مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د شخصيتونو ليلام

اټک يوسفزی
 له کومې ورځې چې د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو کمپاين پيل شوی بيا تر نن ورځې چې د لسو تنو نوماندانو نه خبره دوه مخکښو نوماندانو او د ولسمشريزې ټاکنو دويم پړاو ته راورسېده د ډېرو هغو سياسي شخصيتونو شخصيت چې د بن د کرغېړنې غونډې راوروسته يې کاذب او مصنوعي شخصيتونه د مصلحت ، امتياز ، مجبوريت او د سياسي رشوت ( سازش ) له مخې کسب کړي ول د ډاکتر اشرف غني غوڅ او پاک ملي دريځ ليلام ته برابر کړل ٠
 دغه مفتخواره او ماشيني شخصيتونه چې په امتيازاتو روږدي ول او ځينې يې تصادفي حالاتو زېږولي ول دوی فکر کاوه چې ګوندې ښاغلی غني به هم ورسره د ملت په سر سودا ( سازش & امتياز ) وکړي نو ځکه دې ځينو جنابانو تر ټولو لومړی د غني دروازه وټکوله او کله چې غني په غوڅه توګه ډانګ پييلې ورته وويل چې موږ معامله نه کوو او نه چا ته قيمت ټاکوو همدا ناهيلي لامل شوه چې امتيازخواره يو په بل پسې وتښتيدل او په پايله کې يوه ښه تصفيه او پاکونه وشوه مفسد ، مفسد سره شو او اهل د مظلوم ولس د هيلو کاروان غني کړ٠
 پاتې دې نه وي چې د غني کاروان سره هم يو نيم داسې ملګري را ملګري شول چې په خپل کلي او ولس کې يې چندان ښه نوم نه درلود خو د دې پخې او کره وينا په بنسټ چې وايي \" اګر کتی ما شيشتی ما شوی و اګر کتی ديګ شيشتی سيا شوی٠ انسان نيمګړی دی , بريالی او نيکمرغه انسان هغه دی چې په خپلې غلطۍ اعتراف وکړي او د بيا تکرارېدو مخه يې ونيسي٠
 دغو ځينو خو په وطن او ولس څه چې ان په خپل ځان او اولاد هم رحم و نه کړ او تر اوسه لا پټه خوله ناست دي٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery