دخپریدو نیټه : 2014-05-22 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
سرخوړلئ عادت:
حق دوست
د کابل په ښار کی په موټر کی ناست له دفتر نه د کور په لور روان یم. له مونږ مخکی یو کرولا ډؤله ښکلئ موټر ده چی په مخکینی سیټ کی یی یوه ښکلی ښځه ښکاری اوږده ویښتان یی په اوږو ځانګی، له موټر چلوونکی سره په خبرو بوخت او سر او ویښتان ډېر ښکلی ښکلی یو بل لور ته اچوی. زما سرخوړلئ عادت ده چی ښځه یوځل و نه ګورم زړه می پړک چوی. ډېره می ورته سودا شوه په زړه کی وایم چی زمونږ موټر والوځی او له نوموړی کرولا نه د مخکی کیدو په وخت دا ښځه یوځل ووینم. دا چی هغه هم ورو ورو روان وه نو هیله می ډېره وه چی زمونږ موټر به تری مخکی او زه به یی یوځل ووینم. رښتیا زمونږ موټر هم څو ځل نزدی وه چی تری مخکی شی، دا شیبه به نو زما زړه له ډېری خوښئ درزېده چی اوس به می پدی ښکلی ښځه سترګی ولګیږی او د لیدو تنده به می ماته شی مګر دا چی په سړک د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره وه بیا به زمونږ موټر ونشو کولئ چی تری مخکی او نهیلئ به پاتی شوم. څو ځل دا پېښه تکرار شوه مګر زمونږ موټر نشو کولئ چی مخکی شی مګر زما د ښکته کیدو ځای ته نزدی زمونږ موټر وکولائ شو چی مخکی شی. زما هم بدن ټول سترګی سترګی او ټولی می هغی خښې کړی وی. کله چی می ښخه ولیده نو هک پک شوم چی هغه ښځه نه بلکه نر وه. له بده مرغه چی په پتلون او یخن کی خو له یوی خوا د ښځې او نر توپیر ستونزمن وی او له بلی خوا هغه ښاغلی هم ګیره او بریت چټ پټ خرییلی او اوږده ویښتان یی پریښي وه. ناڅاپی می له خولی بی واکه ووتل – کور دی وران شه زه دی څومره وکړؤلم ته خو نر وی، کور دی وران شه – خدای دی ورته زما دا ښیری نه قبلوی ځکه ګناه د هغه نه زما د سرخوړلی عادت وه چی ښځه یو ځل و نه ګورم زړه می چوی.
په درنښت