مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان خلک څرنګه نظام غواړي ؟

استاد فضل الله رشتین


 دافغانستان خلکو ته دا مهمه نه ده چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې څوک ( مفصد له ځینو سیاسي مشرانو څخه دی ) له چا سره یو ځای کیږي، دا د افغانستان خلک دي چې خپل تصمیم به نیسي او هغه چاته او هغه ټیم ته به رايی ورکوي چې وکولای شي د افغانستان سیاسی ، اقتصادی ، فرهنګي ، امنیتي او نورې مربوطه جارې په ښه شاان اداره او یو مستحکم نظام حوړ کړي ، داسې نظام چې پکې قانون حاکمیت ولري ، داسې نظام چې اداری فساد د له منځه وړلو لپاره اساسي برنامې ولري ، داسې نظام چې امنیتي چارې سمې کړي ، داسې نظام چې سیاسي برنامه ولري او وکولای شي د خارجي سیاست بنیاد په پوخ ډول جوړ کړي ، داسې نظام چې د خلکو لپاره د کار او روزګار زمینه مساعده کړي ، داسې نظام چې ضوابطو ته په روابطو ترجیع ورکړي ، داسې نظام چې د هیواد تعلیمی نظام ته سمه توجه وکړي ، داسې نظام چې هیواد د پردي فرهنګي یرغل څخه وساتي ، داسې نظام چې اجتماعی عدالت قایم کړي ، داسې نظام چې د قومییت ، مذهب ، ژبې ، نژاد اختلافاتو ته د پای ټکی کیږدي ، داسې نظام چې د هیواد د ټولو وکړو لپاره وي ، داسې نظام چې ځان په پردیو هیواد خرڅ نه کړي او هیواد د نورو هیوادو د احسانونو تر بوج لاندې رانه ولي . داسې نظام چې عدالت قایم کړي ، داسې نظام چې حق ته غاړه کیږدي ، داسې نظام چې د هر افغان په غم او درد کې ځان شریک وګڼي ، داسې نظام چې د غریبانو او محتاجینو لپاره داسې برنامې ولري چې په نتیجه کې یې د بې وزلۍ او احتیاج پیټي له اوږو لر شي . د افغاغنستان خلک همداسې یو نظام غواړي نو الله دې همداسې نظام راولي چې په پوره ایماندارۍ او صداقت زمونږ د هیواد او هیواد والو خدمت وکړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery