دخپریدو نیټه : 2014-06-03 مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن
دافغانستان پر پاکه او مقدسه خاوره دپاکستان پوځی بريدونه!
حبيب الله غمخور
پاکستان شاوخوا تر دوه کاله زياته موده زموږ پر خاوره راکيټی بريدونوته دوام ورکړی اوپاکستانۍ پوځ په ډيره سپين سترگی اوبې شرمۍ سره بېله کوم دليل نه دافغانستان د يوشميرولايتونوپر مربوطاتولکه ،کنړ،ننگرهار ،نورستان ،خوست ،پکتيا ،کندهار اوزابل راکيټی بريدونه کوي .
ددوي ددې توغندي بريدونوله امله په سلهاوو افغانی کورنيو ته مرگ ژوبله اوښتې اوپه زرگونوله خپل اصلی ټاټوبي نه بېځايه سوی اوکډه کولوته مجبورسوی دي .
پدې ورستيوکي دتوغنديو دا بريدونه دومره زيات سوی چې يوازي په لسو ورځوکي دکنړ ولايت پر کرښې ته څېرمه ولسواليو تر زر ( ۱۰۰۰) زيات توغندی ويشتی دي . 1 June 2014 .د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د دغو حملو هدف د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو له ګډوډولو پرته بل څه نه شي کېداي .
ددې ترڅنگ پدې ورستيوکې ليدل کيږي چې پاکستان دډيورنډله کرښې هم ديخواته راننوزی اوپدې خواکښي ددوي په اصطلاح سرحدی پولي اودروازې جوړوي . دوي دا کار دلمړئ ځل لپاره هغه وخت وکړ چې گل اغا شيرزی دکندهار والي وو. هغه وخت گل اغا شيرزی بيله دېنه چي له ملت نه پوښتنه وسی دسپين بولدک ولسوالی په ساحه کښي تر دونيم کيلومتره زيات دډيورنډدکرښې دېخواته دسولي په نوم چې موږ ته دغه نوم دخندا اوحيرانتيا وړدی کومه دروازه جوړه کړه .او دادی دا څوکاله له همدي دروازې نه دسرحدی پولی په توگه استفاده کيږي .څرنگه چي گل اغا شيرزی دکرزی او امريکايانوتر نېغ ملاتړ اوحمايت لاندي وو،نودډله ايزورانيو پر خوله داسي دچوپتيامهر ولگيدچي تراوسه ئي مادکوم چانه ددې دروازې په هکله څه ندي اوريدلي .
دپاکستان دراکټی بريدونو اوتيريوپر وړاندي په افغانستان کي دننه اوله هيوادنه بهر ددې سیاسي ګوندونو اوتنظيمو نوچې هر چېري ځانونه مطرح بولي ،ملي مذهبی شخصيتونو،مدنی ټولنو ،ددوي په وينا خپلواکو ډله ايزورسنيو چوپتيا اوغلي توب هم زموږ سره ددوي دفعاليت په اړه يوشمېر سوالونه پيدا کړي دي .
داسي دروازې پاکستان دننگرهارولايت د ګوشتې ولسوالۍ سره نژدې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې جوړه کړه که حه هم افغان دولت ورسره گويا مخالفت څرگند کړ خو دادروازه تراوسه پر خپل ځاي ولاړه ده .
له بده مرغه په تېرو ۱۲ کلونو کې ایران او پاکستان خپلې پوستې د افغانستان لور ته رامخکې کړي دي.
پاکستان دډیورنډ کرښې په ګڼو برخو کې،په تېره بیا په هغو سیمو کې چې ډیورنډ کرښه سمه نه ده په نښه شوې، خپلې پوستې د افغانستان لور ته راوړاندې کړي دي .
همدا ډول د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې یو کیلومتره مخته راغلي او د تاسیساتو جوړول یې پیل کړي. بي بي سي د۲۰۱۴ ز کال دمۍ ۱۱
زموږ افغانانوله نظره ددولتی مشرتابه لخوا دپاکستان دتېری اوزموږ خاوري ته راننوتلوپر وړاندي پدې ډول چوپتيا اويا يوازي دډله ايزورسنيو له لاري دسياسي بحثونوپه مټ ددې مسلې دحل لاره نسي پيدا کېداي .
ترکومه ځايه چي دا مسله دافغانانو لپاره نه يوازي ملي بلکي دملي مقدساتو ارزښت لرونکې خبره ده ،ځکه نو دټولو نړيوالو اصولو له مخې اړينه برېښی چې دامسله بايددملگرو ملتوسازمان اوامنيت په شوراکي دافغانستان دبهرنيو چارودوزارت لخوا رسمأ ديواحتجاج ليک په خپرولوسره مطرح شي . دملگروملتودسازمان ،داروپاټولني سازمان ،دشانگهاي سازمان ، امنيت شورااوداسلامی هيوادونودنړيوال کنفرانس سازمان څخه بايد په کلکه وغوښتل شې چې دپاکستان دې وحشيانه اودټولونړيوالواصولواوبشری نورمونو،دبشردحقوقودنړيوال سازمان اعلاميې پرخلاف کړ نو ته چې دا دوه کاله دافغانستان پرپاکه خاوره باندي دراکټونو بريدونه کوي اوياپه يوه اوبل نامه زموږ خاوره لاندي کوي مخه ونسی اوددې تر څنگ دټولو هغوهيوادو نو دمشرتابه نه پوښتنه وسي کوم چي زموږ سره يې په تيرکال کي يوپه بل پسي ستراتېژيک تړونونه لاسليک کړل .
د ملګرو ملتونوسازمان ، ددې سازمان امنيت شورا اونورونړيوالو سازمانوته ته شکايت يو هغه لاره ده چې افغانان يې غوښتنه کوي .
دافغانستان دولتی مشرتابه بايد ډير ژر له ملگرو ملتونو او نړیوالو متحدینو څخه د مرستې غوښتنې له نړۍ وال اصل اوحقوقی حق نه کار واخلي .
موږ افغانان دنړۍ له يوشمېر هيوادونوسره ددې ستراتېژيکو تړونوپه گټه تراوسه پوه نسولو؟ځکه دادې زموږ پر خاوره پاکستان دتوغنديوپه برېدونو تيری کوي ،خاوری ته موپه يوه ساوبل نوم ناننوزی ، خوزموږ دستارتېريک تړون ملگری یې نندارچيان دي . څکه خو افغانان دا حق لري ،پوښتنه وکړي ،داچې زموږ هيواد دنړۍ له يوشمېر هوادونوسره ستراتېژيک تړونونولاسليک کړه ،ددې ستراتېژيک تړون کومه گټه موږ ته رسېږي ؟؟؟
دپاکستان ددې بريدونو اومخامخ تېری په هکله دافغانستان سره دستراتېژيکو تړونودلاسليک کوونکو هيوادونو رسمی، سياسي اوعملي دريځ تر اوسه موږ ته څرگند نه دۍ ؟
همدا ډول دهمدې ستراتيژيکو تړونوهيوادونولخوا راتپل سوی دولتي چارواکو لخوا دپاکستان ددې بريدونو اومخامخ لاسوهنو په هکله دافغانستان رسمی سياسي دريځ باندي هم موږ تراوسه نه پوهېږو .
متاسفانه کرزی يوه ورځ يوڅه اوبله ورځ بيا بل څه وايي ،کله پاکستاني چارواکوته خپل ورونه اوکله بيا دوي دښمنان بولي . ځکه خو زموږ اونړيوالونه ورکه ده چې کرزی اودده دولتی اداره دپاکستان او ايران دلاسوهنو اوتيری پر وړاندي کوم ډول سياست پلی کوي ؟
دې ټولو ملي اودنړۍ والو اړيکو ناخوالوته په پاملرنې سره زما په اند افغان ولس ديوې ملي ارادې اوملي خوځښت په زور نړيوال بايد دې ته مجبورکړي چې پاکستان تر خپلي کمبلې اخوا پښې غځونې نه ډډه وکړي . دې بری ته رسېدل ډير ساده کار دی، خو يوې ملي غښتلي ارادې ،ملي تعاون او ملي هوډته اړتيالري .
زما له نظره که موږ ديپلو ماتيکو هڅو له لاري ونه توانېږو چې له پاکستاني چارواکو اونړيوالي ټولنې سره يوې پايلي ته ورسېږو ،دابه اړينه وې چې دحل نوري لاري چاري ولټول سی . دحل نوري لاري ايجابوی چې افغانستان په ملي کچه يو تصميم ونيسي اودهغه دپلی کولولپاره ټول امکانات پيداکړي .
راسئ موږ ټول افغانان هرچيري چې اوسو،ددې ملي تعاون ،ملي ځواکمنۍ ،ملي حاکميت اوځمکنۍ بشپړتيا لپاره دافغان په توگه ، په گډه حرکت وکړو اوټول په يوه اواز ،دپاکستان پرخلاف په ټوله نړۍ کښي راپورته سو.
بری په يووالي اوکلک ملي عزم کښي رانغښتۍ دی .ومن الله التوفيق