مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د فساد جړي په ولسي جرګه کي!

محمد سلطان شریفی

 

 

 طلوع تلویزیون د دوشنبې په ماښامني خپرونه کي چي د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د غوايې د میاشتي په ۲۹ نېټه چی د ۲۰۱۴ عیسوی کال د می د میاشتي د ۱۹ نېټې سره سمون خوري د افغانستان د ولسي جرګې پر وکیلانو باندي نیوکو ته ځای ورکړی و. چي د دې خپروني د راپور پر بنسټ چي په ولسي جرګه کي هره ورځ څه د پاسه سل تنه استازي د مجلس په غونډو کي ګډون نکوي او همدا راز د ولسي جرګې اداري پلاوي هم وايې، چي په ولسي جرګه کي د وکیلانو د دوامداره نه ګډون له کبله سخت په تنګ سوی دی، او زیاته يې کړه: چي د دې ستونزي د مخنوي لپاره د دوي هر ډول هڅي بې پایلي پاته شوي دي. د دغه پلاوي په وینا، چي دا وار ملت باید د دا ډول استازو په اړه پخپله قضاوت وکړي.

طلوع نیوز د خلګو د دې استازو په اړه د دې وروستۍ اونۍ حاضري تر لاسه کړې وه، چي له مخي يې په غونډو کي څه د پاسه سل تنه وکیلان په غونډو کي نه حاضریږي.

البته دا هغه اداره ده، چي پخپله قانون جوړوي او پر پلي کولو يې تر هر چا زیات ټنګار کوي، خو له بده مرغه همدغه اداره او وکیلان د خپل جوړ کړی قانون په ماتولو کي تر هر دولتي اورګان او چارواکو تورنه اداره ده. دا پداسی حال کي چي دا وکیلان په څلورو میاشتو کښي یوازي ۱۵ ورځي په قانوني توګه د رخصتۍ ایجازه لري. خو ددغه جرګې د حاضرۍ کتاب د دې ښودنه کوي، چي په یوه ورځ څه د پاسه سل تنه د ولسي جرګې غړي دغه جرګې ته ندي ورغلي.

هغه متل دی چي وايې:( پر ڼورو روڼ پر خپل ځان ړوند) البته دا د افغان ملت هغه کور دی، چي پر اکثره حکومتي چارواکو باندي د همدغې جرګې څخه سختي نیوکی کیږي او اکثره وزیران په همدغه ځای کي د خپلو کارونو په ښه توګه د نه تر سره کولو په وجهه استحضا کیږي او د قانون په نه پلي کولو کښي له خپلي دندي ګوښه کیږي. خو له بده مرغه چي ولسي جرګه پدا ۱۳ کاله پخپله په قانون ماتولو کي تر هري ادارې په فساد تورنه اداره ده.

دا چی په رسنیو کي، طلوع تلویزون یوازنۍ رسنۍ ده، چي دغه مسلې ته يې د اول ځل لپاره د خلګو پام را واړاوه او پخپل ورځني راپور کښي يې ځای ورکړ، زه پخبله د یو عام افغان په توګه مننه ځني کوم. لاکن تر ټولو بده خو يې لا دا وه، چی د ولسي جرګې د یوه استازي په حواله چي دا وکیلان اکثره خپل وخت د یو بل په غیبت کولو باندي تېروي.

هو! همداسي ده، دا خبره زه بلکل ورسره منم، البته ځیني وکیلان چي زه يې پخپله هم پېژنم، پشلاه ټوله ورځ نورو وکیلانو ته ښکنځل او سپکي سپوري وايې، خو کله چي ور سره مخ سي په دومره مینه ور سره خاندي او جار او قربان ورته لري، چي ته به وايه، چی اوس به يې په زړه ننباسي.

اکثره وکیلان بیا لکه د بازار دلالان ولسي جرګې ته د یوې معملې پر وخت حاضریږي، چي آن د خپلي کاندیداتوري له ورځي څخه يې تر ننه پوري د خپل ولس د شته ستونزو په اړه کوم ږغ هم ندی پورته کړی او نه هم د دې استعداد یا توان لري، چي په ولسي جرګه کي د خپلو سیالانو په منځ کي د خپل ولس د شته ستونزو په اړه خبری وکړي.

 ( تر ټولو اسانه پر بل نیوکه ده، خو تر ټولو مشکله د ځان اصلاح ده ).

ولسي جرګه هر کله پر نورو حکومتي چارواکو نیوکي کوي او د کړونو په وړاندي يې زښت غبرګونونه ښيي، خو له بده مرغه چي د دوې ادارې فساد، د دې مظلوم هیواد ټول غړي تر خپل سیوري لاندي راوستلي دي او د دوي د غفلت له وجهي د خپل ژوندانه ترخې شېبې په تیاره کي سبا کوي.

رمضان بشردوست چي د ولسي جرګې یو نامتو او د خپل ولس په وړاندي ژمن، صادق او ډیر محترم شخص دی، د غیرحاضرو وکیلانو په وړاندي خپلي څرګندوني داسي وکړې.

 (( دا وکیلان ښه ویټامن او ښه ډوډۍ خوري، په ښکلو قصرونو کۍ ژوند کوي، او مکروبونه هم کومه اغېزه نه پرې کوي. نو که چیري په ولسي جرګه کي هر ورځ څه د پاسه سل کسان د دومره امکاناتو په درلودلو سره- سره د مریضۍ له وجهي غیرحاضر وي، نو ښه به دا وي ټول افغانستان یو روغتون وګرځي)).

داسي ویل کیږي، چی دغه استازي پر عمومي غونډو سربېره د کمیسونونو غونډو ته هم نه ورځي، د بېلګۍ په توګه لکه د روغتیا، ورزش او همداراز د ځوانانو د کمېسون غونډه په تېره یوه اونۍ کي د نساب د نه پوره کولو له امله هیڅ نده جوړه سوې.

داسي وکیلان د دې پر ځای چي د ولس ستونزو ته د حل لاره ومومي، د خلګو ژوند يې نور هم د کړاونو سره مخ کړی دی. آن دا چی اکثره وکیلان دي پر یو ستونزمن وخت ټلیفون ته ځواب هم نه ورکوي.

دا پداسي حال کي چي قانون جوړول او د قانون څارل د دوي دنده ده، نو که چیري د خپلو هیوادوالو په استازیتوب خپله وجیبه هم نسي ترسره کولای. آیا د دوي د غفلت له وجهي د دوي تنخواګاني حرامي ندي؟

 د کابل د ښار د یوه اوسېدونکي له قوله چي: ((اکثره وخت په ټوله ولسي جرګه کي د شلو څخه نیولي بیا تر دېرشو کسانو پوری د ولسي جرګې استازي په ورځني مسایلو کښي برخه اخلي او نور ټوله غیرحاضیر وي)).

چي دا اکثره د لازم نساب د نشتوالي له کبله د دې لامل کیږي، چي ولسي جرګه ډېر قوانین تصویب نکړي. باید ووایم، چي زموږ هیواد د قانون پلي کولو ته سخته اړتیا لري او په ډېرو برخو کي ناخوالو او د قانون د نشتوالي کارونه د پراخو ستونزو سره مخامخ کړيدي.

په ولسي جرګه کي اکثره مخکښه وکیلان د وزیرانو څخه د استحضا یا کوم وزارت تر ټاکلو مخکي خپله پوره ونډه يا باج اخلي او خپلي ټولي غوښتني په مني. که نه نو په ولسي جرګه کي يې په رایه نه ورکولو او یا يې په وړاندي په هغه خپله ډله چي مخکښ وکیل ورسره لاس وي، په پارولو تهدیدوي، تر څو راتلونکي وزیر او یا هم استحضا کېدونکی وزیر ناکامه کړي.


د سر لوړي افغانستان په هیله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery