مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کرزي ته سرخلاصئ لیک


لیکنه : ج  حا مد      


جناب ریس جمهور څنګه چی ستا د واک په ګوتو شمیر ورځی پاتی دي ستا دواکمنی دوری په هکله هم د افغا نستان خلکو او  هم تاریخ خپل قضاوت کړیدئ او موږ پدی کی هیڅ شک  نلرو چی تا ته د افغا نستان واګی داسی وخت په لاس درکړل شوي چی هیواد بهرنیو او کلکو کورنیو جګړو او د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنو دومره ځپلئ وو چی حتی د حکومتولئ ډیر ابتدایی جوړښتونه هم لمنځه تللی وو او دولت دومره توان نه درلود چی دیوی ورځی لپاره خپلو ما مورینو ته معاش ورکړي اردو او پولیس هیڅ شتون نه درلود او د دولت شتمني له طا لبانو مخکی تنظیمی ډاړه ما رانو او په ځا نګړی توګه د نظار شورا ایله جاریانو داسی څټلی وه چی ددولت په ټوله شنمۍ ایله د یوه وخت ډوډی نشوه خوړل کیدای او د طالبا نو رژیم خو هسی هم په تور لست کی وو هغوی ته یواځی عرب شیخانو د منطقی د استخبا راتوپه لاس  دومره څه ورکول چی  جنګ یی پری ګرم سا تلئ شواۍ او د انکشا فی پروژو لپاره نه د هغوی سره پلان وو او نه بودیجه .
جنا به : لکه څنګه چی ته ډیر ښه د ټولو حوادثو په جریا ن کی وی د بن جرګی ته ددی ما ت او ګوډ تخت په ګدي کښینولی اود هغوی په اصطلاح د مقا ومت ا تلان یی چی طالبا نو د کښینا ستو لپاره یوه لویشت ځمکه هم تری اخیستي وه د امریکا یی الوتکو په مټ یی تر ۹۰٪ په زیات واک خیټه وا چوله او په پراخه چور او چپا ول یی پیل وکړ ځکه هغوی دومره لوږی ځپلي وو چی په یوه ټوټه ډوډی پسی یی سترګی وتي ځکه هغوی لا پخوا د ربانی په حکومت کی په همدی چور عا دت وو اوس نو چی د ډالرو باران پیل شوی وو نو هغوی نه پریښود چی یو ډالر هم ځمکی ته ورسیږی او ددی وران هیواد په آ بادی کی ولګول شی هما غه وو چی ددولتی ځمکو په ګډون یی هدیری هم غصب کړی او د مړو په خیټویی بلډینګونه ودرول خو په لومړی سرکی ته هم زموږ پشان بی وسه او ساده وی یواځی دی پدی شعار بسنه کوله چی ْ کرزئ نا خوانده امضا میکند ٌ خو له ا نتقا لی دوری وروسته قیوم او محمود کرزی مشوره درکړه چی ْ زومړیه ټول وطن شورای نظاردر څخه چور کئ هله لاس در اخه پدی هوټلونو څه نه کیژی ٌ نو هما غه وو چی تا د خپلو وروڼو په لاس لومړئ له کند هاره چور پیل کړاوپه سوونو جریبه د د فاع د وزارت او د کما نډو د قطعی ځمکه دی په ډیره ټیټه بیه پخپلو وروڼو لیلام کړه او د عینو مینی ښار ګوټی یی پکی جوړ کړ او بیا یی هره لویشت د سرو زرو په بیه و پلورله اوپه ملیونونو ډالر یی پری جوړ کړل خو ستا په اکاونټ کی لس یولس نه شوي  خوزه افرین درته وایم ستا پدی ا ستعداد چی خدای پاک درکړیدئ  او په هغه عا میانه ا صطلاح ته هم سمه د سیند تیږه یی چی یوسا عت اوبه در با ندی وچی شی نو بیا خلک فکرکوی چی په ژوند دی اوبه ندی لیدلی دا خو لا پریږده چی د فقید ما رشا ل سره دی کا بل با نک هم چورکړ او په خلیلی صا حب دی هم څه نا څه ورو څڅولۍ او تاسو دری واړو بیا په ډ یرجرات په شیر خان فرنود او خلیل الله فیروزی خپل لاسونه پاک کړل او د زندا ن په کوټو مو ور دننه کړل خو ............ آ فرین ته ډیر ما هر یی خو جنا به د مرستیا لانو له کړو دی هم خلک خبر دی او زه به هم وروسته تا ته ددوی په هکله لږ معلوما ت درکړم  ګوره خوا  بده نکړی یوه د راز خبره درته کووم ته خدای شا هد دی چی پدی مرستیالانو او ستا په ګرد چا پیره غوړه مالانو تر یوی مهربانی ادی هم ډ یرمهربان وی خو که د حساب ورځ راغله همدا غوړه مالان به بیا ټوله ګناه پر تا در اچوي او دلیل به یی دا وی چی  ٌ ټول واک خو دده په لاس کی وو او هر څه دده په فرمان کیدل موږ خو یواځی د حلقه بګوشو غلامانو په څیر دده د امر انتظار کاوهٌ نو هلته به ستا ځواب څه وي؟ او زه ډاډ درکوم چی هرومرو به یوه  ورځ له تا سره حساب کیږی او د لوی خدای له حسابه خو دی هیڅوک او هیڅ پلمه نشی خلاصولئ پدی خبره ښه سر خلاص کړه.
ګرانه ولسمشره: ستا مرستیا لان پخواني او اوسني ټول ښه پوره بد معا شان دي او افغا نستا ن یی در سره په دری برخو ویشلئ وو شمالی ولایتونه او د هغو ښه او بد دی ټول ما رشال ته حواله کړي وو هغه چی هر څه غوښتل هما غه یی کول چی اوس یی میراث خور قا نونی صا حب دئ ، مرکزی ولایتونه دی ټول خلیلی ته هد یه کړی وو او ددغو ولسونو برخلیک بیا د خلیلی صا حب سره وو څه بزکشی یی چی زړه غوښته هما غه یی کوله او نوره پا تی ولایتونه بیا ستا وو او کله کله به فقید احمد ولی خان در سره پزه په پزه کیده او کله نا کله به یی د همد غه سا حو ځینی وا لیان او چاروا کي څنډل را څنډل ، کله کله فکر کووم چی ښی مزی او چړچي خو تا سو درو واړو اوستا سو غوړه مالانو وکړی .
جنا به : تا کله فکر کړئ چی ددی ټول ولس د زعیم پتوګه تا څومره مسؤلیتونه درک کړیدي او بیا دی څومره سرته رسولي دي ، کله دی په ډ یره کوچنی موضوع ډیر غټ غبرګون ښوولئ دئ او کله دی بیا بر عکس په ډیره غټه موضوع ډیر کمزورئ غبرګون یعنی یو ټینګ او ثا بت دریځ دی نه درلود یواځی دي پخپل آند غنا یم ټولول او  وخت دی اړاوه . په لوی لاس دی  پښتا نه غرونو ته وخیژول په چا د خارجیانو اوپه چا دی د داخلیا نو پواسطه د بمونو باران جوړ کړ ځینی نور دی بیا په زندانونو کی وراسته کړل او پا تی نور دي بیګناه د خپلو ظا لمو څارنوالانو او قا ضیانو په منګلو کی ورکړل ډیرئ ما شومان دی بی پلاره او ډیرئ ښځي دی کونډي کړي او په دی ډول دی د هیواد لوی اکثریت وترهاوه او د مخا لفینو صفونه دی پری ډک کړل ، که دی په یاد وي تر ۲۰۰۵ کال پوری په ټول هیواد کی د ګوتو په شمیر طا لبان نه وو خو ستا سو چا پی او شپني عملیا ت ډیر زیات وو تا او ستا نړیوالو ملګرو ستا سو په امر زندا نونه ډکول او ستا سره دا تد بیر نه وو چی طالب مشرانو ته د مصؤنیت فضا برابره کړۍ او ټول تر خپل وزر لاندی را ټول کړۍ خو یو حقیقت دا هم وو چی ته خپلو مرستیا لانو دی کار ته نه پریښودي ځکه هغوی ویره لرله چی د طالبانو په یوځای کیدو به هغوی ځینی ا متیا زات له لاسه ورکړی او دا خطر د مقا ومت ا تلانو هیڅکله نشو زغملائ خو  د هیواد د لومړی کس پتوګه دا ستا مسؤلیت وو چی د هغوی تر فشارونو لاندی نه وئ راغلئ او دا هر څه دی ددی مظلوم ولس لپاره کړي وائ او یا دي ملت ته رښتیا ویلئ وائ چی زما مرستیا لان ما دی کار ته نه پریږدی ، نو نن به ددی ا نتحار او انفجار با زار داسی ګرم نه وائ او نه به دا پراخه وسله وال مخا لفتونه وو، خو ولسمشره تا یواځی د خپل واک د تداوم لپاره د ملت د ا ټولی قربا نئ  ومنلي او خپل تا ریخ دی له تورو او کرغیړنو ټکو ډک کړ.
ګرانه ولسمشره : اوس د ی د خپلو ټولو کړو غنایمو د سا تلو او ددی لپاره چی د خپلو کړو د حساب لپاره له محا کمه کیدو څخه خلاصون ومومی دا نوی کرغیړنه ډرامه په لاره وا چوله هر چا ته دی وعدي ورکړي او دوه درجنه کا ندیدان دی د راتلونکي ولسمشرئ لپاره وړاندی کړل خو له نیکمرغه ستا ځا نګړي کا ندید د تقلب سره سره د خلکو ډیر لږ با ور هم تر لاسه نشو کړائ او په لوی لاس دی ټا کني دویم پړاوو ته ټیل وهلی اوس دی له بده مرغه د کا بل با نک غله ، بد ما شان ، اداری مفسد ین ، متعصبین ، سړی تښتونکي ، پردي جا سوسان او د ځمکو غا صبان دی په یوه ټیم کی ټول کړیدي او غواړئ چی دا وروستنئ ګوزار دی هم ددی ځورید لي ولس په سرو رکړې او هیواد یوه ژور بحران ته ور ټیل وهی او د فدرالیزم پنوم افغا نستان ټوټی ټوټی کړي تر څو ته او ستا ټیم له یوی خوا له محکمی څخه وژغورل شئ او له بلی خوا ټولي کړي پیسي مو له لاسه ونه وځي ، نو له همدی کبله غواړي رښتونئ ولسی کا ندید بریا لیتوب ته پرینږدي ، خو زه به یوه خبره درته وکړم چی نور نشی کولای چی خلک وغولوي اوس نو ستا پدی لوبو کوچني ما شومان هم پوهیږی او ولس خپل انتخاب کړیدئ اوزه باور لرم چی دا ځل به د ا فغا نستان ولس بریا لئ کیږی او هغه عا میانه متل دئ چی وایی  ْ ژمئ به تیر شی خو د مخ توروالئ به سکرو ته پا تی شی ٌ .
ګرانه : په پای کی مشوره درکوم چی له اخلاقی جرأت څخه کار واخله د خپلو غوړه ما لانو خولي ورما تي کړه یا د ا فغا نستان د خلکو ملا وتړه او یا هم بیطرفه پا تی شه او خپلو ما مورینو ته دی ووایه چی درغلي ونکړئ کنه سترګي مو وباسم او په پای کی پخپل تاریخ با ندی لږ تر لږه یو دوه زریني کرښي ولیکه ،نوره نو هر چیری چی یی اوبه دی یخی او ډوډی دی ګرمه .  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery