مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

له ارګو نه دوبۍ جوړیدای شی خو ...‎

محمد رفیع واکمن‎

 

 

 


د آب باریک د غره ښوېدنې پېښې ټول افغانان حیران او غمجن کړل او افغانانو خپل ملي وحدت او یوالی، هېودانۍ، افغانی او انساني مینه د خپلو بېسارو مرستو له لارې وښودله او ځانونه يې په دغه غمجنه او سخته پېښه کې شریک وبلل.
د افغانستان د دولت له خوا د اب باریک د ارګو ولسوالۍ د مرستې د تنظیمولو کمیسیون د مرستو د ښه او پر ځای وېشولو لپاره وګومارله ترڅو دغه مرستې هغه زیانمن شویو ته چې له دغې پېښې ژوندي پاتې دي او یا د کورنۍ غړي یې پکې وژل شوي ورسوي چې ددغه کمیسیون په راس کې لوړپوړي دولتي چارواکي وګومارل شول.
وروسته تر دې چې افغانان خبر شول چې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د اب باریک په سیمه کې غر ښوېدلی دی او یو شمېر زیات افغانان پکې خپل ځانونه او خپل خپلوان له لاسه ورکړی نو د خپلو مرستو اعلان یې وکړ او د مرستو د غونډلو لپاره یې له ټولو افغانانو وغوښتل چې خپل خلک وژغوري چې بیا وروسته د ملي اردو، د ښوونځیو زده کوونکو، دولتي مامورینو، هنرمندانو او بالاخره ټولو عامو خلکو تر خپل وس او توان پورې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د اب باریک د سیمې د پاتې خلکو سره مالي او د خوراکي او د ژوند نورو اړینو توکیو مرستې وکړې.
په رسنیو کې مې واورېدلې چې د هندوستان او چين هېوادونو تر دوو میلیونو زیاته نقدې مرستې ته ټټر ووهلو او که د مرستو لړۍ ته ولیدل شي، نو په میلیونونه افغانۍ او ډالر د اب باریک د سیمې له خلکو سره مرسته وشوه.
بله ورځ مې بیا واورېدل چې د افغانستان ولسمشر د خپل سفر په ترڅ کې ددغې سیمې د خلکو لپاره ۳۰۰ جریبه ځمکه ددغې سیمې خلکو ته ورکړه او دوی ته یی د شهرک او کورونو جوړولو امر وکړ.
دا چې د ارګو ولسوالۍ د اب باریک د پېښې څخه یو څه موده تېره شوې ده مګر بیا هم په رسنیو کې ګورو چې دغلته خلک د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره سره په جنجال دي.
په افغانستان کې لویه ستونزه د مسوولو چارواکو بې کفایته مدیریت نه زیات خلک سر ټکوي، او خلک د ارګو ولسوالۍ د اب باریک لپاره د مرستو د چارو د تنظیم کمیسیون هم بې کفایته بولي او شک لري چې یادې مرستې یې په سمه توګه مستحق او وړ خلکو ته وېشلي وي .
دا چې هر څوک د زړه د اخلاصه د اب باریک د سیمې له خلکو سره مرسته کوي او دغه لړۍ لا روانه ده خلکو ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې یاد کمیسیون د کوم ځانګړي او مشخص پلان په جوړولو سره دغې مرستې غملړلو خلکو ته رسوي؟ د کومو اسنادو او شواهدو پر بناء دغه مرستې تراوسه یې خلکو ته رسولي او په راتلوونکې کې یې هم رسوي.
تر کومه ځایه چې عام افغانان پوهېږي دغه کمیسیون ددغې سیمې د خلکو د هوساینې، ارمتیا او په راتلونکې کې ددغو پېښو څخه په امن کې د پاتې کېدو لپاره کوم ځانګړي پلان او وړتیا نلري.
ځکه د یاد کمیسیون مشر او مسوولینو د رسنیو له لارې کوم ځانګړي پلان د خلکو د عادي او ښه ژوند لپاره نه دی وړاندې کړي.
د افغانستان عام ولس د افغان ولسمشر جلالتماب حامد کرزي نه په ډېره درناوۍ او کلکه غوښتنه کوي چې دغه مرستې باید په منظمه او مکمله توګه د اب باریک غمځپلو ته د یوه منظم پلان او هدف په موخه ورسول شي ترڅو دغه مرستې هغو پاتې خلکو ته ورسول شي چې ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مل دی.
که دغه مرستې په سمه او د ځانګړي پلان په اساس تعقیب او وېشل شي نو د اب باریک او ارګو ولسوالۍ نه باید د دوبۍ ښار جوړ شي، ځکه ددې سیمې د خلکو نفوس کم دی او د لږ تعداد نفوس لپاره د یوه ښه او کاري پلان جوړول کوم ګران او سخت کار نه دی.
دغه مرستې باید په داسې یو ځانګړي پلان تقسیم او ګټه ترې پورته شي، چې د سیمې د خلکو د راتلوونکي ژوند تظمین وکړي او دا مرستې باید د خلکو ژوند ته د پام وړ بدلون ورکړي په ځانګړې توګه د کور، پاکو او صحي اوبو، کرهڼه، روغتیا، زده کړه، مواصلاتي لارې او داسې نورو اسانتیاوې ورته برابر شې ترڅو د خلکو ژوند ور سره ښه شي.
ځکه افغانانو او نړیواله ټولنه دا مرستې ددې لپاره کوی چې د خلکو ژوند ښه شي، دوی هوسا او ارامه ژوند ولري، ددوي کاروبار ښه شي او ددوی راتلوونکي ژوند بدلون ومومي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery