دخپریدو نیټه : 2014-05-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د جنګ استازي د سولې پرښته نه شي جوړېدای !
یما آریا
ډاکټرعبدالله او پلویان یې، چې په افغانسان کې د ملي یو والي په نامه ارزښت نه پيژني او تل یې د قومي دایرې په دننه کې سیاست کړی او حتا په لویو معاملاتو کې، خو د پنجشیر د درې له ماحوله هم بهر نه دی راوتی، هڅه کوي، له سیاسي پلوه د څو بې هویتو کسانو په ملګرتیا باندې د ملي ګرتوب تمثیل وکړي.
افغانان د خپل نظام د ساتلو او لا پرمختګ لپاره داسې ولسمشر ته اړتیا لري،... چې وکولای شي، ټول ملت پرې راټول شي، خو په اوسنیو شرایطو کې، چې جنګسالاران او د نظار شورا وطن پلورونکي یو ځل بیا د بهرنیو کړیو په مالي مرستو د افغانستان د واکمنۍ د نیولو په هڅه کې دي، په خپلو مالي امکاناتو ، درواغجنو شعارونو او غولوونکو ویناوو یې یو شمیر نور کسان هم په خپل څنګ کې درولي دي . حزب اسلامي ته منسوب څو کسان، چې په تیرو لسوکلونو کې په اجرائیه قوه کې د ماموریت وړهم نه دي ګڼل شوي اوس د عبدالله عبدالله د احتمالي مرستیالۍ خوبونه ګوري، دوی کې داسې کسان هم شته، چې لرې نه تر یوکال وړاندې یې عبدالله او د هغه ډله د خپلو ارمانونو قاتله ګڼله، خو اوس یې هغه خبرې هېرې دي ، لکه پخوا یې چې خپل ټوپک د خپلو خلکو خولو ته نیولي وو اوس یې ټولې څرګندونې د خپلو خلکو پر ضد دي. عبدالجبار شلګری یو له هغو کسانو دی، چې د ۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې په غزني کې د پراخو نا امنیو له امله د رایو په ترلاسه کولو ونه توانید ، شلګري په ټولو رسنیو کې چغې او کریغې وکړې، او خپل ځان یې د ولسي جرګې د ټاکنو یو پښتون قربانی وباله ، هغه وخت کې د محقق د ډلې هزاره ګانو د غزنی د ۱۳ ولسوالیو د پښتنو څوکۍ خپلې کړې وې، شلګری د هغو پر وړاندې ولاړ و ، د محکمې دروازه یې نیولې وه خو عبدالله او ډلې یې د محکمې مخالفت کوه. هغه محکمه چې شلګري په کې د غزنی د اندړو حق غوشته د یونس قانوني له خوا صحرايي او غیرقانونی ګڼل کېده خو شلګری په خپله خبره ټينګ ولاړ و، اوس شلګری ښه پوهیږي، چې په راتلونکې دولت که فرض محال عبدالله یې مشر وي تر مدیریته د پورته څوکۍ لورېنه هم نه پرې کیږي، خو دا دی د یونس قانونی او عبدالله عبدالله د ګټو او هوس لپاره د ایران او ای اس ای د ګټو د خوندي توب لپاره ، لګیا دی د اندړو په ستوني پښه ږدي.
زلمی رسول او ګل اغا شیرزی خو هسې د بحث وړ ځکه نه دي، چې دوی ته پخوا د وزارت او ولایت څوکۍ په لاترۍ کې ختلې وې، د زلمی رسول ۱۱ په سلو کې رایې د هغو کسانو رایې وې چې فکر یې کاو، دا به د ولسمشرکرزي کاندید وي، خو ده نه له ولسمشر او نه له هغو سره چې ده ته یې دا ۱۱ په سلو کې رایې یا ورکړې او یا تقلب کړې وې مشوره وکړه، دی په خپل سر پرته له دې چې له خپلو کسانو سره مشوره وکړي د عبدالله په کور ورننوت او ظاهراً یې هغه د افغانستان ورانولو ته یو ګام نور هم وړاندې کړ،خو پلویان او ټیم یې ۹۹ په سلو کې د اشرف غني تر څنګ ودرېدل. بل کس اجورتي ویاند فضل الرحمن اوریا دی، فضل الرحمن اوریا یو سیاسي دلال دی، چې په هیڅ ارزښت او باور باور نلري. دی د شیري غله لمسسی دی، شیری غل د پغمان و. د سقاو د زوی د ډلې ملګری او لار وهونکی و، فضل الرحمن عیناً لکه د خپل نیکه په شان د سقاو له لمسي سره لاس یو کړی دی، او د خپلې هرې مرکې په بدل کې د عبدالله عبدالله له دفتره پیسې اخلي.
خبره د ملي یووالي ده ، که عبدالله فکر کوي، چې د دې خلکو په راوستلو سره به یې د خپلې ډلې تشه ډکه کړې وي تېروتی دی، دا کسان صرف اشخاص دي، نه د کوم قام استازیتوب کوي نه د کومې سیمې او نه کوم خیل. دوی دومره په ساده ګۍ سره د عبدالله ټیم کې لګیا دي، چې په دې هم نه دی خبر، چې دوی باندې باور هم نه کیږي . له دوی سره اساسي مشورې هم نه کیږي.
دوی باید پوه شي، چې عبدالله هسې هم ټاکنې نه شي ګټلای نو ښه داده، چې دوی د خپلو خلکو پر وړاندې له مختورۍ ځان وساتی او همدا اوس په خپلو کړو پښېمانه شي او د عبدالله له ملاتړه لاس واخلي.