مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ټاکنو دوهم پړاو ته ورپیښي ستونزی

د لیکنې له پیل څخه مخکي یوه یادونه ضروری ګڼم او هغه داچي ډاکټر اشرف غني چي یو ملی شخصیت دي ولی هغه ته د ولس د ملاتړ په تور لیونی، قاق روده، فاشیست، یهودی، عیسوی، بی دینه او حتي د پردیو د نوکر وویل شو، د هغه درنې کورنۍ ته سپکاوی وشو، خدای د وکړي چي افغانان د خپلو رایو په ورکړي سره دهغه ننګه وکړي او خپل هیواد غني کړي. افغانانو غني په تاسو غیرت وکړ اوس ستاسو وار دي چي تاسی نر او ښځي په غني غیرت وکړئ.
د ۱۳۹۳ کال د ولسمشری د ټاکنو د دوهم پړاو لپاره د کمپاین موده پای ته ورسیده، دواړو کاندیدانو په پوره وس سره په ټول هیواد کي خپل کمپاینونه په دیموکراتیکه او سوله ایزه فضا کي ترسره کړل. دوی خپل پلانونه او برنامې ولس ته وړاندی کړې اوس انتخاب د ولس په لاس کي دی. د ټاکنو لمړی پړاو ته په کتو او د کاندیدانو کمپاینو ته په کتو سره تمه کیږی چي ولس به په ټاکنو کي په پراخه اندازه ګډون وکړی. ولی ددی تر څنګ داسي اندیښنی هم شته چي د هیواد په ځینو سیمو کي ممکن د ولس ګډون ډیر کم وی، دا د هیواد جنوبی او شرقی ولایتونه دي چیرته چي په تیرو اونیو کي د امنیت وضعه ډیره خرابه شوی ده.
امنیت: د ټاکنو په وړاندي ډیری ستونزی او ننګونې موجودی دي چي ډیری یي د امنیت په برخه کي دي، طالبان چي د ټاکنو د لمړي پړاو په نا امنه کولو کي پاتی راغلل  دا ځل کوښښ کوي چي دټاکنو دوهم پړاو له ستونزو سره مخ کړي. د ټاکنو د دوهم پړاو د تخریبولو په برخه کي د ګاونډیو هیوادونو استخباراتی کړي په علني او سری ډول سره د طالبانو په صفوفو کي فعالیت کوی چي کنړ، نورستان، میدان وردګ، ارزګان او هلمند کي د دوی تخریبي فعالیتونه تراوسه دوام لری. د پورته نا امنیو ترڅنګ چي د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا ایجاد شوی او ددی تر څنګ نوری نا امني هم وجود لری چي ځیني یي د منځمو جرایم پیشه ګروپونو له خوا، په ځینو سیمو کي د محلي زورواکانو له خوا او په ځینو وختو کي د سیمه ایزو دولتي کړیو له لوری چي د خاصو اهدافو د لاسته راړل یي مقصود وي، ایجادیږی. د ټاکنو د دوهم پړاو په وړاندي پورته ذکر شوی ټول ډولونه موجودی دي. کچیري تیرو څو اونیو ته ځیر شو نو لیدلای شو چي د هیواد په مرکزي، شرقي او جنوبي سیمو کي د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا امنیت خراب شوی چي د ګاونډیو استخباراتی ډلي په کښي مستقیم لاس لری، ولی که د هیواد شمال ته ځیر شو هلته امنیت د خاصو کړیو له خوا خراب شوی. د بدخشان، تخار، کندز امنیت  په دولت کي د دخیلو کړیو له خوا د خاصو اهدافو حاصلولو په موخه خراب شوی. طالبان او د بهرنيو استخباراتو افراطي ډلي کوښښ کوي څو د ټاکنو په وړاندي جدی امنیتي ګواښونه راولاړ کړي، چي په نورستان کي د نقاب پوشه ډلي له خوا د طالب قوماندانانو اعدامول ددی خبری ښکاره ثبوت دي. 
 درغلۍ: د رڼو ټاکنو په وړاندي درغلۍ یوه بله ستونزه ده چي د لمړي پړاو ټاکنې یي ککړي او د ټاکنو دوهم پړاو یي هم له ننګویو سره مخ کړی دي. د ټاکنو په ړومبي پړاو کي د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمیر کارکونکو، ځینو دولتي کارکونکو (والیانو، ولسوالانو، د ولایاتو او لسوالیو په کچه د امنیي قوماندانانو، او د دفاع وزارت ځینو منسوبینو) ترڅنګ محلي زورواکانو او مافیایي کړیو په ټاکنو کي پراخه درغلۍ ترسره کړي. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسون خپل زیات شمیر کارکونکي له دندو ګوښه او پر ځای یي نوی وګمارل خو دولت نه د هغو کارکونکو په هکله چي په  ټاکنو کي یي پراخي او ښکاره درغلۍ کړي وی څه وکړل او نه یي هم هغو مافیایي کړیو په مقابل کي چي ولس، د ټاکنو د کمیسون او دولتي کارکونکي یي ګواښلي ؤ څه اقدام وکړ. که څه هم ولسمشر کرزي او د کورنیو چارو وزارت په وار وار له دولتي کارکونکو وغوښتل چي په ټاکنو کي مداخله ونکړي خو تیر ځل ته په لیدو داسي ښکاري چي ډیری دولتي کارکونکي به دا ځل هم بي پړی پاتي نشي. او بله داچي د ټاکنویو زیات شمیر جعلي کارتونه هیواد ته را داخل شوي، چي د اجتماعي رسنیو له لاري يي عکسونه خپریږي او په دی هکله تراوسه نه دولت او نه هم د ټاکنو خپلواک کمیسون کوم غبرګون ښودلي چي دا هم د ډیرو لپاره د اندیښنی خبره ده. دا ټولو ته جوته ده چي دغه کارتونه په کوم ځای کي چاپیږي او د چا په ګټه به کارول کیږي خو دولت باید د یادو کارتونو مخنیوی وکړي او په دی  اړه جدي اقدام وکړي او هیچاته اجازه ورنکړي څو د ملت په سرنوشت لوبي وکړي.
د ټاکنو څارنه یا نظارت: د لمړي پړاو په څیر، څارنه په دوهم پړاو کي هم یوه ستره ننګونه ده ځکه چي د هیواد ډیری برخو ته د کاندیدانو، آزاد او نړیوال څارونکي په آزاده سفر نشي کولای د بیلګي په ډول د هیواد جنوبي سیمو ته چيرته چي دولتي او د انجوګانو کارکوني سفر نشي کولای هلته به څارونکي څه ډول سفر وکړي. او حتي په ځینو امن سیمو کي څارونکي یا ګواښل کیږي او یا یي هم مخه نیول کیږي.
لکه څرنګه چي ټاکنې په هیواد کي د ولسواکۍ د دوام، سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اړینې دي نو د افغانستان دولت او د ټاکنو خپلواک کمیسون باید خپل مسؤلیت په پوره ایمانداری سره ادأ او ولس ته په ټاکنو کي د ګډون لپاره پر امنه او آزاده فضا برابره کړي. دولتي مامورین باید له هر ډول مداخلي څخه اجتناب وکړي او ځانونه د تاریخ له ملامتیا څخه وژغوری، دوی باید له څارونکو سره د هغوی د امنیت په ټینګښت کي همکاری وکړی او هیچاته د هغوی د مخنیوی او تهدید اجازه ورنکړي.  علمأ کرام او قومي مخور  باید ټول ولس (نر او ښځي) په ټاکنو کي ګډون ته وهڅوی او همدا راز له امنیتي ارګانونو سره  د امنیت د ټینګښت او د درغلیو په مخنیوي کي پوره پوره همکاري وکړي. ولس هم یو ستر مسؤلیت په غاړه لری او هغه د خپلي رایي کارول دی، خدای د وکړي چي ټول افغانان یو د وړکاندید ته د هغه د برنامو او کاری وړتیا په اساس رایه ورکړئ - د غني او سمسور افغانستان په هیله.

جاوید ستانکزی – لندن
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery