مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د میدان وردگو ولایت والي باید ددې ولایت لومړیتوبونو او خپلو لومړنیو ژمنو ته جدي پاملرنه وکړي

امین الله عادل

کله چې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوګیاڼي د ۱۳۹۱ په مني کې خپله دنده پیل کړه، په لومړيو ورځو کې یې خلکو ته په ډېره څرګنده لهجه وویل چې نوموړی به دې ولایت ته ډېر صادقانه خدمت کوي او د میدان وردګو ولس باید ډاډه اوسي، چې نوموړی د صادقانه خدمت هوډ لري او ددې لپاره نه دی راغلی، چې خپل جیبونه او بوجۍ ډکې کړي او خوګیاڼیو ته یې یوسي. بلکې په ریښتیني ډول غواړي دې ولایت ته خدمت وکړي. ښاغلي عبدالمجید په ډاګه ددې ولایت اوسېدونکو ته وویل چې د دوی لپاره د کرهڼیزو او په تېره بیا د مڼو د محصولاتو د پراختیا، او هغو ته د بازار په پیدا کولو کې به بې ساري هڅې کوي. همدارنګه نوموړي د میدان وردګو ولایت د پوهنتون د چارو د پرمخ وړلو کلکې ژمنې وکړې. د امنیت راوستلو او جګړو کمولو ژمنې خو تکراري خبرې دي او هرڅوک دا ژمني کوي مګر عملي کولی یې بیا ګران وي.
په دې ولایت کې ناخوالې او ستونزې بې کچې ډېرې او د هرې ولسوالۍ بېوزله خلک د جګړو، نا امنیو، خپل منځي دښمنیو، محرومیتونو، فقر او تعلیمي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي، چې په لیدو او اورېدو یې د کاڼې زړه هم ژړېږي. خو په مقابل کې متاسفانه نه یوازې په دې ولایت کې بلکې د هېواد په کچه په ډېرو دولتي ادارو کې ټاکل شوي چارواکي مجبور دي، چې د ولس دردونو ته د بشپړې پاملرنې پرځای لومړی د خپلې بقا لپاره فکر وکړي.
ښايی د نوي راتلونکي حکومت په بدلېدو سره ښاغلی خوګیاڼی هم بدل او یا هم په خپل ځای پاتې شي، نو هیله ده چې په دې ولایت کې د سیمه ییزو خانانو، وکیلانو او مشرانو خبرو او مشورو ته د غوږ نیولو پر ځای، چې ډېر یې د خپلې سیمې او قوم په نامه خپلو ګټو ته وفادار دي د غریبو او بېوزله خلکو دردونه په صادقانه ډول درک کړي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره داسې کارونه وکړي، چې یوه ورځ یتیم، کونډه، سپېږیږی او مظلوم ورته د زړه له کومې دعا وکړي، چې "والي صاحب دې خیر یوسي زما لپاره یې دا خدمت وکړ!" څه به وشي چې ښاغلی والي د ځان لپاره ځیني اساسي لومړیتوبونه لست کړي او هغه په خپل جیب او په دفتر کې له ځان سره ولري او هره ورځ د هغو په اړه له خپل ټیم څخه معلومات ترلاسه او لازم اقدام وکړي، ځینو اساسي لومړیتوبونو ته په لاندې ډول اشاره کوم، حال دا چې ددې ولایت ستونزې خورا ډېرې او دا مشت د خروار نمونه ده:
• له بزګرو سره د کرهڼیزو خدمتونو او په تېره بیا د مڼو او کچالو د محصولاتو په برخه کې په جدی ډول  د بازار پیدا کول،
• په دې ولایت کې د پوهنتون نمایشي ډبره اېښودل شوې خو عملي کار یې همداسې په ټپه ولاړ دی. داسې ښکاري، چې ځمکه یې بیا د غصبېدو په حال کې ده،
• په ټولو ولسوالیو کې د پوهنې ملکیتونه غصب او یا د غصب له ګواښ سره مخ دي، چا د ښوونځي ځای نیولی، چا هغه ځمکې غصبې کړې او دیوالونه یې ترې را چاپېر کړي، چې د بېوزله ښوونکو لپاره پکې نومرې په پام کې نیول شوې دي او چا هم نور دولتي ملکیتونه په خپل نامه کړي،
• والي صاحب په دې ولایت کې د شفافیت او فساد د نشتوالي ادعاوې کوي مګر متاسفانه چې له مستوفیت څخه نیولې د والي تر دفتره په هره اداره کې جدي ستونزې دي. والي صاحب دې په امتحاني ډول یوه مالي پروسه له یوه ریاست څخه تر مستوفیت پورې تعقیب کړي، و به ګوري چې له یوې لرې ولسوالۍ څخه راغلی شخص ددې ولایت په ادارو کې څومره کړېږي!
• په دې ولایت کې په ځینو ریاستونو کې لږ او په ځینو کې د ډېرو کسانو د استخدام پروسه جریان لري مګر هغه څوک چې په اړونده ریاست، ولایتي شورا او یا اداري اصلاحاتو کې څوک ونه لري، نه شي کولی چې په امتحان کې مخکې شي. په امتحان کې د خپل مربوطه شخص د کامیابولو لپاره ډېر چلونه وهل کېږي، سوالونه ورکول کېږي، پارچه یې بدلېږي، پر ځای یې بل څوک امتحان ورکوي او داسې نور... والي صاحب که په ريښتیا هم ښه مدېریت ته ژمن وي او د غریب او بېوزله له آه او ښېرا څخه وېرېږي نو په دې اړه دې جدي اقدام وکړي.
•  په پای کې دا چې کاشکې داسې یوه ورځ راشي، چې د یو شمېر محدودو خانانو، ملکانو او.... پر ځای د ولس عام خلک ووايي چې  خیر یوسې!


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery