مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ان زموږ تیلفوني خبرې هم خوندی نه دي

حقیق

 

 
 د افغانستان حکومت دکابینی په ورستنۍ غونډه کی په دی بحث وشو چې باید دهغو سرغړونو مخه ونیول شی چی امریکایی لوری یی دهیواد د تیلفونی مکالمو په برخه کی ترسره کوي . د مخابراتو وزیر دکابینی غونډې ته ویلی چی امریکا دهغو دستګاه وو له لاری چی دکابل نړیوال هوایی ډګر ته څیرمه په دی بهانه نصب شوی چی ګواکی له دی لاری له مخدره توکو سره دمبارزې لپاره کارول کیږي، دافغانستان دحکومتی چارواکو او نورو اتباعو تیلفونی خبری ثبتوی او اوری یی چی دغه عمل دافغانستان دملی حاکمیت ښکاره نقضول ګڼل کیږي .
امریکا چی ځانته دنړی ستر هیواد او په اصطلاح د بشری حقونو مدافع وایی په دې عمل سره خپل ټول حیثیت ترپښولاندی کړ، مخکی له دی هم امریکایی لوري ډیر ځلی دافغانستان ملی حاکمیت ترپښو لاندی کړی ، زموږ داتباعو غیر قانوني نیول ، دهغوی کورونو ته دافغانستان داساسی قانون خلاف ننوتل ، په کورنو او ملکي کسانو بمباري او ښه ډیر نور داسی عملونه یی ترسره کړي چی زموږ ملی حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا ته یی په ښکاره بی عزتی کړی او هغه یی ترپښو لاندی کړي . نه یواځی د مخابراتو وزارت بلکه ویکی لیکس هم په دی اړه پخوا رپوټونه خپاره کړی او له دغی مسالی یی پرده پورته کړي او څه موده مخکی خو ښې ډیرې ناندری دامریکا او يو شمیر اروپایی او نورو هیوادونو ترمنځ په همدی مسأ له کی رابرسیره شوي خو لاهم امریکا یی لوری خپل دغه عمل ته دوام ورکوي.
جالبه ده هغه تخنیکی توکی او آنتونه چی مخدره توکو سره دمبارزي لپاره او دیو غیر قانونی عمل دمخنیوی لپاره نصبیږي خپله یو غټ غیر قانونی عمل سرته رسوي!
افغانستان ته له بده مرغه دبهرنیانو په راتګ سره نه یواځی دا چی مخدره توکي کم نشول بلکی لاهم زیات شول چی داپه خپله جوتوی چی تر(کاسی لاندی نیم کاسه) شته او لکه دجګړی غوندی مخدره توکو ته هم په قصدی توګه وده ورکول کیږي چی یو عامل یی هم دادی څرګندیږي چی هغه دمخدره توکو سره دمبارزي په نامه دجاسوسي کړنو ترسره کول دي او که نه له مخدره توکو سره خو مبارزه ډیره آسانه ترسره کیدله او ان چی دطالبانو په وخت کی پرته له دی چی هغوی خلکو او کروندګرو ته بدیل زمینه برابره کړي په ټول افغانستان کی دمخدره توکو کر نږدی صفر شوی وو خو دادی دیارلس کاله په افغانستان کی دامریکا ییانو په حضور سره دهغو رپوټونو له مخی چی په دی ورستیو کی رسنیو ورکړی دمخدره توکو کر له پخوا نور هم ډیر شوي دی.
ننی نړی دپوهی ، یووالی او ښو اړیکو نړۍ ده هغه ځواکونه او هیوادونه چی دخلکو دمنافعو خلاف دخپلو ناروا ګټو په فکر کی وي په ماته محکوم دي او کله به هم دنړی بی پری هیوادونه هغوی ونه بخښی اوهرومرو چی وخت یی راشی خپل غچ به واخلي.
امریکا ددی لپاره چی په راتلونکی کی په نړۍ کی یو حیثیت ولری او امریکا ییانو ته په نړۍ کی له زړه احترام او درناوی وشي او دیو پرمختللی ټولنی او خلکو غوندی دسوله خوښوونکو او بشرپالو په توګه ورته وکتل شي باید چی خپلو ټولو کړنو کی ژور بدلون رامینځته کړي . ددی پرځای چی دخلکو جاسوسي وکړي ددی پرځای چی دنوور هیوادونو ملی حاکمیت ترپښو لاندی کړی او یا هغوی ته ګواښ پيښ کړي او دښکیلاک تکل ولري باید نړی ته سوله ییز پیغامونه ورکړي چی نوره نړی یی په اړوند مثبت قضاوت وکړي او خپلی اړیکی له زړه ورسره وساتی. په داسی حال کی چی اوس داسی نه دی او په دی کی شاید ترډیره بریده دامریکا سوله خوښوونکی خلک موافق نه وي خو اوس داسې بریښی چی مغرضی حلقي ناوړه مفکوري دامریکا په مغزو او خيټه ولکه لري او نه پریږدی چی دغه هیواد په نړی کی دیوه قبول شوی او دوست هیواد په توګه مطرح شي . داسمه ده چی امریکا اوس پوځی وړتیا لري او کیدای شي دډیرو هیوادونو اړیکی او له امریکا سره ظاهری ښه چلند له دغه هیواد نه دډار یا دمرستی دحاصلولو لپاه ترسره شي چی کله هم دزړه دکومی درناوی نه دی او ان چی دډیرو خلکو په ذهن کی امریکا اوس هم منفوره ده او دشک په سترګه ورته کتل کیږي. نور لازمه ده امریکا یی لوری په خپلو سیاستونو کی له سره غور وکړي او خپل ځواک دنورو دښکیلاک او ډارولو پرځای له نړی سره دښو اړیکو او ریښتینی مرستي لپاره وکاروي څو چی امریکا دنړی دټولو ملیتونو داوسید دځای په توګه دټولو ددرناوی وړ هیواد وګرځي.
دامریکا یی لوری وروستۍ غلطي چی یو ستر جنایت هم دی دافغانانو او دنړۍ دسوله خوښوونکو خلکو نفرت نورهم ددغه هیواد په وړاندی زیات کړی که ددغه هیواد مشران او چارواکی ورته پام ونه کړي یوه ورځ به امریکا یی کړنی خپله دهمدغه هیواد دتباهی او بربادی لامل شي.
زموږ تیلفونی اړیکی چی رازداری یی بیخی ضروری ده او دنړیوالو نورمونو مطابق یی باید چی مصؤنیت تأمین وي اوپه پټه یی اوریدل ونه شی هغه څه دی چی دافغانستان حکومت یی په دی برخه کی مسؤلیت لري او راتلونکی حکومت هم باید دغه ټکی ته پام وساتي.
کاندایدان چی اوس وروستی پړاو ته سیالی ته وتلی دواړو په خپلو کمپاینونو کی ویلی چی له امریکا سره به امنیتی تړون ددوی دپروګرامونوپه سر کی وی خو یوڅه چی دیادولو دی هغه دادی چی حامد کرزی هم کولای شول دغه تړون لاسلیک کړی خو هغه دافغانستان دلویی جرګی شرطونه دامریکا لوری ته کیښودل چی هغه دافغانستان ملی حاکمیت ته احترام او دامریکا یی لوری د خپل سروکړنو مخنیوی دی ، که چیری امریکا بیاهم خپلو تیریو ته دوام ورکوي او دافغانستان حاکمیت ته درناوی نه کوي او دافغانستان دسولې دبهیر لپاره لازم تضمینونه نه ورکوي نو لازمه به نه وي چی راتلونکی ولسمشر دغه هیواد سره دتړون په امضأکولو سره خپل ځان ته تاریخی بدنامی خپله کړي ، ځکه افغان ملت یو ویښ او غیرتی ملت دی او کله هم دخپلو ملی ګټو دښمنان نه بښی او کله چی دخپل واک څښتن شوی په دی هکله یی لازم قضاوت کړی دی .
که چیری امریکا غواړی چی په راتلونکی کی یی دافغانستان له خلکو سره اړیکی ښي وي نو زموږ ملی ګټو ته دی احترام وکړی دتیرو تیروتنو بخښنه دی وغواړي او هغه زیانونه یی چی افغانانو ته رسولی هغه جبیره کړي له دی پرته به یی تاریخی محکومیت په برخه وی او دافغانستان د اوسنی او راتلونکی نسل له نفرین او دغچ اخستنی له غوښتنی سره مخامخ وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery