دخپریدو نیټه : 2014-06-03 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ولی ګاونډی هیوادونه زموږ لپاره سرخوږی دي
زمری څرګند
نړۍ ورځ تربلي پیشرفت کوي اونوی نوی افتکارات کوی اونږدې هره ورځ یی دلاسته راوړنو ډکه وي ولی چي نړۍ هرڅه لري پخپل ځان بسیاده ده او ورځ تربلي دخودکفایي پرلوري ده اما موږ دهغه بااوجود چی دپیشرفت نارې وهو دترقی تقاضاوي لرو او دلاسته راوړنو څرک وینو خو بیاهم زموږ په وړاندي څه ننګوني سته.
ولی که له یوه اړخه موږ هم غواړو دنړۍ غوندي د پرمختللوهیوادونو ژوند ولرو ،اقتصادي او اجتماعی مراحل مو اوج ته ورسیږي او له هره اړخه ورځ په ورځ دخودکفایي پرلوری ولاړ سو دابه امکان ونلری چی موږ دي داستر هدف طی نکړو.
ولی موږ هم کارکولای سو او هم داوړتیالرو چی په مختلیفوبرخوکښی خودکفاسو ولی دافغانستان طبیعی منابع ،روان سیندونه ،او شاړي درې هغه څه دي چی تریوه حده مو ضرورت رفع کولای سی خوداچی موږ ولی لاتراوسه دخپلو طبیعی منابعوڅخه پوره ګټه نه ده پورته کړي او لاموولي روان سیندونه په نوروهیوادونوکی خړوبیږی دابه هغه پوښتنه وي چی دهرفرد فرد سره سته چی په دې هیواد کښی ژوند کوي .
که څه هم ترډیره ځینی ګاونډیو هیوادونو زموږدپرمختګ لپاره دډیرو مکارو لاروڅخه بیلابیل امکانات په لاره واچول او غوښتل یی افغانان پخپلو کی په جنګونو مصروف وساتي اوددې کاره خپله استفاده وکړي خو بلاخره همداسی یی وکړه او ډیر یی خپل هدفونه په دي منفی لارو سرته ورسول .
زموږ طبیعی منابع یی په یوه اوبل نامه چوړکړی ،دلته یی کورنی جنګونه راته جوړکړه او ددې لاری یی هغه کارونه وکړه چی هیڅوک سترګی نه سي پرپټولای چی له همدې جملې څخه په افغانستان کښي دبودا دوختو مجسمې وې اودبامیان ولایت بتان هغه څه وه چی نړیوال شهرت یی درلودی چی دې منفی روحې لرونکو هیوادونو پرکراره پرینښودل ولي چی دافغانانو دې ستري لاسته راوړني دنړۍ توجع ځان ته را اړولې وه او نړۍ یې دې ته تشویق کړې وه چی دلته پانګه واچوي او دادامن کور تل دخپلو ښو یادونو خاطره کړي او له افغانستانه ښې خاطرې اوښه یادونه خپلو اړونددو ساحوته یوسی چی پرهمدې اساس ځینو خودغرضه هیوادونه چی موږ یی ګران ګاونډیان بولو دانه سوای زغملای چی افغان دي ښه ژوند ولری ، ښه تاریخ دي ژوندی وی او ښه یادګارونه دی نړيوالی ټولني ته پریږدي چی دافغانانو دې ستر کار ددوی لپاره په اقتصادي برخوکښی هم کوم منفی نقصان نه وو جوړکړی خودې ګاونډیانو دخپل ځان اوخپلو خلګو پرټنبلي یی زړه خوږیدی چی ولی موږ داسی ویاړنی نلرو او ولی موږ دداسی یادونو شاهدان نه یو نو ځکه یی ورته ډول کړني کولې او نه یې غوښتل چی افغانان دي دسیلانیانولپاره ځایونه ولری او بهرنیان دی دلته افغانستان ته راسي ولی په دي بتانو سره به افغانستان ته ډیرعواید راتلل او ډیرسیلانیان یی همدې بتانودرلودل .
که څه هم افغانستان یواسلامی هیواد دی خو په دې اسلامی هیواد کښی هرڅوک چی دافغان طبعه وی حق لری چی ژوند وکړی او دافغانستان ټولو نافذه قوانینو حق ورکړی دی چی دافغانی رواج مطابق دلته ژوند وکړی چی په همدې سره افغانان ډیر سره ګران وه پخپلو منځونو کښی چی دافغانانوداستر ویاړ ځینی معزیرو هیوادونونه سوزغملای نو یې ځکه خپل منفی فریبونه وغوړول او لاس په کار سوه چی تردادمه یی لادخپلو کارونو څخه لاس نه دی اخیستي او لاخپل منفی فعالیتونه کوی چی افغانان په دې امید دی چی نور به دخپلو پرمختګونوسره سره دوی ته په کلکه جواب ورکوی او یوار بیا به تاریخ ته ثابیتوی چی افغانان یوار بیا دخپل اصیل دوښمن په مقابل کښی دډیردقت څخه کار اخلي او پرې به نږدي چی څوک ورته صدمه ورسوي خو یواربیابه هغه شپې او ورځی راتلوونکی وي چی زموږ دبریازیری به په نړۍ کښی خپور وي زموږ دازادۍ چغه به پرټولو زاویو خپره وي او زموږ داستقلال قربانیان به په ښویادوی چی داکار دټولو افغانانولپاره یوه بریاده ،
هوکي افغانانو اتفاق او یوالي به تاڅوترخپل سپیڅلی هدف پوری رسوی ژرده چی شایدان به یې واوسي