دخپریدو نیټه : 2014-06-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
استاد سیاف ته سرخلاص لیک
محمد هلال سمسور
تاسې چې کله ځان کاندیداوه د لویې جرګې په تالار کې مو د زرګونو خلکو پر وړاندې قسم وکړ، چې ځان مو ددې جنګ ځپلی ولس او هېواد د خدمت په خاطر کاندید کړی، ددې ولس له خدمت پرته د بل هېڅ شي هیله او ارزو نه لرئ. په سلو کې ۷ نفرو ستاسې د جهادي او علمي شخصیت او هم ستاسې د شعارونو په اساس تاسې ته رایه درکړه، له تاسې څخه یې هیله دا وه، چې ولس ته به خدمت کوئ.
اوس دا دي د موجوده قوانینو له مخې دوه مخکښ کاندیدان بیا له خلکو رایه اخلي ځیني وکیلان، کاندیدان او هم مشران له مخکښو کاندیدانو سره پر له پسې ناستې کوي له هغوی څخه خپل ملاتړ اعلانوي. یو شمېر یې د چوکیو، امتیازاتو او صلاحیتونو په اړه داسې چڼې وهي ته به وايي په بازار کې له دکان څخه سودا را نیسي.
له ښاغلي عبدالله او د هغه له ټیم سره دا ډول صلاحیتونه او امتیازات خورا ډېر دي ځکه هغوی ته یوازې او یوازې له یو څو محدودو چوکیو او وزارتونو پرته نور څخه مهم نه دي، ځکه چې په راس کې قرار ولري نور هرڅه د دوی دي. د هغوی لپاره یوازې دا مهمه ده، چې یو شمېر ملګري یې د ولایتونو، وزارتونو او سفارتونو واګي په لاس کې ولري نور د افغانستان د پرمختګ او د ولس د سوکالۍ په فکر ورسره نشته. هغوی ته تر ټولو مهم پنجشیر او د پنجشیر خلک دي او په ډېر ویاړ سره وايي چې نور به د حکومت د زعامت سلامشورې د پنجشیریانو په لاس کې وي. هغه د پنجشیر خلکو ته د یو لیک لارې دا وویل چې د حکومت ۳۵ فیصده واک د دوی په لاس کې دی.
د عبدالله ډله همغه خلک وو، چې د دریو (کورنیو چارو، بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو) په بدل کې په بن کې افغانستان وپلوره. ګل آغا شیرزي او هم زلمي رسول، اسماعیل خان، اکبري، محمود کرزی او داسې نور خو له مادي امتیازاتو پرته بل څه نه غواړي. او نه هم شمالي ټلواله دومره پېژني لکه تاسې یې چې پېژنئ، د هغوی د هر یوه شخصیت تاسې ته داسې معلوم دی لکه څوک چې په ښیښه کې ځان ګوري، تاسې په خپله فکر وکړئ له کومې ورځې چې استاد رباني چوکۍ ته ورسېد آیا له هغو راهیسې دوی غیر له دې چې خپل ځان په واک کې وساتي د بل څه په اړه یې فکر کړئ؟
آیا د تېرو داخلي جګړو پرمهال تاسې په سلګونه ځله ورته ونه ویل چې ګورئ، دا ولس مه ځوروئ، مجاهدین باید په خپل منځ کې جګړې ونه کړي، د جهاد او آزادۍ لاس ته راوړنې له خاورو سره مه ګډوئ مګر هغوی په تېرو کلونو کې ولس ته څه ورکړل؟!
د میلادي کال په نهمه لسیزه کې همدغه جمعیت، حزب او وحدت او ستاسې ګوندونه په کابل کې واکمن وو. هغه وخت ولې دغه ډلې په حکومت جوړې را نه غلې؟ ولې یې د طالبانو راتګ ته فرصت برابر کړ او په لسګونه زره خلک یې په داخلي جګړو له منځه یوړل او هم یې د جهاد ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل؟.
دا ولس یو ځل روسانو وځوراوه، بیا د مجاهدینو ترمنځ داخلي جګړو له ناورینونو سره مخ کړ، څوک یې چې مهاجر او کډوال شول هغوی په پردیو هېوادونو کې له راز راز کړاوونو او ربړو سره مخ شول، اوس دا دی هېوادو مو بیا د استخباراتي جګړو ښکار دی. دا ولس نور د آرامۍ ساه اخیستلو ته اړتیا لري! دا ولس غواړي چې د نړۍ د نورو ولسونو په څېر په آرامه ژوند وکړي، ترکله به دا د جګړو په لمبو کې سوځي!
آیا تاسې بیا غواړئ، چې همغه پخوانی تاریخ یو ځل په کابل کې تکرار شي!!؟ چې رباني، حکمتیار او مزاري د ګډ حکومت په جوړولو ونه تونېدل نو اوس به د هغوی شاګردان په څه وتوانېږي؟ هغه مهال چې د جهاد جذبه لا په ټولو کې ژوندۍ وه افغان ولس یې دربدره کړ، نو اوس چې ټول د امریکا ډالرو ځپلي او د تعصباتو ښکار شوي نو څه ډول به حکومت جوړ کړي؟ همدغه خلک وو، چې ولس یې دېته اړ کړ، چې د طالبانو په شا کې ودرېږي.
ګورئ استاده تاسې د سر په سترګو ورته ګورئ، چې هېواد د پردیو استخباراتو د جګړې ډګر ګرځېدلی او طالب لا د فیل په غوږ کې ویده دی په دې نه پوهېږي، چې هغوی د پردیو موخو لپاره خپل وروڼه وژني او خپله ځمکه یې په خلکو سور اور ګرځولې! نو تاسې د یو رهبر او عالم او پورفیسور او با شخصیته څېرې په توګه په عبدالله کې کوم کمال ولید چې د هغه ملاتړ مو وکړ؟!
خبره که د مجاهدینو وي، ستا په څېر جهادي رهبران خو له اشرف غني سره ولاړ دي. تاسې یې په خپله وشمېرئ، چې له عبدالله سره جهادي څېرې او شخصیتونه او علما ډېر دي او که د تحول او تداوم له ټیم سره.!!. تاسې یې وګورئ، چې د عبدالله پروګرامونه ډېر د ولس په ګټه دي او که د اشرف غني؟ تاسې یې وګورئ، چې د اسلامي چارو په اړه د عبدالله پروګرامونه ډېر غوره دي او که د اشرف غني؟ ورشه له دواړو څخه په اسلامي مسایلو کې امتحان واخله، چې کوم یو ډېر د اسلام په اساساتو ښه خبر دی او د اسلامي مفاهیمو په اړه یې درک پیاوړی دی؟
استاده نور خلک خو د قوم، سیمې، ژبې او تفکر په نامه غولېدلی شي او په دې کوچنیو افکارو سره کولی شي هرڅوک یې وغولوي. تاسې وینئ چې طالبان د اسلام په نامه ځوانان د پاکستاني استخباراتو په خدمت کې کاروي. مګر ته خو عالم یې، پورفیسور یې، نو ته څنګه د یوې داسې څېرې او ډلې ملاتړ کوې، چې ان ستا د جهاد او خدمتونو میراث هم خپل بولي!!!
ښاغلی سیاف صاحب، که په ریښتیا هم تاسې په تېرو لسګونو کلونو کلونو کې له سیاسي مبارزې، ستاسې علمی مبارزې او ستاسې جهادي مبارزې څخه نور څه زده کړي وي او که په ریښتیا هم د افغانستان په ځورېدلي ولس مو زړه بدېږئ او که په ریښتیا هم د افغانستان د جګړو تکرار نه غواړئ. نو په زغرده د عبدالله د ټیم له ملاتړ څخه لاس واخلئ. د خپلو شخصي مفاداتو په خاطر د افغانستان د ناورېنونو د ډېروالي باعث مه کېږئ. یو ځل بیا طالبانو ته ددې لار مه هواروئ، چې د فاسد او مافیايي حکومت په جوړېدو د رامنځ ته کېدو له کبله بیا په دې ولس ناخوالې راولي. ځکه خو داسې پرېکړه وکړئ، لکه څنګه چې ستاسې له پورفیسرۍ، شخصیت، علمیت او حیثیت سره ښايي. و ما علینا الی البلاغ