مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ناریندرا مودی را څرکندیدل او د هغه خارجی سیاست

محمود فراهی‎


 

په دی ورځو کی د هند رسنی توده بحثونه د(BJP))Bharatiya janata party لخوا د هند دنوی ټاکل شوی( ۶۳) کلن هندو ملت پرسته صدراعظم مودی په خارجی سیاست او د همسایه هیوادونوسره د هند حکومت اړیکو باندی متمرکزی دی .د منموهان سنیګ ځای ناستی مودی چی د یو نوی عصری هندوستان هیله لری او یو تاریخی بار یی په غاړه اخیستی په یو متوسط کورنی کی زیږدلی دی. او خپله زده کړی یی د ګجرات په پو هنتون کی د سیاسی علومو په څانګه کی بشپړی کړی دی.او ډیر فعال شخص په سیاسی چاروکی ګنل کیږی کله چی د هندو مذهب ګوند یا (بهارتیه جنتا ګوند) ته شامل شو نو خپلی سیاسی فعالیتونه یی شروع کړ مودی تر ډیرو کلونو پوری د (راشریه یسوایمسیوک سانګه) یا (د ملی دوطلبی سازمان )کی یی چی د هندو مفکورو یو برخه ده تبلغ کاوه :چی ویل به یی په یو تغیر د یو داسی ملک چی په هغه کی تطبق د مقرراتو وی چی دا یوه هندی ایدولوژی و. فعالیت کاوه. او په دغه ګوند کی یی ډیر ژر پر مختګ وګړ.او د هندوستان په پیچیلی سیاسی میدان ورګډ شو مودی چی کله د مسلمانانو او هندو انو تر مینځ اړیکی ترینګلی شوی نو دی په ګجرات ایالات کی د لمړی وزیر په حیث مقرر شو. بعد له (۲۰۰۲) کلونو کی په هند کی د نارامویو په درشل چی مسلمانانو او هندوانوپه مینځ کی د ګجرات ا یالات په لودیځ برخه کی د یوه ریل ګاډی د سوزی دو له امله را مینځ ته شوه چی څرک یی لا هم تر اوسه نه دی معلوم. ولی پړه یی د مسلمانانو په غاړه شو. چی ګواکی په دی پیښه کی دوی لاس لری .چی تر (۲۵۴) هندوان او(۷۹۰) مسلمانان و ووژشول .او په سل هاو کسان زخمان شول. هیڅ اقدام یی ونکړ نه تنها چی د اقلیتونو محافظت یی ونه کړلا یی هم په دی غونړی شخړه کی لاسوهنه کول او د جنګ میدان به یی تودوی د بشری حقوقو نړیواله اداره هم د مودی د اکړنه یی په کلکه وغندله او دا پیښه یی د بشریت ضد کار وباله سیاسی مخا لفین او غیر دولتی سازمانونه ددی پیښی څخه یی سیاسی ګټه پورته کړه او دی یی یو ملی ګرا هندو سیاست مدارشخص اودمسلمانانوضد یاد کړ.او تر اوسه پور یی مودی د ۲۰۰۲کلونو پړ ګڼی د غربی هیوادونه لکه د امریکا متحده ایا لات ؛بریتانیا ؛المان خپلی دیپلوماتیکی اړیکی د ګجرات لمړی وزیر مودی سره قطع کړی او دده سفرونه یی خپلو هیوادونو ته منع اعلان کړل حتا د امریکا کنګرس په ۲۰۰۵) کال کی یوه قطعنامه یی دده په باره کی صادر کړچی د ګجرات لمړی وزیر په مذهبی تعصب محکوم دی او په ډیرو هیوادونو کی دده د ویزی صدور منع اعلان شو ناریندرا مودی خارجی سیاست د ځینو هیوادونو سره لکه چین؛ جاپان ؛روسیه ؛پاکستان ؛ او افغانستان؛. پر نژدی اقتصادی دیپلوماتیکو امنیتی واقعیتونوولاړدی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery