دخپریدو نیټه : 2014-05-19 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
توطيه ګر افغانان له ننګونو سره مخ کوي.
محب ارمان
د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې هغه کسان چې ځان په ولسمشرۍ ټاکنو کې کاندیدول غواړي باید د افغانستان تابعیت ولري او مور او پلار یې هم افغانان وي.
دغه راز په کار ده چې نوماند ۴۰ کلنۍ ته رسېدلی وي، په جرم نه وي محکوم او له شلو ولایتونو د ۱۰۰۰۰۰ تنو ملاتړ له ځان سره ولري، د ټاکنو د قانون د حکم له مخې نوماند باید یو میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه کمیسون ته وسپاري او که دولتي کارکوونکي وي باید استعفا ورکړي، او پکار ده، چې نوماند په قانون کې ذکر شوي شرطونه پوره کړي.
کله چې په هېواد کې د ولسمشرۍ نوماندانو نوم ليکنه شروع شوه، په يوه اونۍ کې شاوخواء ۲۹تنو معلوماتي بستې ترلاسه کړې، او د انتخاباتو تر ورځې يوازې ۹ تنه پاتې شول، ټولو هغه افغانانو چې د رايې ورکونې کارتونه يې له ځان سره لرل رايې يې ورکړې.
دا ملي پروسه د روان کال د حمل مياشتې په ۱۶مه نېټه په ټول هېواد کې ترسره شوه، هېوادوالو پکې ګډون وکړ او د خوښې نوماند ته يې رايه ورکړه، ولې د پښتون قوم د زلالت او بدبښتۍ لپاره د همدې قوم دښمنانو يو شمېر داسې څهرې هم وهڅولې تر څو ولسمشرۍ ته ودرېږي، د دوی د طرح شوي پلان له مخې دې چارې سره به له يوه طرفه مطرح نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي رايې وويشل شي او له بل طرفه به پښتانه زړه ماتې کړي، چې مشران يې پداسې ملي مسله کې هم هر يو ځانونه بريالي بولي.
له يو طرفه يې تش په نامه پروفيسور (عبدالرب رسول سياف) رامخته کړو، بل طرف ته يې ډاکټرزلمي رسول څخه شير جوړ کړی و، چې ته بريالی يې، انجينرقطب الدين هلال، محمدشفيق ګل آغاشیرزي او هدايت امين ارسلاء هر يو ځانونه بريالي بلل او دا يې ويل چې د حمل ۱۶نېټې ټاکنې د دوی په برياء تمامېږي.
د پښتون قوم څخه ۶تنه نوماند شول او رايې يې په ۶ډلو وويشل شوې.
ډاکتر زلمی رسول : رايي ٧۵٩۵۴٠ د رايو سلنه ٪١١٫۵
عبد رب الرسول سياف : رايې ۴۶٨٣۴٠ د رايو سلنه ٪ ٧٫١
انجنير قطب الدين ھلال : رايي ١٨٠٨۵٩ د رايو سلنه ٪ ٢٫٧
محمد شفيق گل آغا شيرزی : رايي ١٠۶۶٧٣ د رايو سلنه ٪ ١٫۶
ھدايت امين ارسلا : رايي ١۵٣٩۴ د رايو سلنه ٪ ۰.۲
د پورته ذکر شويو ۵نوماندان مجموعي رايه ۱۵۳۰۸۰۶ دي، چې شاوخواء ۲۳.۱سلنه کېږي، يعنې د پښتنو ۲۳.۱سلنه رايه بېځايه شوه، که چېرته دا رايې يوازې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته کارول شوی وای، يعنې د ډاکټراشرف غني احمدزي ټولې رايې رايي ٢٠٨٢۴١٧ او د رايو سلنه ٪ ٣١٫۵ ده، که چيرته پورته ذکر شوي ۲۳.۱سلنه رايې د ډاکټراشرف غني له ۳۱،۵سلنه سره جمعه شي، ټولې ۵۴،۶کېږي په لومړي رونډ کې به ډاکټراشرف غني احمدزی بريالی وی، چې نه يوازې يو تکړه پښتون دی بلکه د نړۍ دوهم متفکر هم دی، داسې شخص دی، چې کولای شي، هېواد په پښو ودروي او د همسايه هېوادونو له منګلو يې خلاص کړي، ځکه خو همدې اصل ته په ليدو سره کور دننه او بهر توطيه ګرو لاسونه سره يو کړل او د افغان قوم د بربادۍ په خاطر يې داسې انجينري وکړه، چې زیان به يې بيرته همداء افغان مظلوم او بېچاره ولس ويني.
له زلمي رسول پرته چې ځان يې له اول څخه شير او بريالی باله نورو ټولو نوماندانو يوازې او یوازې په پښتون مېشته ولاياتونو کې غونډې کړي او رايې هم یوازې د پښتون مېشته ولاياتونو دي.
که اوس بيا هم په همدې انجينرۍ (سټرکچر) کار کېږي، نو دا دې معني ورکوي، چې بيا هم توطيګر غواړي افغان قوم له نویو ننګونو سره مخ کاندي، او داسې څوک پرې مسلط کړي، چې هغه يوازې د ځان په ګټه، فيشن او غوړ خوراک ښه پوهېږي، نه د افغان بيچاره ولس په درد او وير باندې
د دې لپاره چې هېواد مو د بدبختۍ څخه ژغورلی وي، پکارده چې د داسې شخص لاسنيوی وکړو چې کولای شي، راتلونکي کې زموږ لاسنيونکی شي.
په همدې هيله
سبحان