مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

آيا عبدالله عبدالله مجاهد دئ؟!

عبدالرحيم زاهد

 
ځيني د ناپوهۍ او عدم معلومات له كبله او ځيني د خلكو د غولولو لپاره
 وايي عبدالله عبدالله مجاهد دئ او گواكي دى او ټيم ئې د مجاهدينو
 استازيتوب كوي!! راشئ وگورو دا ادعاء څومره وزن لري، او حقيقت څه دئ. د
 قضاوت په دوران كي دا مطالب خپلي مخي ته كښېږدئ:
•       عبدالله د كمونستانو د اقتدار تر سيوري لاندي او د كابل په پوهنتون كي
 تر هغه خپلو زده كړو ته دوام وركړ چي د كمونستانو له لوري د خپل اقتدار
 په وروستيو شپو ورځو كي مؤظف شو پنجشير ته ولاړ شي او د كابل حكومت او
 مسعود تر منځ د رابط دنده ترسره كړي، د مسعود او كابل حكومت، په ځانگړې
 توگه د فريد مزدك او كاويانيله ډلي سره د ارتباط او بيا گڼ شمېر توافقاتو
 په لړ كي عبدالله په مرموزه او مؤذيانه توگه خپله دنده ترسره كړه. كه څه
 هم ده د  تحصيلپه دوران كي د شعله جاويد له ډلي سره اړيكي درلودې، خو دا
 مهال د دې ډلي ډېر غړي له دولت سره يو ځاى شوي وو، شعله جاويد له مسعود
 سره هم ژوري اړيكي درلودې، مجيد كلكاني په پنجشير كي ځان ته پناه ځى جوړ
 كړى وو، دغي ډلي د مسعود مخكني جهادي افكار مغشوش كړل او دې ته ئې چمتو
 كړ چي د چيگوارا ليكني ولولې، هغه چي ديني پوهه ئې ډېره كمزورې وه له دغو
 ليكنو متأثر شو، په خپلو مركو او اظهاراتو كي ئې هم په وار وار پر دې
 خبري اعتراف او حتى افتخار كړى!! په داسي حال كي چيچيگوارا يو كمونست او
 د فيډل كاسترو همفكر وو. كه څه هم هغه يو مبارز وو خو نه په خپلي مبارزې
 كي د افغان مجاهدينو له ډېرو قومندانانو سره سيالۍ كولى شي او نه د
 بصيرت، پوهي او جنگي تجربو له پلوه د هغوى مقام ته رسېدى شي.
•       استاد رباني تل له عبدالله شكايت درلود او په خپلو خصوصي ليدنو كتنو كي
 ئې ويل: نه پوهېږو دا (عبدالله) له كومه راپيدا شو!! څنگه ئې د آمر مسعود
 په څنگ كي ځاى نيولى!! هغه ته غلطي مشورې وركوي او په غلطو لارو ئې
 بيايي!!
•       په داسي حال كي چي شوراى نظار له هغي ورځي راايسي چي د شوروي ځواكونو
 له استخباراتو سره ئې اړيكي ټينگي شوې، له مجاهدينو ئې خپله لار بېله كړه
 او د هغوى په ضد ئې د جنگ لار غوره كړه، تل ئې له شوروي ځواكونو سره يو
 ځاى د مجاهدينو په ضد عمليات كړي، د نهرين، اندراب، تخار، كاپيسا، پروان،
 بغلان، خنجان او د پنجشير شاوخوا نورو سيمو مجاهدينو ستر ستر قومندانان د
 دوى په لاس او په غدر او بې مروتۍ سره په شهادت رسېدلي، انجنير شهادت
 يار، انجنير سليم، انجنير عبدالوهاب، انجنير نبي، استاد عبدالودود، بهادر
 مدافع، استاد فريد، قومندان كريم، استاد عبدالله، قاضي جاويد، ارسلا
 جمال، مولوي خردمند، حكيمي، ... او په لسگونو نور نومياليمجاهدين دوى په
 شهادت رسولي.
•       دوى د ببرك له پلويانو فريدمزدك، كاوياني، دوستم، بابه جان، جنرال
 مؤمن، آصف دلاور، نبي عظيمي او نورو ځناورانو سره يو ځاى شول، د ايران په
 وساطت ئې هغه خائنانه ائتلاف جوړ كړ چي مسكو او واشنگټن ئې تر شا او
 مأموريت ئې دا وو چي د مجاهدينو په ضد د شوروي ځواكونو نيمگړى جنگ مخكي
 بوځي، امريكا ته ئې پر افغانستاند بريد بلنه وركړه، د هغوى د زمكنيو
 اجيرو جنگياليو په توگه له افغان ولس او مجاهدينو سره وجنگېدل، په تېرو
 ديارلسو كلونو كي په زرگونو مجاهدينپه ټول افغانستان، په ځانگړې توگه په
 پښتون مېشتو سيمو كي د دوى او د امريكايانو د گډو عملياتو په ترڅ كي
 شهيدان شول، امريكايانو خپل لومړى زندان په پنجشير كي جوړ كړ، په كابل كي
 ئې د شوراى نظار په مرسته خصوصي او پټ زندانونه جوړ كړل، د سي آى اې
 لومړى ټولگى په پنجشير كي كوز شو او هملته ئې خپل استخباراتي وسائل نصب
 كړل، نن هم او له هغه وروسته چي يولك اويا زره افغانان د امريكايانو په
 لاس وژل شوي؛ بيا همپه ټولي بې شرمۍ سره ټينگار كوي چي په افغانستانكي د
 امريكا نظامي حضور ضروري او گټور دئ، بايدد ترهگرو (مجاهدينو) په ضد
 عمليات ادامه وكړي، امريكا ته بايد نظامي اډې وركړى شي، زندانونه ئې په
 واك كي وي، په هر وخت او هر ځاى كي د شپې او ورځي له لوري د عملياتو
 اختيار وركړى شي. آيا هغه چا ته د مجاهد نوم وركول د جهاد او مجاهد
 سپكاوى نه دئ چي ماضي ئې دومره شرمناكه او تگلاره او شعارونه ئې دومره
 منحط او د ديني ارزښتونو خلاف وي؟!!!
•       دوى تل د صلحي د هري هڅي او وړانديز مخالفت كړى، كه دا د كرزي له لوري
 وه، كه د حزب اسلامي له لوري او كه د بل چا له لوري، دا ځكه چي دوى خپله
 بقاء او اقتدار د جنگ په دوام كي لټوي، كه جنگ وي دوى به وي او كه جنگ
 پاى ته ورسېدو د دوى د چړچو، بدمستيو او اقتدار ټغر به ټولېږي، تل ئې په
 واز كومي او د حياء او شرم له احساس پرته د جنگ پر دوام ټينگار كړى.
•       د حزب اسلامي په سلگونو لوى لوى شخصيتونه د دوى په لاس ترور شوي، پرون
 د روسي افسرانو تر قومندې او حمايت لاندي له حزب اسلامي سره  جنگېدل او
 نن ئې برگي امريكايي دريشي په غاړه دي او له ټولو پښتنو سره جنگېږي. په
 فساد او جنگي جناياتو او افغان وژنو كي تر ستوني غرق دي، د بهرنيو
 ځواكونو پر مزيد پاته كېدا ټينگار كوي، د امنيتي تړون فوري لاسليك غواړي،
 پرون د شوروي اتحاد ځواكونو مليشې  وې او نن د امريكايي ځواكونو اربكي.
•       د كرزي مفسد حكومت په حقيقت كي د شوراى نظار حكومت وو، د خارجه وزارت،
 داخله وزارت، دفاع وزارت، د ملي امنيت رياست.... په څېر مهم وزارتونه او
 ادارې د دوى په واك كي وې، په ټولو ادارو كي ئې د يوه توكم غړي توظيفول،
 له ټول افغان ولس او ټولو قومونو سره جنگېدلي، له پښتنو، اوزباكانو او
 هزاره وو او حتى تاجكانو سره ئې اوږدې قومى جگړي درلودې، د روسانو او
 كمونستانو سره ملگري شول، يوازينۍډله چي د مجاهد تر نقاب لاندي ئې له
 شوروي ځواكونو او كمونستانو سره ائتلافونه وكړل دوى ول، امريكايانو ته ئې
 پر افغانستاند بريد بلنه وركړه، له هغوى ئې غوښتل چي لوى لوى بمونه
 ووروي.
•       متأسفانه ځيني په تشو شعارونوځان غولوي او د نورو د غولولو هڅه كوي،
 آيا د شوراى نظار دوه دورې او جمعاً  اتلس كاله حكومت كافي نه دئ چي پوه
 شو دا ډله څه غواړي او څنگه حكومت خوښوي، د افغانستانپه ټول تېر تاريخ كي
 د دوى تر حكومت زيات مفسد، منحط، د پردىو نوكر، د ملت دښمن، د غلو،
 غارتگرانو، بدمعاشانو، اوباشانو  او لوټمارانو حكومت نه دئ ليدل شوى، هغه
 بدي ورځي چي افغانانو د دوى د اقتدار په تور دور كي ليدلې دي بېلگي ئې د
 هېواد په تاريخ كي نشو موندلى، دوى درې ځلي د كابل د صرافۍ سرايونه لوټ
 كړل، بانكونه ئې لوټ كړل، په لسگونو زره جريبه دولتي او شخصي زمكي ئې غصب
 كړې، هغه ستر ستر جنايتكاران، وطن پلورونكي، غله او اوباشان په دې ډلي كي
 راغونډ شويچي سيال ئې د افغانستانپه تاريخ كي لږ ليدل كېږي، نه د پښتنو
 شريف او عزتمن خلك له دوى سره ملگري شوي او نه د غيرپښتنو، په پښتنو كي د
 حضرت علي په څېر منفوري څېرې ورسره يو ځاى شوي، كه غواړئ پوه شي چي حضرت
 علي څوك دئ او څه ئې كړي نو له ننگرهاريانو وپوښتئ چي د شوراى نظار د
 واكمنۍ په تور دور كي ئې له دوى سره څه كړي!! عجيبه دا ده چي شوراى نظار
 حزب اسلامي ته د زرداد پېغور وركوي!! هغه هم يوازي دا پيغور چي هغه په
 سروبي كي پاټك درلود او له ډريورانو ئې پيسې اخيستلې، نه د كوم قتل او
 غارت تور پرې لگولى شي او نه د كوم بل جرم او جنايت!!خو كه له يوه منصف
 انسان پوښتنه وكړو چي په هغو دوو كسانو كي به كوم يو ښه وي چي يوه ته
 انگرېزانو د ملي اتل لقب وركړ او بل ئې د يوه انگرېز جاسوس د توقيف په
 جرم دا څو كاله په زندان كي اچولى؟!! نو ځواب به ئې يقيناً دا وي: هغه چي
 انگرېزان ئې ستايي حتماً كوم وطن پلورونكى دئ او هغه چي انگرېزانو زنداني
 كړى ښايي مجاهد به وي!! زرداد دا څو كلونه كېږي چي د انگرېزانو په زندان
 كي دئ او مسعود د انگرېزانو په تلي كي ملي اتل دئ!!!
•       عجيبه ده چي ځيني عبدالله ته د مجاهد نوم كاروي!! حال دا چي عبدالله تر
 نن پوري نه په كوم روسي يرغلگر ډز كړى او نه پر امريكايي، گمان نه كوم چي
 هغه به تر نن پوري كلشنكوف پر اوږه اېښى وي، د ديني پوهي له پلوه ئې حالت
 داسي دئ چي د خپل لمانځه الفاظ هم سم نشي اداء كولى، ديني پوهه ئې دومره
 ده لكه د جنرال دوستم!! كه مجددي ته له دوى دواړو د امتحان اخيستلو واك
 وركړى شي نو ښايي دوستم به بريالى او عبدالله به ناكام اعلان كړي!!!
•       ځيني د عبدالله په څنگ كي د انجنير محمد خان شتون داسي تبليغوي چي
 گواكي دا ښيي د عبدالله ډله په (همگرايي: همپالني) باور لري!! حال دا چي
 هغوى انجنير محمدخان له حزب اسلامي سره د دښمنۍ له كبله او د مخالفت په
 موخه په خپلي خوا كي نيولى، تر دې وړاندي ئې هم ډېر نور په يوه او بل څه
 تطميع كړي او د حزب په وړاندي ئې ودرولي، خو څو ورځي وروسته ئې داسي لري
 غورځولي لكه څوك چي د يوې وني كومه څانگه ترې غوڅه كړي او له هغه وروسته
 چي وچه شي نو په تنور كي ئې وغورځوي. هر څوك پوهېږي چي كه كرزى د جمهور
 رئيس په توگه ونه توانيدو دا بدمعاشان كنترول كړي نو انجنير محمد خان به
 څنگه د دوى په وړاندي او په هغه صورت كي څه وكړى شي چي د جمهوري رياست
 گدۍ هم د دوى په واك كي وي؟!!دا نن چي شيرزى او زلمى رسول له عبدالله سره
 يو ځاى شوي نو ويل كېږي چي عبدالله محمدخان او د ده ملگرو ته ويلي چي
 تاسو ته منل شوي امتيازات (وزارتونه او ولايتونه) نشودركولى، بايد په
 معاهدې كي بدلون راوړو، ځيني ئې بايد نوو ملگرو ته وركړو!!!
•       كوم ليك چي عبدالله د پنجشيريانو په نامه لېږلى، په بربنډه توگه ښي چي
 د دې ډلي ناولي عزائم څومره خطرناك دي، هغه ليكلي:له پنجشير نن يوه داعيه
 جوړه شوې؛ د يوه شريف قوم د لويي او مشرۍ داعيه!! اوس پنجشير داسي لوړ
 مقام ترلاسه كړى چي د حكومتي لوړ پوړو چارواكو پنځه دېرش سلنه (35%)
پنجشيريان دي!!نن ټول افغانان په دې باور دي چي له چا سره پنجشير نه وي
 هغه پر افغانستان حكومت نشي كولى!! وايي د افغانستان تاجكان خپل هويت په
 پنجشيريانو پوري تړلى گڼي، له پنجشير پرته خپل شته والى په نشت حسابوي!!
•       حقيقت دا دئ چي دا ډله نه كوم اصول لري، نه پر ملي وحدت او د ټولو
 وروڼو قومونو تر منځ پر يووالي او ورورولۍباور لري، نه د جگړي پاى خوښوي،
 نه يو متحد، مضبوط او ځواكمن افغانستانغواړي، د يوه توكم د واكمنۍتر شعار
 لاندي او د پرديو د مټو په زور پر افغانستانحكومت كول غواړي. مأموريت ئې
 د وروڼو قومونو جنگول او د افغانستانتجزيه او وېشل دي. كوم بهرني ځواكونه
 چي د دوى ترشا ولاړ دي او مالي او نظامي مرستي ورسره كويپه همدې شرط او د
 همدې ناولو مقاصدو لپاره ئې دوى استخدام كړي.
•       هيڅ رښتينى مجاهد به د دې ډلي حمايت ته تيار نه شي، هر پوه او مخلص
 مجاهد دوى د روسانو، امريكايانو، ايران ... عمال گڼي، كمونستان د هغوى د
 مجموعې مؤثر لورى بولي، وايي: په دې څو كلونو كي يوازي عطاء نور گڼ شمېر
 مجاهد مشران او د حزب مهم غړي په شمال كي ترور كړي، د هغوى د اقتدار په
 دوران كي حزبيان د عادي او ټيټ پوړيو مأمورينو په توگه هم نه ټاكل كېدل،
 كله چي عبدالله د بهرنيو چارو وزير وو نو د حزب اسلامي غړي خو پرېږدئ حتى
 چا چي به پښتو ويله گرانه وه د دې وزارت په كوم بست كي توظيف شي!!!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery