي.
۴ـ د يوې آزادې رسنۍ په حيث سياسي دريځ لرم د يو مشخص نوماند پلوي کوم، که بل چا دا کار وکړ نو بد کوي.
۵ـ د نورو ټولو ژبو ټلويزيونونه ډير وارې د ملي امنيت له لوري پلټل شوي، د بهرنیو کارکونکو په اړه پوښتنې شوي دي خو په طلوع کې يو درجن بهرنيان کار کوي، په افغانانو اکتونه کوي، افغانانو ته پلان دوی ورکوي ولې تر اوسه هم دا پوښتنه نه ده شوې چې دا سورڅټي او شين سترګي دلته څه کوي.
۶ـ په افغانستان کې د کار قانون شته، چا پوښتنه کړې چې د طلوع د کار قانون څومره د افغانستان د کار له قانون سره سم دی.
۷ـ په ټولو ادارو کې مساوات شته دي خو په طلوع کې څوک ویلی شي چې د پښتون او دري ژبي معاش، صلاحيت او مسولیت یو شانې دی.
۸ـ ټولې رسنۍ يو لوري ته روانې دي خو طلوع بل لوري ته.
د طلوع په شته جوړښت کې څو راډيوګانې او ټلويزيونونه شته دي، خو ټول يي پروژوي شکل لري، لمر يو وخت کې ښه په کش کې و چې په پښتنو سیمو کې پروژې ختمې شوې، اعلانونه او سروې ګانې کمې شوې نو لمر له صفر سره ضرب شو، دا چې ولې بايد ځواب ورکړي.
له امرخيل سره شوی چلند بايد نور طلوع په هر اړخيز ډول نقد کړي، ځکه د دې مضرې رسنۍ په مقابل کې د پښتون، تاجک، ازبک، ديني عالم، پوهنتون د استاد، مدني ټولنو او نورو چوپتيا له دې ملت سره جفا ده، راشۍ لاسونه ورکړو او د امرخيل د شوي چلند په بدل کې د طلوع په اړه هر اړخيز اعتراض وکړو، زموږ هر اړخيز اعتراض زموږملي يو والی تامينوي.
د بدخشان پيښه، د فوټبال او کرکټ برياوو افغانان سره ډير نيږدې کړي دي، خو طلوع ډوله رسنۍ تل کوښښ کوي چې دا یو والی سره وشيندي او دوی بیا پکې پروژې ونيسي، که چيرې خلک سره وروڼه وي، نو طلوع ته به تازه خبر له کومه کيږي، که چيرې په ټول هيواد کې پوره امن وي، نو موبي ګروپ به د سروې پروژې له کومه کوي، که چيرې د تعصب او هغه دغه په نوم اور بل نکړي نو د طلوع شته له نفاقه ډک ميزونه به څوک ګوري.
راځۍ را وزۍ د ډار طلسم مات کړۍ، طلوع نقد کړو، او د طلوع پر ضد پراخ اعتراضونه وکړو، راځۍ شته قوانين دلومړي ځل لپاره اول په طلوع پلي کړو، که داسې ونکړو، طلوع هره ورځ پراختيا مومي او د هرې ورځې پراختيا په ترڅ کې به د نفاق اور کور کور او کس کس ته ورسيږي، نن چې څومره رسنۍ دي او په هره رسنۍ کې د طلوع کارکونکي مسولين شوي دي هلته هم مصطلاحات پردي شوي، ملي يو والی پردی شوی، په يو او بل نوم قومی او ژبني تعصب ته لمن وهل شوې.
پای