دخپریدو نیټه : 2014-05-28 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د ولسمشر عبدالله په دوره کې د ننګرهار انځور
نجیب الله
په ننګرهار ولایت کې دوه ډلي دي چې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کوي:
۱. حاجي حضرت علي ، جهادي قوماندان او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې
حاجي حضرت علي چې په ختیځ زون کې د پشه ایی قوم استازولي کوي، د شمالي ټلوالی ډیر پخوانی متحد او ملګری دی او په وروستیو دوه دورو کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې پاتې شوی. د نوموړی د سابقې په اړه ډیر څه لیکلو ته اړتیا ځکه نشته چې د کارنامو په اړه یې نه یواځی ننګرهاریان بلکې ټول ختیځوال مالومات لري. د نورو ترڅنګ یو ستر ریکارډ یې دادی چې د پارلمان په تیرو دوو دورو کې ،چې نږدی اته کاله کیږي، یوه کلمه خبره هم نه ده کړی.
د حاجي صیب حضرت علي په تیر ژوند نور څه نه لیکم خو یواځی د هغو نه هیریدونکو خاطرو په اړه څو کرښې لیکم چې ننګرهاریان یې له حاجي صیب حضرت علي او دهغه له ډلې څخه لري. د طالبانو حکومت نسکور شو، د کرزي نوی حکومت پیل او ننګرهار د حاجي صیب حضرت علي د ډلې په منګولو کې وغورځید. عجب شاه د ننګرهار امنیه قوماندان وټاکل شو. ګل کریم، سمیع او ... د ښار بدمعاشان شول. د ښار په کوڅو کې د خلکو وهل او ډبول پیل شول. خلکو له ډاره د پشه ایی ژبې زده کول پیل کړل. د چا په غوږونو یې خولې ولګولی او څوک یې په موټر پسې وتړل. د شاړو د پاچاهۍ ترخه یادونه د هر ننګرهاري په مغزو کې اوس هم انګازې کوي. هیچا خپل مال، ځان او آن خپله حیا هم خوندي نه ګڼله. د بهسودو په ولسوالۍ کې د خلکو په لسګونه جریبه ځمکه یې خیټه واچوله، د بهسودو پل ترڅیرمه سلګونه جریبه دولتي ځمکه یې ونیوله او د ښار په زړه کې یې د ګل کریم د کمپونو په نامه سیمه چور او په خلکو وپلورله.
یو شاړي ملګري راته قصه کوله ویل یې د نوي حکومت په راتګ سره د هغه په اصطلاح د دره نور په سلګونو ګریس بند د بهسودو تر پله راورسیدل، حاجي صیب حضرت علي ورته د بهسودو د پل په سر وینا وکړه. پخپله وینا کې یې ورته وویل ورځئ او څه مو چې په وس پوره وي کورونه ته یې یوسئ خو سبا بیا ګیله ونه کړئ چې زه غریب پاتی شوی یم. ملګري مې زیاته کړه چې هوښیار خلک د زرګرۍ او نورو قیمتي هټیو پر لور لاړل او د هغه په وینا زما د پلار په څیر ساده خلکو بیا د خوراکي توکو پلورنځیو پر مخ ورهۍ کړل او د پاپړو بوجۍ یې په شا کړی. ویل کیږي چې د ملي امنیت پخواني مرستیال ډاکټر عبدالله لغماني په وژلو کې هم د حاجي حضرت علي لاس وو. هیره دی نه وي چې څو کاله وړاندی وسلوال د حاجي صیب حضرت علي کور ته ننوتل، پلار یې ورته ووژلو او د نوموړي د کور ډیرې میرمنې چې ویل کیږي د حاجي صیب خپله ماندینه او لوڼې هم په کې شاملې وی له ځانه سره یوړی.
۲. ډاکټر آصف، جهادي قوماندان ، د ننګرهار ولایت پخوانی مرستیال او د کانال رئیس
ډاکټر آصف اوسمهال په ننګرهار کې د ډاکټر صیب عبدالله د کمپاین مشر دی. د کرزي صیب په لومړۍ دوره کې نوموړی د ننګرهار ولایت مرستیال وو. ډاکټر صیب آصف د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو په قوم پورې اړه لري خو له بده مرغه یا له نیکه مرغه ووایم چې د نوموړي د کارونو له امله اوسمهال په ټول خوږیاڼي کې سل تنه پلویان هم نه لري. ویل کیږي چې آن دده زامن او پخوانۍ ښځه هم دده پلوي نه کوي. ډاکټر صیب آصف دویمه ښځه داسې یوه څوک وکړه چې په ننګرهار کې یې ډیر ښه نوم نه درلود. پخوانۍ ښځه او بچیان یې وشړل او له خپلې نوې ښځې سره یې ژوند پیل کړ. د ډاکټر آصف کارنامې هم کمې نه دي. کله چې د ننګرهار د کانال مشر وو، د کابل اوسنۍ هډې په سیمه کې یې په لسګونو جریبه ځمکه حاجي فاروق ته د څو منه غنمو په بدل کې ورکړه چې بیا وروسته په همدې تور د ښاغلي جبار ثابت لخوا څارنوالۍ ته وروپیژندل شو او څو کاله یې په محبس کې تیر کړل. د ډاکټر صیب آصف په وخت کې د ننګرهار د زیتونو باغونه ویجاړ او د کانال اړونده سلګونه جریبه ځمکه غصب شوه.
ددغو ښاغلو کارنامو ته په کتو سره اوس ویره دا ده چې خداي مه کړه د ډاکټر عبدالله واک ته په رسیدو سره به یو ځل بیا د چور، چپاول، غلا، وژنې، تښتونې او بی عفتۍ هماغه صحنې تکرار شي . بیا به سمیع وي او بدمعاشۍ به وي، ګل کریم به وي او تښتوني به وي، ډاکټر آصف به والي او ګل کریم به د امنیې قوماندان وي. د ځکو غصب او د انجونو تښتول به وي.