مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جنرال حميدگل په ځواب کې :

سيدحسين پاچا


افغانستان اکاډيميک ته نه، بلکې جنگي مشر ته اړتيا لري
د کلام پاک شروع په حمد او ختم يې په پناه غوښتو له مکار انسي شيطانه شوې

افغانستان خپلو ملي - اسلامي گټو ته د يو ژمن، سپېڅلي - علمي وپياوړي نړيوال پېژندل شوي بااعتباره شخصيت مشرۍ ته اړتيا لري، نه د جنرال حميدگل مقاومتي وفېشني مؤيد شوي ته چې دا تشه پرته له اکاډيميکه بلڅوک نه شي ډکولی، د ده تربيه شويو يوځل دې ملت ته ازمايښت ورکړی

افغانان پخپله انتخاب کولی شي د چا انتخاب ته اړتيا نه لري، حراميتوب نور څه ته وايی چې مخکې يې خپل ځان ته لوفر او اوس يې سوداگر انتخاب کړی او صوبايي حکومت ته يې پخوانی لوبغاړی، خو ما ته بيا فېشني حرفوي جنگسالار انتخابوي، ولې ځانته يې مخکې بيت الله محسود، ولي الرحمن، قاري نذير، حکيم الله مسعود او اوسنی مولانا فضل الله نه غواړي؟ ايا دا بېشرمانه انتخاب ولاسوهنه نه ده؟ دا ډول انتخاب به نورو مخالفينو ته څه پيغام ولري؟ تر پرونه يې له شمال ټلوالې سره دښمني وه او نن سره خواږه شول.

زه حيران دې بېشرم وبېحيا د افغانستان د تباهۍ مسوول ږيره خرېيلي نظامي تيورېسن مفتي ته يم چې زموږ له جهادي او طالبي مشرانو يې د شطرنج لوبه جوړه کړې چې کله يو مخ ته او کله بل مخته کوي. جني شيطان به د عمر (رض) له سيوري ډارېده وتښتېده، خو نن بيا دغه بېشرم وبېحيا مکار انسي شيطان موږ ته په سترگو راننوځي او موږ ته زموږ راتلونکې ټاکي. جهادي ارزښتونه دا نه ايجابوي چې موږ ته دې ږيره خرېيلی نظامي تيورېسن مفتي څوک انتخاب کړي، بلکې ملي - اسلامي افغاني و جهادي.ارزښتونه دا ايجابوي چې نور د مکار قسم خوړلي انسي شيطان لاسونه نور ورلنډ کړو. د دې فاسق نازولي او تربيه شوي يوځل ملت ته ازمايل شوي، بيا حاجت نشته. موږ تل پر مذهب دوکه خوړلې بيا به يې نه خورو، له سکندره تر دې دمه چې مو له امپراتوريو سره ډغرې وهلي، نو په دې پوهېږو چې څوک ځانته انتخاب کړو، هسې بېځايه دې څوک نه غپي!


په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery