مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-20   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دولسمشری لپاره ټاکنې دوهم پړاوته وغځېدلې .

حبيب الله غمخور
درنو اوتاريخ منلو غيرتی هيوادوالو! دډاکتر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ دولسمشری ټاکني دوهم پړاوته ولاړې . همدا نن پسله ډير انتظارنه دولسمشری مقام ته دلمړی پړاورايو پايلی اعلان سوې .دټاکنو دقانون له مخې دجمهوری رياست مقام ته دلمړی دور په ټاکنو کي يوکانديدهم پردې بريالی نسوچي پنځوس جمع يوه رایه ترلاسه کړي . دټاکنو دقانون له مخې د ولسمشرۍ دټاکنو دويم پړاو به د دوومخکښونوم اندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د غبرګولي پر ۲۴مه چې د جون ۱۴مه کېږي ترسره شي. خوداچې په افغانستان کي ددموکراسی دپروسې پلي کونکو کورنيو اوبهرنيو دښمنانودډارونکو اوگوت څنډونکو تبلېغاتو سره نږدې اوه ميليونه کسانوچې دهغې جملې نه ۳۵ په سلوکي دلمړۍ ځل لپاره زموږ غيرتی اوپتمنو خوندو درايي ورکولو په لمړی پړاو کي برخه واخيستل دوياړ خبره ده . زما له نظر دټولوستونزوسره پدې کچه دخلکو اوپه ځانگړې توگه درنو اوغيرتی خوينو گډون ددې بېلگه ده چې نور زموږ ولس له يوې خوا ددې دولس کلن وعدې ورکونکی حاکميت نه اودبلې خواپه خپل هيواد کي ددموکراسی او بشری عدالت ددښمنانو دکړنونه ستړی سوی دي اوپه خپل دومره پراخه کچه گډون یې دهغوي په مقابل کښي دملي مقامت دغبرگون روښانه بېلگه ده . پوهېږو چې دجمهوری رياست دمقام لپاره دوهم پړاو ټاکنو پرخلاف به زموږ دهيواد ددښمنانو اوهغوي دلاسپوڅولخوادلمړئ ځل په دود تبلېغات اوډارونې پيل سی . چې ښه بېلگه یې همدا درې اونۍ دپاکستان په هدايت دافغانستان په ځينو ولايتونو کی په ډيرجالب نوم دپاکستاني روزل سوولخوا دافغان وژنې پروسې تېزېدل اعلان وو. دخپلی هوډدڅرگندولوپه خاطر یې پدې اونيو کي دافغانستان په يوشمير ولايتو نواو ولسواليوکي افگان وژنې ته زور ورکړی. دوي دا کار ددې لپاره کوی چې دخپلو نوکرانوپوسيله په دي اوهغه سېمه په ځانگړې توگه پښتون مېشتو سيموکي خلک وډاره وی ترڅوپه دوهم ځل رايي ورکولو کي برخه وانه خلي . افغانان ديوباشهامته اوغيرتی ولس په توگه يوځل بيا بايد دخپل هيواد دکورنيو اوبهرنيو دښمنانوددې افغان دښمنه اوزموږ په هيوادکي ددموکراسی دمعمول کولو هڅوپرخلاف نر غوندي مردانه وار ودرېږي اونړيوالوپه ځانگړې توگه پاکستاني تورلينگيواوايرانی اخوندانوته داڅرگنده کړی چې موږ افغانان دتل پشان دخپل سرنويشت ټاکلولپاره دهيڅ افغان دښمنه بهرنی نوکر دگوت څنډنو څخه نه وېږېرو . راسئ داځل دلمړۍ ځل نه په زياته پيمانه دولسمشردټاکلو ددوهم پړاودرايي ور کولو په پروسه کي په گډون سره داخپلو کورنيو اوبهرنيو دښمنانوته څرگنده کړو چې افغان ولس دډار بچی ندئ اونه هم په تاريخ کي داسي بېلگه سته چې ډارېدلی وي . ديوژمن افغان په توگه مي دټولوهغو افغانانوڅخه چې دموکراسی اودانتخاباتو اصل باندي پوه اوهغه ته ژمن دي غوښتنه داده چې ټول دې ملي کمپاين ته وردانگو اودخپلو هيوادوالولپاره دټاکنو په دوهم پړاوکي دفعال گډون زمينه برابره کړو. دولسمشری ددوهم پړاودټاکنو دبهير دبريالي ترسره کولوپه موخه دولتی امنيتی ځواکونه مکلف دي چې دامنيت په برخه کښي دلمړی ځل ټاکنو امنيت ساتلو تيرو تنې ترسره نکړی اوحتا ترهغه زيات په ټولوپوځی اوملي امکاناتو درايي ورکول دوهم بهير امنيت په ټول افغانستان کي په بهترينه بڼه تامين کړي . زموږ افغانانو دې ملي او انسانی موخي ته درسېدوپه خاطر دنړيوالی ټولنې په ځانگړې توگه امريکا ،انگلستان ،ملگرو ملتودسازمان ،ددې سازمان دامنيت شورا اوداسلامی کنفرانس دسازمان غړو هيوادونو دفرد فرد غړی هيواد څخه دټولو نړيوالو اصولو اوبشردحقوقودنړيوالي اعلاميې اوملگروملتونودمنل سوی منشور د دهداياتو او اصل پر بنياد په کلکه موغوښتنه داده چي دخپلو سياسی اوډيپلو ما تيکو امکاناتونه په استفادې سره پر پاکستاني اوهمدا ډول ايرانی چارواکو فشار راولی ترڅوهغوي خپل نوکر دټاکنودبهير دگډوډولو لپاره افغانستان ته په يوه اوبل نوم راونه لېږي . زموږ په باورکه نړيواله ټولنه اودافغانستان پدې اوسنۍ لانجه کي را گير هيوادونو مشران اودا زموږ دوه گاونډيان په رشتيا سره په افغانستان کي سولي راوستو او دموکراسی پلي کېدو پيل ته ژمنوی ،نوبايد دافغان ولس سره مرسته وکړی ،ترڅو دټاکنو دوهم پړاو دسولي او امنيت په فضاکي ترسره سي . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery