مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

درې پخواني نه پخلا کېدونکي څیرې اوس چا ارګ نیولو ته یو کړل؟

محمد نادر سالارزی

  ګرانو په اسلام او هېواد او آزادۍ مینو افغانانو، د خپلې لیکنې لپاره مې پورتنې عنوان ځکه غوره کړ چې تاسو ته هم څرګنده ده چې دوه ځل عبدالله د جمیعت د وسلوال تنظیم اونظار شورا غړی دی او دده سره په ډله کې محقق د وحدت د ګوند مشر او محمد خان د حکمت یار په اسلامي ګوند پورې تړاو لري. تاسو ته پوره جوته ده چې جمیعت او نظار شورا، وحدت ګوند او اسلامي ګوند کلونه کلونه یو بل سره وژلي، کړولي او یو د بل په خلاف یې ناوړه تبلیغات کړي او دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده.
پورتنیو وسلوالو تنظیمونو د واک د ساتلو او د واک د ترلاسه کولو په منظور یوازې په کابل کې داسې خونړي او ویجاړونکي جنګونه او جنایتونه سرته رسولي، چې سارې یې د افغانستان په لرغوني او معاصر تاریخ کې نه لیدل کېږي. لنډه دا چې یادو تنظیمونو د یو بل پر ضد نه هیریدونکي او نه بښونکي جنایتونه سرته رسولي دي او اوس هم د یو بل د نابودۍ لپاره هر ناوړه، ناروا او نا انساني عمل ته لاس اچوي، خو په دې وروستیو څو میاشتو کې چې د افغانستان د ولسمشر د غوراوي لپاره د ټاکنو نېټه اعلان شوه، له دې سره سم پخوانیو نه پخلاکیدونکو دښمنانو یانې ډبل عبدالله، محمدخان او محقق په بیړه خپلې پخوانۍ دښمنۍ له پامه وغورزولې او د واک د ترلاسه کولو لپاره یې یو نامتجانس ائتلاف جوړ کړ او اوس په یو سنګر کې د افغانستان د تباهۍ لپاره غورزې پرزې کوي. دلته دا پوښتنه راپیداکیږي چې ایا دوی په خپل ابتکار او خوښه دا ائتلاف جوړ کړی دی او که نور کورني او بهرني عوامل هم لري؟
 ۱- کورني عوامل:
دا چې دې درې واړو کسانو کلونه کلونه بې ګوناه او مظلوم افغانان وژلي، د خلکو په پت بلوسېدلي او معلوم الحال د جګړی جنایتکاران، د بشري حقونو سرغړونکي او د ملي او شخضي شتمنیو غاصبین دي. که چیرې په راتلونکي کې په افغانستان کې ملي او خپلواکه اداره رامنځ ته شي ، نو هرو مرو به د غلو، لوټمارو، د بشري حقونو څخه سرغړونکي، د جګړې جنایتکاران او د شخصي او ملي شتمنیو غاصبین د عدالت میز ته راکاږي. یاد کسان غواړي چې په یاد ایئتلاف سره په افغانستان کې د نیمه ملي حکومت د منځته راتګ مخنیوی وکړي.
۲- دویم عامل چې دوی پرې راټول دي:
د جهاد د پاکې او سپېڅلې کلمې څخه ناوړه ګټه پورته کول دي او هغه داچې کیدای شي دوی په دې سره یوشوي وي چې مونږ په اصطلاح جهادیان یوو او دا هېواد مونږ ته په غنیمت کې راپاتې دی او بې له جهادي وسله والو تنظیمونو څخه نور څوک د واکمنۍ حق نلري؛ حال داچې یادو تنظیمونو د افغان ولس جهاد د خپلو شومو او ناوړه موخو لپاره بې خونده او پیکه کړی دی او د ۱۹۹۲ کال څخه تر ۱۹۹۶ کلونو پورې د وسلوالو تنظیمونو د واک دوره د شر او فساد په نامه یادېږي.
کورني نور عوامل هم شتون لري، خو زه په دې لیکنه کې یوازې په پورتنیو عواملو اکتفا کوم.
بهرني عوامل:
۱- دوه ځل عبدالله لا په لېسه کې زده کوونکی و چې د خپل ورور لطیف چې د جدي د شپږمې را په دې خوا ددفاع وزارت د سیاسي چارو په ریاست کې د تشکیلاتو مسؤل وو د کارمل د پرچم ګروپ ته جذب او د خاد پټ غړی شو؛ پاکستان ته تر کډوال کېدلو پورې یې خاد ته راپورونه ورکول چې د نوموړي د راپورونو پر اساس ډیرې افغانان او په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون یو شمیر محصلین دده د راپورونو په وسیله نیول شوي، کړول شوي او حتا د مرګ کومي ته لوېدلي دي.
۲- همدارنګه ډبل عبدالله د جان محمد پنجشیري سره، چې د ولي مسعود د خسر دی هم اړیکې پیداکړی. د نوموړي په وسیله دستګیر پنجشیري ته وروپیژندل شو. پنچشیری چې ظاهرآ د امتیاز او مقام په خاطر ځان په خلقیانو کې حساباوه، خو څرنګه چې هغه یو لیکوال سکتاریست او په ژبني، قامي او سیمه ییز تعصب کې ډوب کس و او په پټه یې ټوله راشه درشه له ستمیانو سره وه. عبدالله هم د ستمیانو اړیکې وغزولې. ویل کېږي چې عبدالله د پنجشیري په وسیله د شوروي سفارت ته معرفي شو او د ایجنټ شو. KGB
عبدالله په ۱۳۶۲ کال کې د KGB په وسیله پاکستان ته ولېږل شو او هلته یې د یاد سازمان په لارښوونه د کاګې بې (KGB) د وفادار شخص، یانې احمدشاه مسعود سره یوځای شو او ګډ کار یې پیل کړ.
۳- په افغانستان باندې د امریکا او ملګرو د یرغل څخه مخکې د CIA استازو بیا بیا د مسعود، عبدالله او د دوی د بانډ د ځینو مخکښو څیرو لکه قسیم فهیم، یونس قانوني او داسې نورو کسانو سره لیده کانه سرته رسولي ول او هر ځل یې د دغه هېوادپلورونکي بانډ مشرتابه ته په میلیونونو ډالر ورکړي دي، چې دا موضوع په پرله پسې توګه ځینو امریکايي استخباراتو تائید کړې او ځینو امریکایي لیکولانو هم په خپلو لیکنو کې ورته ګوته نیولې ده.
۴- عبدالله او بانډ یې د ایرانیانو سره نږدې اړیکې لري. نوړموړی د افغانستان او افغان ولس د ملي ګټو په پرتله د ایران ملي ګټو ته زیات ژمن او وفادار دی. ایران دغه وطن پلورونکو ته پرېمانه پیسې ورکوي ترڅو ایران وکولای شي چې د دې ژبني، قامي او سیمه ییز متعصب ګروپ په وسیله په افغانستان کې خپلې ناوړه موخې پلي کړي. د معلوماتوله مخې د عبدالله د ټاکنو د کمپاین لګښت زیاته برخه د ایران اخوندانو او پاتې برخه د پاکستان د آس اس آی په شمول د غرب او اسرایلو جاسوسي شبکې ورکوي.
محقق:
محقق چې یو ایران پلوه په مذهبي، قامي او سمتي تعصب ککړ کس دی، په ایران کې د استوګنې پر مهال ایرانیانو د قم په امامی مذهبي مدرسه او سپاه پاسداران کې په راتلوتکي کې د خپلو شومو موخو د پلي کولو په منظور پالنه او روزنه ورکړې ده. نوموړی له یوې خوا د خمیني د خط یو افراطي پلوی او له بلې خوا په قامي او مذهبي تعصب کې ساری نلري، تل یې د افغانستان قامي او مذهبي شخړو ته لمن وهلې او خپله دنده یې بللې ده. د کابل په تنظیمي جګړو کې د وحدت ګوند دویمه درجه مسؤل کس وو. په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل په ښار کې په زرګونو بې ګوناه او مظلوم خلک په شهادت رسولي او د خلکو په مال او عزت یې تیری کړی دی. محقق د بې ګوناه کابلیانو په وژلو او همدارنګه د شخصي شتمنیو په غصب او تالان کې پوره ونډه لري. ټولو ته څرګنده ده چې محقق څو کاله مخکې ډوډۍ نه درلوده، خو اوس په افغانستان، دوبۍ او ایران کې د لوړپوړو ودانیو او سوداګریز کاروبار څښتن دی.
ټولو ته د لمر په څیر څرګنده ده چې محقق یو متعصب او افراطي دی او د افغانستان له ملي ګتو څخه ورته خپلې شخصي ګتې غوره والی لري. دې د افغانستان په پرتله د ایران ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه دی ټول وخت د ایراني اخوندانو د خط د پلی کولو لپاره نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کوي؛ د ایران د قم د مذهبي مدرسې کاپی یې په کابل کې جوړه کړې ده او په دې مدرسه کې د ایران د اخوندانو د قم د مدرسې د افراطیت درسي نصاب تدریس کېږي، چې دا هرڅه د افغانستان د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سل په سلو کې په ټکر کې دي.
انجنیر محمدخان:
پوره راته څرګنده نه ده چې محمدخان پوره انجنیر دی او که د مسعود په شان یې زده کړې نیمګړې پاتې وي، خو خیر هر څه چې وي. نوموړی پخوا د حکمتیار په اسلامي ګوند پورې تړاو درلود او د یاد ګوند په لیکو کې د افغانستان د جنوب او غرب په سیمو کې د یو ګروپ د قوماندان په توګه جګړه کوله. د نوموړي په هکله مې د اسلامي ګوند له یو پخواني غړي څخه چې محمدخان له نږدې پیژني وپوښتل. هغه وویل چې محمد خان یوساده لوح، په پیسو مین او خپلې شخصي ګتې ورته ډیر ارزښت لري، د جهاد په وخت کې یې خپلې وسلې او کارتوس خرڅول، تل په شخصي مسایلو کې ښکېل او حتا په خپل کور، کلي او ولایت کې ورته کوم چا له جهاد څخه مخکې سلام او درناوی نه و کړی. هغه انسانان زورول، کړول او حتا ډیر بې ګوناه افغانان يې په شهادت رسولي دي. ځیني بې ګوناه کسان يې برمته کړي او بیا یې د هغوې له کورنیو څخه د خلاصون په بدل کې پیسې اخیستې، چې د ګوند مشرتابه له همدې کبله له قوماندانۍ څخه ګوښه کړ.
محمد خان چې د اسلامي ګوند کې یو شړلی او رټلی کس دی، په افغانستان کې د امریکایي یرغل څخه وروسته د اسلامي ګوند د نورو شړل شویو کسانو سره یوځای شو او له دې لارې یې د جمیعت او نظار شورا سره اړیکې پیداکړې. نظار شورا او جمیعت له ایران څخه په راغلو ډالرو واخیست او څو کاله کېږي چې د جمیعت او نظار شورا په چوپړ کې دی. ویل کېږي چې عبدالله ته د لومړي مرستیال ددندې د منلو په بدل کې ایران ۹ میلیونه ډالر ورکړي دي، ځکه دا حقیت ټولو ته جوت دی چې اسلامي ګوند او جمیعت نه پخلاکیدونکي دښمني لري؛ دا چې اوس په یوه ډله کې د واک د ترلاسه کولو لپاره غورزې پرزې کوي لامل یې د ایران ډالر او د محمدخان د چوکۍ او مقام هوس دی او بس. بله مهمه خبره داده چې محمدخان هم لکه د عبدالله په څیر د پاکستان له آی اس آی سره نه شلېدونکې اړیکې لري.
درنو لوستنکو!
په پورته ډول د عبدالله، محمدخان او محقق په هکله ځینې حقایق ولیکل شوو تر څو ګران هېوادوال له یادو کسانو سره يوڅه آشنايی پیدا کړي، چې دا پخواني نه پخلاکېدونکي دښمنان چا دې ته اړ کړل چې اوس یوځای د واک په ګدۍ د سوریدو لپاره ګډه مبارزه کوي. ځواب څرګنده دی او هغه دا چې دا پروني دښمنان اونني دوستان د نړۍ او سیمې، په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران په جاسوسي شبکو کې ګډ کارکوي. یاد هېوادونه په افغانستان کې د یو ملي یا نیمه ملي حکومت څخه ویره لري، ځکه له ایران او پاکستان دواړو سره مونږ د اوبو، مځکې او داسې نورې مسئلې لرو، چې په افغانستان کې ریښتینی ملي حکومت باید دا مسئلې حل کړي. افغانستان هغه برخه خاوره چې د انګریزي استعمار د ډیورند د تپلې کرښې په وسیله په ټوټه کولو سره جلا کړې، په هره وسیله چې کیدای شي بیرته خپله کړي او هم د افغانستان د څپاندو سیندونو اوبه مهار کړي تر څو پنجاب ترې ګته پورته نکړي.
ریښتینی ملي حکومت باید د افغانستان د هلمند سیند اوبه کنترول او د افغانستان په دننه کې ترې ګټه واخلي تر څو ایران نور زمونږ په ملي شتمنۍ خېټه وانچوي.
په پاې کې دې پایلې ته رسېږو چې د یادو دریو پورتنیو پخوانیو دښمنانو په یو صف کې ودرېدل د دوی خپل ابتکار او غوښتنه نده بلکې بهرنۍ جاسوسي شبکې او پرېمانه پیسې دي چې دا نا متجانس اتحاد یې رامنځ ته کړی دی. یاد هېوادونه غواړي چې د خپلو جاسوسي شبکو په وسیله زمونږ په هېواد کې یو کمزوری او پردي پالی حکومت رامنځ ته کړي چې اصلي واک له ایران او پاکستان سره وي.
په پای کې یوه یادونه کوم چې او هغه دا چې وايي کله چې غله د غلا تیارې نیسي، تر غلا کولو پورې ډیر خواږه او په اتفاق کې وي، خو کله چې غلا شوی مال ویشي بیا سره ورانېږي. خدای (ج) مه کړه که چیرې دغه پخواني نه پخلاکيدونکي دښمنان واک ته ورسېږي، نو بیا د چوکیو او امتیازاتو په ویشلو سره ورانېږي او په هېواد کې به يو بل ناورین رامنځ ته شي.
نو، زما غوښتنه او هیله دا ده چې په هېواد او اسلام میین افغانان د ایران او پاکستان استخباراتو ته وټ ورنکړي، ځکه یادو کسانو ته رای ورکول له اسلام او افغانستان سره نه بښونکی خیانت دی. د پوهې خاوندانو عبرت واخلئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery