دخپریدو نیټه : 2014-05-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دایران له لوريشام ته دافغانانو لېږل
عالیه راوياکبر
افغان رسنۍ،سیاسي ګوندونه اومدنيټولنې ته:
دایران په مذهبي ښار قم کې عالم الدین ایات الله کابلي تایید کړه چې ایران شام ته افغان مهاجرین دجګړې لپاره لېږي . دامریکا دوالستریټ ژورنال دراپور له مخي هر افغان ته په شام کې دجګړې په بدل کې (۵۰۰) ډالر میاشتنی معاش او ورسره په ایران کې دپاتې کېدو دمودې غځولو اسناد ورکول کېږي .
داخبر تېره ورځ په افغانستان کې هم غبرګونونه راپارولي وو، خو افغان چارواکو ویل چې دوی کره معلومات نه لري چې شام ته افغانان دجګړې په موخه لېږدول کېږي .
د راپورونو له مخې ایران په خپله خاوره کې مېشت افغانان د پیسو او په ایران کې د اوسېدو د اجازې په بدل کې سوریې ته لېږي، چې د سوریې د واکمن رژیم په ګټه وجنګېږي.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته افغان او لوېدیځو چارواکو ویلي، چې ایران په ځانګړي ډول افغان شیعه ګان استخداموي چې د سوریې د رژیم د مخالفانو پر ضد وجنګېږي.
ورځپاڼې د افغان او لویدیځو چارواکو په قول ویلي، چې ایران افغان مهاجرو ته په سوریه کې د جنګیدو په بدل کې میاشتنی معاش او په ایران کې د اقامات اجازه ورکوي.
د ایران ریژیم د سوريې د سنیانو پرضد د بشارالاسد کلک ملاتړی دی.
دایران دا لومړنۍ بېشرمانه کړنه نه ده چې کويیې ،بلکه تر دې وړانديیې هم ورته کړنې کړيدي، هغوی په ډاګه افغانان زندۍ کړياو جسدونه یې افغانستان ته کله ورکړياو کله یې نه ديورکړي .
هیڅ کله هم افغان حکومت دایران دداسيکړنو په بدل کې کوم ځانګړی داسيیو غبرګون نه دی ښودلی چې هغه ديولس ته دپام او ډاډ وړ وي .
که څه هم افغان ولس تر ډېره بریده ایراناو په ټوله کې هر ګاونډيته داحترام به سترګه کتليدي،خو له بده مرغه دافغانستان ګاونډیان یوڅه له ښه ګاونډیتوب نه ناوړه ګټه اخلي .
افغان حکومت ته به کار ديچې دا موضوع لږ جديرا وڅېړي ،داسيیې وحېړيچې بیایې پایلي له ولس نه پټينشي.
ولس ته په کار ديچې دایران ددې بېشرمانه کړنې په بدل کې دایران دسفارتونو په وړاندي احتجاج وکړي ، ولسيپاڅونوال چې همېشه یې په ورته مسایلو کې ولس راپارولی ،په کار ديچې داځل هم دا موضوع ته جدي وګوري.
که چېرته دایران ددې کړنې په بدل کې افغانان خپل چټک غبرګون ښکاره نکړي ،نو سبا به پاکستان افغانان دکشمېر او هند سره جګړې ته لېږياو بله ورځ به کوم بل هیواد ورته کړنه کوي .
که څه هم موږ مجبور ملت یو ،خو په کار ديچې لومړی مو خپل حکومت دمجبوریو مخه ډب کړياو که دا کار ناشونی وي ،نو بیا خوپرېکړه دولس په لاس کې ده .
هغه ګوندونه چې په رښتیا دافغانستان استازیتوب کوي ،او هغه رسنۍ او ټولنیزي شبکې او مدنيټولنې چې دافغانستان داستازیتوب دعوه لريپه کار ديچې داموضوع جديونیسيکنه نو هیڅ لري نه ده چې خدای مکړه افغانان به هم په نړۍ کې دپاکستانیانو په څېر ترهه ګر معرفيشي .