دخپریدو نیټه : 2014-06-01 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
پښتو له ښونځي تر پوهنځي
زمری کامران کروړ
د پښتو ژبې اوسني عصر تکړه نواښتګر لیکوال استاداسد الله (غضنفر) نثر ډیر خوږ راون او سلیس ده ؛ د پښتو ژبې لپاره یې بلا کار کړی دی ارزښتناک اثار یې لیکلي دي چې لدې جملو اثارو څخه ( د نثر لیکلو هنر ) کتاب یې ډیر مشهور او خوندور کتاب ده. پدې کتاب کې زیاتي لیکنې سره راټولې کړي دي چې ټولې لیکنې یې د اهمیت وړ ده او لوستلو یې بیل خوند لري ماته خو یې جملې ډیرې خوند راکوي لنډې او په روانه ساده ژبه یې کښلې دي . ددې کتاب لیکنو کې مې یوه ورځ ((د ادبیاتو درسي کتابونه )) تر عنوان لاندې مې لیکنه لوستله ډیره ښکلې لیکنې یې په ښکلو ګوتو لیکلي ده نوموړي لیکنې د ښوونځیو او پوهنتونونو د ادبیاتو پوهنځیو پر تدریس رڼا اچول شوې ده او وایی چې ولې پدې کتابونو کې خوند نشته ولې یې زده کړیلان نه زده کوي؟ او ولې ترې تښتې؟ علت څه ده؟ زه درته د غضنفر صیب دغه لیکنه ټول مخته ږدم او وروسته په پوهنځیو کې د سترګو لیدل حال څو بیلګې درته واړندې کوم . د استاد اسد الله غضنفر لیکنه / کتاب: د نثر لیکلو هنر د کتاب مخ ۱۵۵نه تر ۱۵۶ پورې . عنوان (( د ادبیاتو درسي کتابونه )) ((ادب د هنر برخه ده او په هنري اثر کې خوند و ښکلا وي خو زموږ د ښونځیو او پوهنځیو د ادبیاتو په درسي کتابونو کې یا خوند نشته یا کم د ی داسې ولې ده ؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې موږ د ادبیاتو په ورزده کړه کې ډیر زور په هغو عناصرو اچوو چې د ادبي اثارو له ذاتي عنصر یعنې خوند و ښکلا سره یې مستقیم تعلق نشته د ژبې او ادبیاتو په مضمون کې له زده کوونکو غواړو چې مشکل او کم استعماله پخواني لغتونه زده کړي د ادبیاتو تاریخ زده کړي ، د مشکلو بیتونو معناوې زده کړي او ګرامر حافظې ته وسپاري دغه زده کړي د دوی د ذوق په روزلو کې برخه نه اخلي او ډیر ځله یې په مجبور شوي دي چې خوند پکې تقریبا نشته او په عملي ژوند کې چندان پکاریږي .)) استاد اسدالله غضنفر لیکي چې (( زما په نظر که د ادبیاتو په تدریسي کتابونو کې د متن د پېچلتیا په ځای د متن ښکلا ته ډیر اهمیت ورکړو نو له ادبیاتو سره په د زده کوونکو مینه پیداشي او د دوی ذوقونه به ورزول شي . ددې مینې به برکت په دوی په راتلونکی عمر کې له ادب سر تعلق نه شلوي یو ښکلی شعر، یوه اغیزه ناکه کیسه ، یوه خوږه سفرنامه ، یوجالب راپور تاژ یا د لوی لیکوال مقاله د ژبې او ادب په باره کې تر هغه متن چې مشکل او په فشار یې لولو ، دېر څه رازده کولای شي او د ژبې په باریکیوموښه پوهوي د ادبیاتو په تدریسي کتابونو کې دخوند و ښکلا عنصر ته بې پامي په مختلف و جوهات لري خو زما په ګومان یولوی علت یې دا دی چې زموږ کلچر او ارزښتونه خوند و خوشحالي ته په درنه سترګه نه ګوري و دودیز روزنیز نظام مو هم وایي چې چیرته ډب هلته ادب له بلې خوا په تاریخي لحاظ موږ د علم عملي استفادې ته اهمیت ندی ورکړی همدا وجه ده چې په اختراعاتو کې تقریبا برخه نه لرو موږ په پیړیو پېړیو ، تر ډیره حده ، علم د علم لپاره زده کړي دی خو اروپایانو علم ته د داسې شي سترګه وکتل چې په ژوند کې باید پکار راشي نو ترقي یې وکړه )) غضنفر په وینا: (( موږ دعلم په باره کې له خپلو زړو فکرونو سره تر اوسه خدای پامانی نه ده کړي د ادبیاتو د تدریسي کتابونو په تدوین کې پکار ده د موادو عملي استفادې ته هم اهمیت ورکړو په عملي ژوند کې له ژبې او فرهنګه څنګه استفاده کیږی ؟ هغه کوم ژنراونه دي چې په اوسنۍ ټولنه کې ورنه استفاده کوو؟ اخبارونه هر ورځ سر مقالې خپروي چې په لسګونو زره کسان یې لولي . ایا دیونس خیبري د دیوان معماوې به د زده کوونکي په عملی ژوند کې پکار راشي که د سرمقالې تدریس ؟ ژبه په مقالو کې په دفتري راپورونه کې په عریضو کې ،قوالوکې ، ډارمو کې ،په رسنیو ،ادارو او معاملو کې پکاریږی مو که غواړو چې ژبه مو وده وکړي اوژبه مو زموږ په وده کې برخه واخلي نو ولې یې دغو عملي مواردو ته په پام سره نه زده کوو؟ ولې یو زده کوونکی قانع نه کړو چې د ژبې او ادبیاتو مضمون یوازې د امتحان لپاره بلکې په نور ژوند کې هم پکاریږي)) په رښتیا سره استاد غضنفر خپل زړه تش کړو او دغه یوه حقیقت دی که چیرته موږ نن سبا په پوهنتونونو او ښونځیو کې وګورو نو ټول زده کوونکي به له ادبیاتو او په ځانګړې توګه له پښتو ژبې څخه بیزاره وي او شکایت به ترې کوي اوس خوځینې زده کوونکي په پوهنتون کې تاریخ او جغرافیه خوښوي خو ادب څانګې نه تښتي علت څه ده ؟ تاسو ته استاد غضنفر استادانه بیلګی او حل لارې وښودلي . اوهمدرانګه ستر مفکر او نوماند اشراف غني هم په یوې مناظره کې وویل : چې اوس هم موږ په پوهنتونو کې د اجدادو چیپټرونه لولو چې هیڅ ګټور نه تمامیږی باید ټول نصاب بدل شي او نوی نصاب ولیکل شي سره لا نوي میتود سره خدای ج د وکړي چې غني د غني افغانستان لومړی نفر شي . زه درته د خپل پوهنتون څو بیلګې مخته ږدم . زه لومړی ننګرهار د ښوونې روزنې د پښتو ژبې ادبیاتو څانګې ته بریالی شوم ،هلته کوم درسونه او استادان مو چې لرل ډیر ښکلی او استعدا خاوند ول او پوره تجربوی لرلي ، هلته استادانو راته بیلا بیل ورکشاپونه نوی مالومات او همدارنګه نور درسونه یې راکول چې زده کړیال هیڅ ستړی کیدو ته نه پریښود او لا یې شوق د درس لوستلو سره زیاتیدو خو بیا هم ځینې ستونزې درلودي . خو کله چې پکتیا ته مې تبدیلي وکړه او دلته مې درس پیل وکړ په لومړیو ورځو کې مې زړه تر تور شو . په پکتیا پوهنتون کې تکړه او سترګو تور استادان شته خو په درس ورکولو کې لوی لاس نلري او کافی تجربه هم دوی هغه څه کوي چې په دوی باندې په پوهنتون کې تیر شو ی وي لکه غچ او قصد چې زور یې له موږ اخلي . -۱د پکتیا هنتون د ادبیاتو استادان اکثرا لیسانسه دي او ماسټری نلري او ترڅنګ استادانه تجروبو نلري د ګوتو په شمیر څو استادان لرو بس . ۲- ځینې استادان تکړه دي خو ټولنیز خاصیت او زده کړیلانو سره رشه درشه نلري نه غواړي چې شاګراد ځان وروسوي ځکه ځینې استادان اندیښنه لري که چیرته زده کړیال ورسیږی نو بیا استادي ته راځی بیا خو خطر ده موږ ته . ۳- زیاتره استادان له هغو جملو څخه دي چې تیر کال فارغ شوي وي او سږکال بیا درس ورکوي چې د استادي په اصولو هم نه پوهیږی . ۴- ځینې داسې استادان هم شته چې له مخې درس نشي لوستی خو بیا په خوشحال او رحمان په دیوانو نیوکه کوي او په زده کړیلانو باندې یې په زور زده کوي که چیرته دا کارونکړی نو دوی په اصطلاح ټارګیټ یې . ۵- خو ځینې داسې استادان هم شته چې په کابل کې ماسټري کوي او هلته چې کومه پروژه ورکړي نو بیا یې دلته په زده کوونکو باندې په زور تحمیل وي او ورباندې پوره کوي، کنه ټارګیټ . ۶- ځینې داسې استادان لرو چې له خولې اور بادیږي زده کوونکي هم ښه پوه کوي خو ځینې ستونزې لري قوم پالنه ،نژاد پرستي ،له تکړه زده کړیلانو سره ضد چې سبا استاد نشی او چانس ورکول . ۷- استادان نوی نوښت ،نوی میتود او په نوي بڼه باندې درس ورکول طریقه نلري هغه زوړ ملا او زړې تراوې خو په زړه پورې خبره دغه چې له زده کړیال څخه جرائت اخیستل ؛ هو منوګراف به د دوی په خوښه جوړ وي که هغه موضوعو ته خوند هم نه درکوي او تاته سخته تمامیږي نو زده کړیال مجبور ده . ما له یو استاد پوښتنه وکړه چې د د دولت او حکومت ترمنځ فرق په څه کې ده هغه خوراکي نه وه زده زه یې داسې تهدید او بې عزته کړم چې خبري مه کوي . یواځې دغه کارونه داسې معاملي په ادبیاتو پونځیو کې ندي بلکې په ټولو پوهنځیو کې شته ځینې استادان خو داسې لرو چې دري څلور ځلې امتحان یې ورکړی خو کامیاب نشول او لسهاو یې چانسونه هم خوړلي وي بیاهم استادان دي . که چیرته د پښتو ژبې وده او پرمختګ غواړي ؟ که پښتو نړیواله ،اقتصادي ،سیاسي او ادبی ژبه غواړي نو خدای ته وګورئ پښتنو استادانو او پښتو ادب لارویونو ! د ښوونځیو نه تر پوهنتون پورې په نوی میتود او په زړه پورې درس ورکړي شاګراد تشویق کړي جرائت او تکړه والی مه ترې اخلئ او زده کړیال پریږدی چې له کوم مضمون سره مینه لري په هغه کې کار وکړي او دپښتو ژبه پرې غني شي