مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغانان یوځل بیا د تیارو په دوه لاری کی:

جمال خان بارکزی:

 



 
د حمل د ۱۶می نیټی په ټاکنو کی د ولس پراخ ګډون او د ټاکنو مرکزونو ته د ملیونونو افغانانو په شوراوشوق ورتګ په ملی او بین المللی کچه باندی د مثبتو غبرګونونو سره مخ شول، مګر یو شی ته چی تر اوسه د چا پام ندی شوی او یا ورته اهمیت ندی ورکول شوی،  هغه بدنامو څیرو(جنایتکارانو، غاصبانو،فاسدانو او قومی او مذهبی تفرقه اچونکو) ته د لوی اکثریت د رایو د استعمالول وو، چی په ډاګه باندی ویلای شو چی "ملت په خپلو پښو اوپه لوی لاس د بدمرغیو کنډی ته ور روان دی."
اوس باید افغانان څرنګه یو برخلیک ته انتظار وباسی؟
 آیا دا به شونی وی چی د دغو دواړو نوماندانوڅخه د هریو په بری سره د "کــــــرزی" د تیری ناکامی دوری څخه د ښه وضعیت دررامنځته کیدولو تمه وشی؟؟؟
یوخوا"عبدالله عبدالله" د یوفوق العاده ماتیدونکی او غیر متجانس [شورای نظار، حزب اسلامی یوه څانګه او حزب وحدت] ټکټ څخه جوړ شوی دی، د " عبدالله" ټیم د هغو جنایتکارو ډلو څخه را مینځته شوی دی چی د نویمی لسیزی ټولی بربادی، د کابل ښار ورانول، د لس هاو زرو بیګناو وګړو د قتل، او د افغانستان د ټولو نظامی او اقتصادی، خصوصی او دولتی بنسټونو له منځه وړلو پړه پرغاړه لری...
خپله "عبدالله عبدالله" هغه کس دی چی د نویمی لسیزی په  ویجاړونکو جګړو کی په نیغه وڼده درلوده، او په دغو تنظیمی جګړو کی د نظار د شورا د بدنامی ډلی تپلی د مشرتابه ټیم اساسی غړی وو.  په ۲۰۰۱ کال کی، کله چی امریکاییان پر افغانستان یرغل کوی، د نظار د شورا د لوټمارانو په کابل باندی د هجوم سره سم،  "عبدالله" یو ځل بیا د بهرنیو چارو د وزارت چوکی غصبوی، په پراخه کچه باندی په اختلاس او اداری فساد لاس پوری کوی، د بی جوړی ضعیفه شخصیت په لرلو سره، د بی شمیرو اخلاقی فسادونوڅخه هم انکار نکوی، د ښخو او انجونو سره نامشروع اړیکی ټینګوی چی څو بیلګی یی په عام ډول رسوا شوی هم دی... او پدی ډول ځان په ولس باندی تحمیلوی.
"عبدالله" او د ده متعصب ټیم چی د افغان نوم د  پوهنتون د کلمو د اوریدلو زغم هم نلری، هغه څوک چی د افغانستان ډ ټولو تاریخی او ملی ارزښتنو او حتی چی د افغانستان د موجودیت څخه انکار کوی، او همیشه د افغانستان د ورانولو لپاره شیطانی برنامی جوړی کړی دی او جوړوی. 
آیا موږ کولای سو د دغسی یو ټیم څخه د افغانستان د خطرناکه او ماتیدونکی وضعیت د ښه والی تمه ولرو؟؟؟ هیڅــــــــکه هم نه...
"عبدالله" د خپل نا متجانس ټیم اوهغی شیطانی برنامی چی جوړی کړی دی، یواځینی موخه یی د افغانستان له منځه وړول دی، آیا موږ کولای سو د "عبدالله" او د ده بدنام ټیم څخه په افغانستان د مثبت تحول د را منځته کیدلو انتظار ولرو؟؟؟
تاسو د ځان سره یو ځلی انځور کړی چی کله "عبدالله" خدای مکړه د افغانستان د چارو واګی په لاس کی واخلی، تاسو سوچ هم کولای شی چی دی به د افغانستان د ودانی او بیا رغونی لپاره کومه طرحه ولری او پلی کړی؟؟؟ او که د ګران افغانستان د لا تخریب لپاره هغه قومی، سمتی او مذهبی اختلافاتو ته لمن ووهی چی د نویمی لسیزی ټپونه یی لا تراوسه ندی رغیدلی او خپلی شیطانی او افغان ستیزی طرحی عملی کړی.
بل طرف ته ډاکټر "اشرف غنی احمدزی" دی د خپل جنایتکارو معاونینو[ د جنبش دوستم او د وحدت خلیلی] سره د یو مختلط ټیم چی د بدنامو اشخاصو او د ګوتو په شمیر د پاکو او نیکنامو خلکو سره به وکولاسی چی د اوسنی اداری [د کرزی اداری] څخه ښه فضا رامینځته کړی؟؟؟ پدی وروستیو کی د نظار د شورا یو شمیر تر ټولو بدنامی څیری لکه قوماند "الماس"، قوماندان "جراأت" او "ضیا مسعود" چی په پراخ فساد، جنایت او غصب مشهوره دی د یوی [له مخکی پلان شوی شیطانی طرحی] په ترڅ کی ځانونه د ډاکټر "اشرف غنی" په ټیم کی چی مخکی له دی هم د فاسدانو یوه ډیره وه، پوری وهلی دی...
ډکټر "اشرف غنی" چی په دی سیالیو[انتخابات] کی یو څه شاته پاته شوی دی، ظاهراً د هیڅ کار څخه چی د ده په آند د کامیابی سبب گرځیدلای شی، لاس نه اخلی، او هغه ټول اصول او پرنسیپونه چی د یو عالم، ټکنوکرات او متفکر معرف دی، تر پښو لاندی کوی.  "غنی" د ټاکنو په لومړی پړاو که د کمپاین په ترڅ کی په هغه غوڼده کی چی د "عبدالعلی مزاری" د مړینی د کالیزی پخاطر جوړه سوی وه، د یواځینی کاندید په حیث ګډون کړی وو.  په خپله وینا کی د واقعیت پرخلاف، "مزاری" یی شهید او ملی قهرمان وباله... او زیاته کړه چی " هغه بنسټیز موارد چی ما پخپله د مزاری د مکتب څخه استخراج کړی دی په لاندی ډول دی":
1. د مزاری د مکتب لومړنی اصل ملی وحدت دی
2. د مزاری د مکتب دویم اصل  هیڅ یو قوم په بل قوم برتری نلری
3. د مزاری د مکتب دریم اصل ؛ تولنیز عدالت دی
4. د مزاری د مکتب څلوم اصل د ښځو د حقوقو رعایت او احترام دی
اوس تاسو وویاست چی یو متفکر[احمدزی] حق لری چی د عینی واقعیتونو پرخلاف، قدرت ته د رسیدلو په موخه د یو وینه زبیښونکی انسان ټول مظالمو څخه سترګی پټی کړی او هغه ته برائت ورکړی؟؟؟ قضاوت تاسو ته در پریږدم...
څو ورځی مخکی "احمدضیا مسعود" او د نظار شورای څو تنه ترټولو بدنامو لنډه غرو قوماندانانو د یو احتیاطی پلان له مخی، د "اشرف غنی" د ټیم سره یو ځای شول، په دوی کی قوماندان "جرأت" او قوماندان "الماس" هم شامل ول، چی د غنی صاحب د توده هرکلی سره مخامخ شو... آیا "اشرف غنی" د جنایتکارانو او فاسدانو  د تطهیر ماشین دی؟  چی هرڅوک د ده سره وی پاک دی او که د ده سره نه وی نو بیا غله دی... "احمدضیا مسعود" چی اوس ورته "غنی" صاحب  وزارت ارشد ( د لومړی مرستیال سره برابر) چوکی خپل په احتمالی راتلونکی اداره کی په پام کی نیولی ده، او دبعضو شایعاتو پر بنسټ سربیره پردی ۸ وزارتخانی هم ورته په پام کی نیول شوی دی،
آیا "احمد ضیا مسعود" هغه جنایتکار ندی چی د نویمی لسیزی په ورانونکو تنظیمی جنګونو کی د نظار د شورا د لوژستیک مسئوولیت یی په غاړه درلودل؟،
او آیا احمد ضیا مسعود هغه فاسد ندی چی د کرزی سره د مرستیالی په دوره کی، د ۵۲ ملیونو ډالرو پنډی په شا، په دوبی کی ونیول شو؟؟؟مـــــګر اوس چی ستا سره دی، نو بیا پاک دی....
"اشرف غنی احمدزی" خپل په متفکر دماغ سره اوس بیا هغه پلونه ترشا نړوی چی د هغو خلکو چی د ځانګړو ملحوظاتو پخاطر د عبدالله سره یوځای شوی دی، د بیرته را تګ لاره بنده شی... څو ورځی مخکی لوی متفکر د یو خصوصی تلویزیون سره په مرکه کی وایی "شیرزی ځکه عبدالله ته ولاړ چی  زه کله د مالیی وزیر وم، ما ورسره د بازسازی په نامه  په ننګرهار کی د اخاذیو مخالفت کول" په غبرګون کی، "شیرزی" د خپلی فیسبوک پاڼی څخه د یو اعلامیي په ترڅه د د ی په څنګ کی چی د بازسازی د پیسو د اخیستولو څخه د خپل موقف څخه یی دفاع کړی وه، "اشرف غنی" یی دراغجن بللی او ویلی دی چی کله چی زه په ۲۰۰۷م کال کی د ننګرهار والی شوم، "اشرف غنی احمدزی" لا وخته د یو اختلاس په تور په ۲۰۰۴ م کال کی د مالیی د وزارت څخه ګوښه شوی وو...
د اشرف غنی احمدزی دغه ډول چلند دهغو خلکو چی په خاصو شرایطو او مجبوریتونو سره د "عبدالله" ماتیدونکی اوغیر متجانس ټیم سره یوځای شوی دی، په مخ د بیرته را تګ لاری بندوی، او د انتخابات تر را رسیدلو او د انتخابات څخه وروسته په ډیر قوی احتمال سره د"عبدالله" د ټیم د پاشیدو امکانات هرګړی موجود دی، " احمدزی" صاحب باید د تدبیر او نرمی څخه کار واخلی او د بیرته راتګ پلونه نوره هم پیاوړی کړی نه داچی د ناراضو رهبرانو او ولسی شخصیتونو د بیرته راتګ زمینی بالکل له مینځه یوسی.... دا هغه چلند ندی چی د یو متفکره څخه تمه کیدلای شی....
"اشرف غنی احمدزی" کله کله بیا د توکمیز ګروپونو د جذب په موخه د حدودو څخه وړاندی ځی، زموږ په ویآړلی تاریخ او اتلو سلاطینو باندی یرغل کوی او د دوی په مقابل کی د لا نورو حساسیتونو پارولو ته لاره هواروی،  چی دا کار یی کولای شی د ده موقف او اعتبار ته په راتلونکی کی نه جبرانیدونکی تاوان ورسوی.  د بیلګی په توګه، په دغو تیرو څو ورځوکی څو ځلی د یو نامانوس اصطلاح [ جغرافیایی زندان] څخه ډیر کار اخلی، ګواکی زموږ پخوانی پادشاهان  د افغانستان بعضی نژادی ګروپونه یی د افغانستان په مرکزی مناطقو کی په کوم زندان کی اچولی دی او تالا(قلف) یی ورته لگولی دی... "احمدزی" صاحب خپل په هغه وینا کی چی د مرکزی مناطقو د وګړو[هزارگانو] په یوه غونډه کی کوله داسی وویل "دا چی تاسو ماته رایی را نکړی، زما مسئوولیت ستاسو په وړاندی نورهم ډیر شو، که تاسی ماته دوه رایه هم رانکړی، زه ځان نوره هم مسئوول وبولم او  د افغانستان د مرکزی برخو د دغی جغرافیایی زندان د قلفونو ماتول زما د کار په لومړیتوبونو کی قرار لری"
 اوس راځی وګورور چی متفکر صاحب د غو خبرو څخه مطلب څه دی؟؟؟
آیا پخوا د افغانستان د مرکزی مناطقو وګړی رښتیا هم په کوم جغرافیایی زندان کی اچول شوی او کومه تالا [قفل] ورته لګیدلی وه؟؟؟
آیا که چیری رښتیا هم داسی یو زندن موجود وی، متفکر صاحب د دغه زندان د ماتولو لپاره څنګه یوه برنامه لری؟؟؟
آیا دی[احمدزی] به د مرکزی ولایاتو وګړی[ هزاره توکمه] د ایران سره په سرحد کی د فراه، نیمروز او هرات په ولایتونو کی ځاپه ځای کوی؟؟؟ او دغه سرحدی ولایات ورته په تحفه کی ورکوی؟؟؟ او یا بامیان د سمندره سره مښلوی؟؟؟
اویا "غنی" صاحب صرف در رایو د جلبولو لپاره دا ټولی پتاقی ولی، د افغانستان ویاړلی اتلان او پادشاهان ملامتوی او د نورو قومونو حساسیت یی پر ضد را پاروی او ځان ورته بهتره معرفی کوی او په پای کی هیڅ کار هم په دی خصوص نه تر سره کوی؟؟؟
پدی ورستیو کی ویل کیږی چی غنی صاحب د دی د ویری چی دوستم ځنی جلا نشی هغه ته د کامیابی سره سم د مارشالی رتبه هم په نظر کی نیولی ده...

د افغانستان بشر د حقونو د خپلواک سازمان لخوا هغه راپور چی په ۲۰۰۵ ز کال کی خپور شوی، په هغه کی د نویمی لسیزی د ټولو جنایتکارونو له مخونو څخه پرده اوچته کړه، او د ټولو متخاصمو تنظمیمونوجنایات یی مستند کړی وو. د دغه راپور د خپریدلو وروسته د دغی د وحشت او شیطانی دوری د معصومو خلکو[کابلیانو] د پاتی کسانو په زړونو کی هیلی را وزیږیدلی،  چی د دغو رهبرانو د هوس قربانی شوی وه، د انتقالی عدالت بحث ګرم شو، خلک بی صبرانه د دغه عدالت د پلی کیدلو په تمه وه، مګر "کرزی" صاحب چی په مصلحت پالنی کی د حدودو څخه اوښتی وو، ویی نه غوښتل چی دغه انتقالی عدالت عملی شی او دغه د عدالت پروسه یی په ریښه کی خنثی کړل.  د هغه وروسته د افغانستان د بشری حقونو مستقلی اداری لخوا یو بل راپور جوړ شو چی په هغه کی د تیرو ۳۰ کلونو د ټولو جنایاتو عاملین په مستنده توګه بربنډه شوی وه او حتی د خپریدلو نیټه یی هم د دغه کمیسیون لخوا اعلام شوه، یو ځل بیا "کرزی" د خپلی فاسدی او جنایتکاری کړی سره په همغږی سره وکولای شو حتی د دغه راپور د انتشار مخه ونیسی، سیما سمر[ د کمیسیون] مشره یی تر سخت فشار  لاندی راوسته او "نادر نادری" یی د دندی څخه ګوښه کړ... او دا راپور په مرموز ډول پټ شو او تراوسه چایی په هکله حتی خبره هم نده کړی... 

اوس افغان ولس د یو ناڅرګند او ناټاکلی راتلونکی سره مخامخ دی، افغان ولس د "کرزی" د دوری د پای او د نوی اداری راتګ ته،  په هیلو سره سترګی په لاره وه، دوی د یو مهم تحول چی لږ تر لږه وتوانیږی د تیری لسیزی لاسته راوړنی خوندی او یو نسبی ټیکاو رامینځته کړی، په تمه ناست ول... مګر داسی چی لیدل کیږی نور د خلکو دغه وروستی هیلی هم د خاورو سره خاوری کیږی...
څـــــــــوک ګرم دی؟؟؟
موږ افغانان په پراخه کچه په ټاکنو کی ګډون وکړ، او دافغانستان مخالفو مسلحو ګروپونه مو میدان[مبارزی] ته را وبلل، په ملیونونو افغانان خپلی رایی وکارولی او ټولو ورته آفرین وویل، په ملی او بین المللی کچه تقدیر او وستایل شول... مګر هیچا هم دا ونه ویل چی دغه خلک خپلی رایی د خپلو ګوتو په رنگولو[ لړلو] سره د چا په ګټه کارولی دی؟؟؟ بیا هم زموږ نږدی ۹۰ سلنه رایی په تأسف او سل تأسف سره د هغو خلکو په ګټه وکارول شو چی زموږ د هیواد  د تیرو ۳۰ کلونو په ځانګړی ډول د نویمی لسیزی د ټولو بدمرغیو او ناخوالو عاملین وه...
د ټاکنو دویم پړاو ته د غځیدلو سره سم دواړه کاندیدان بیله دی چی د دوی تیر عملونه په پام کی ونیسی، د بدنامو څیرو د جذبولو په هڅه کی دی... او دوی ته په نوی اداره کی د لویو ونډو د ورکولو وړاندیزونه کوی چی دا کار پخپل وار سره په راتلونکی اداره کی د لومړی شخص موقف کمزوری کوی او تر پخوا بدتره، د مافیایی اداری د دوام لامل ګرځی... مافیایی کړی په احتیاط سره خپله لوبه مخته وړی، اکثره تنظمی رهبران او قوماندان کوښښ کوی چی د دواړو کاندیدانو سره اړیکی وساتی چی بیا د هر یو په بری سره خپل واک وساتلای شی...
اوس په دغه تاریکه او نا معلومه دوه لاری کی افغان ولس کوم یو انتخاب کړی؟؟؟  دا هغه برخلیک دی چی افغان ولس په لوی لاس ځانته غوره کړی دی، په "دری" کی یو ضرب المثل دی چی وایی " از ماســــــــت که بر ماســــــــــت"

اوس باید د بد او بدترین په مینځ کی یو وټاکو... په ټاکنو که نه ګډون او د ټاکنو تحریمول د مشکل حل ندی، په ټاکنو ګډون اوس د افغان اولس وجیبه ده او د بد او بدترین په مینځ کی باید بد انتخاب کړو... او په دی شکل د هیواد د مکملی ورانی مخه ونیسو...

                             پای

 

 
  
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery