مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-11   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

موږ لوي کړی موږ ته لارښودنې کوی !

حبيب الله غمخور
هيوادوالو اوس بايد د يوې بلې ملي غميزي پر وړاندي هوښيار اوسو ! دپاکلستان داستخباراتو داداري پخوانئی مشر اوپه افغانستان کي دټولو ناخوالو زېږند حميد گل پرون دپاکستانی چارواکو دخپل سرئ نه په استفادي سره په ډيره بې شرمۍ دا خبره کوي . دا پاکستانۍ کرغېړن جنرال حميد گل په داسي حال کې دا خبري کوی چې افغانستان د شنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ انتخاباتو ته تیاري نیسي. او دا پاکستانی چارواکو تل ظاهراً ځان بې پرې ښيي،خو په عمل کي یې دادئ تاسو ټول افغانان گورئ ! دپاکستاني استخباراتو پخوانۍ افغان دښمنه رئيس حمیدګل وايي : افغانستان اکاډیمیک ته نه بلکې جنګي مشر ته اړتیا لري . هغه په ډيره بې شرمۍ سره وايي ، عبدالله عبدالله د سولې لپاره تر ټولو غوره دی. , 11 June 2014 تاند د فرانس پریس خبري اژانس او د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې: حمید ګل چې د پخواني شوروي اتحاد پرضد یې جنګیالي روزلي او د طالبانو د ډلې په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې، اوس وايي چې د طالبانو پخوانی دښمن عبدالله عبدالله د سولې د رامنځته کولو لپاره تر ټولو ښه چانس لري. تریبیون ورځپاڼه زیاتوي: جنرال حمیدګل، چې په ګاونډیو هیوادونو کې د نیابتي جګړې په وسیله د پاکستان د نفوذ د خپرولو د ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره د لوی مشاور په سترګه کتل کېږي، لا یې هم ځیني کارپوهان د پوځي چارواکو تیورسن ګڼي. نه پوهېږم چې دا نړيوال انصاف ،عدالت ،دموکراسی اودبشردحقوقونه دفاع شعارونه ولې ددې جنايتکار اونړیوال سړی وژونکی په وړاندي نه عملي کيږي اوټول نه يوازي داچي ورته چوپ دي بلکې ددې نړيوال قاتل خبري اوتبصرې په خاص جرات اوخوښئ نشروي ؟ لعنت پردي انصاف . زه پدې پوهېږم چې دا دافغانانو قاتل اوپېژندل سوی دښمن ولې ددې سره علاقه لري چي ډاکتر عبدالله ددې ملک جمهوررېېس شي .که هغه ټاکنې وگټلې ،نوسمدواره به همدا تورمخې پاکستانی جنرال حميد گل خپلو روزل سووته وايي ،دادئ دښمن مو بريالی سو اوهغه خو ستاسو دښمن دی .تاسو څوکاله ورسره جنگېداست ،دلته به پښتو ژبه ،پښتنولي اودانوري نانندری هم ورپسي گډي کړي .پدې کي په رښتياسره حميدگل ماهر اودلته په افغانستان کي ډير نوکران لري چي دهغوي پوسيله کولاي سي دې توري موخي ته چي ورته قومی ،ژبنی اوسيمه ايز جنگ ويلاي سم لاره پرا نيزي . .همدا وخت دی چې يوځل بيابه مو دتورمخی اوياسپين مخی طالب اومجاهد په نوم ديوې بلې جگړې سره مخ يو اوپدي جگړه کې به بيا همدا بېچاره پښتون او پښتو ژبې وژل کيږي .دا هغه څه دي چي قسم خوړلی حميد گل اودده باداران یې غواړي . هغه يوه ډيره احمقانه خبره کوی وايي : ((په افغانستان کې سولې ته یو جنګیالی پکار دی نه یو اکاډیمیک او علمي شخصیت.)) دا افغان دښمنه زياتوی وايي ،عبدالله په جګړو کې برخه اخیستې او دطالبانو پرضد یې مقاومت کړی، له بلې خوا یې له طالبانو سره د خبرو لپاره سخت شرطونه ایښي، همداراز عبدالله د شمال د تاجکانو له ملاتړه برخمن دی خو د ده برعکس اشرف غني د اکثریت افغانانو او طالبانو په شان په خټه پښتون دی. يعنې حميد گل به په ډيره اسانئ وکولاي سی خپل روزل سوئ دتاجکانوپر خلاف جگړې ته په هغه نوم وهڅوی کوم چي ماپورته ورته اشاره وکړه اودا ښاغلئ یې هم ورپيادوی چي عبدالله ستاسو سره جنگېدلي اوستاسو دښمن وو. حمیدګل زیاته کړه : (( د عبدالله ملګري هم جنګیالي دي.ده د عبدالله لومړي مرستیال محمد خان او محمد محقق ته اشاره وکړه.)) پردې ټکو تاسو لوستونکی خپله فکر وکړئ چې حميد گل څه وايي ؟ حمید ګل د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ((اشرف غني جنګیالی نه دی. له یوه غیر جنګي سړي سره ګرانه ده چې جنګیالي خبرې وکړي.حمید ګل وايي چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د تنظیمي جګړو په مهال ده د ښکېلو خواوو ترمنځ منځګړ يتوب کاوه.«هماغه وخت زه د احمدشاه مسعود په مېلمستون کې اوسېدم او عبدالله ګومارل شوی و چې ما ته خدمت او توجه وکړي . ما به تقریباً هره ورځ عبدالله عبدالله لیده.))ښه دحميد گل اوشمالی ټلوالي پخوانۍ يارانې باندي خو کتابونه ليکل سوی .اميدواريم چي اوس دا ډله په ملي گټوباندي پوهېدوسره ددې غالامۍ زنځير پرېکړئ اوديوه افغان په توگه دحميدگل تر غلامې دافغان ولس خدمت ورته دقدروړوي . درنو هيوادوالو ! نواوس تاسو دهوښيار عقل اودرايت خاوندان فکر وکړئ؟ حميدگل وايي ،جگړه مار دجگړه مارو سره خبري کولاي سي ، نه يو عالم اودپوهی خاوند .داپدي معناده چي پاکستانی چارواکي پدي بهانه په څرگنده توگه غواړی چي زموږ په هيوادکي دهوښيار اوعالم مشرتابه سره مخالف دی . خو زه به حميدگل ته داخبره وکړم : زه ستا اوستا دوطن په گټو پوهېږم .،خو پرموږ هم نور دبې عقلانو او ناپوهانو فکر مه کوۀ .موږ هم دخپل هيواد په ملي اونړيوالو گټو پوهېږو او غواړو هغه وساتو .ددې گټو ساتل په جگړه مارونه بلکې په عالمانو اومسلکی کسانوسره کيداي سي .کنه نوته حميد گل ديوه پېژندل سوی قاتل او جگړه مارپه توگه ،بايد دپاکستان لمړی وزير اويا جمهوررئېس واي ،چي هيڅکله نسوې کېداي ،ځکه تاته دجاسوسی دادارې مسوليت ستا اوستاددکو رنې دسر ټيټولواوغلامۍ په مقابل کي درکړه سو. همدا اوس هم ته حاکم نه بلکه ديوبل چا دحاکميت اوحاکم دخوشحاله ساتلو لپاره افغان دښمنه هڅې کوې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery