دخپریدو نیټه : 2014-06-16 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د امر خيل د وژلو توطيه څنګه شنډه شوه
صمدخان غر
د ټاکنو په ورځ په ډيرو سيمو کې درايي پاڼې ختمې شوې، ځينو سيمو کې لاريونونه وشول، په ځينو نورو سيمو کې بيا کې خلک همداسې چوپ پاتې شول، خو ډيرو سيمو ته د کابل په سويل، شمال او لويديځ کې رايي پاڼې ورسيدې، خو د کابل يوه ولسوالۍ يانې سروبي او د کابل د ختيځ دوه نيمې حوزې نيږدې نيمی خلکو ته رايي پاڼې ونه رسيدې.
په هودخيلو کې لاريون وشو، په احمدشاه بابا مېنه کې اعتراض وشو، خو دا هرڅه د څلورو بجو له پای ته رسیدو سره سم ختم شول، د ختميدو لامل يي دا و چې ټاکنې او رايه ورکړه خپل مهال ويش لري او تر مهال ويش وروسته هيڅ هم پايله نه ورکوي.
خو د ټاکنو په ورځ تر ټولو ډيره عجيبه پيښه د ټاکنو کميسيون پر يو لوړپوړي مسول او ددې کميسيون د دارالانشا پر مشر ضياالحق امرخيل باندې د پوليسو تيری و، دا تيری وروسته تر هغه وشو چې خلک لارو ته را و وتل رايي پاڼې يي غوښتې، کميسيون وخت او وضعيت ته په کتو سره چې يو لوري ته پراخ امنيتي ګواښونه و او ويل کيږي طالبانو تر ۸۰۰ د ډيرو بريدونو هڅه کړې وه او بل لوري ته خلک په غصه و د دې کميسیون د دارالانشا مشر ضياالحق امرخيل ته دنده وسپارله څو نوموړی رايي پاڼې سروبي او هغو سيمو ته چې خلک پکې پاتې دي يوسي، د ټاکنو کميسيون مشر همداسې کوي، خو ده ته مخکې له مخکې د ځينو کړيو ډک زړه نن تشيدو ته نيږدې کيږي.
کله چې ياده موضوع د يوې سيمې او يو حزب له خلکو سره په جريان کې کيږي څو يي سکورت کړي نوموړي ته امر کيږي چې حرکت وکړي او هرڅه تيار دي، خو په لار کې ورسره بل لوبه کيږي او هغه داسې چې د ټاکنو له کميسيون څخه د امرخيل د سورلۍ موټر او څو بار وړونکو موټرو له راوتلو سره سم، يو دم د کابل امنيه قومندان جنرال ظاهر ظاهر په لار کې را پيدا کيږي او کوښښ کوي داسې خبرې وکړي څو امرخيل احساساتي شي او يو ډول د دوی ډزو یا بلې هرې شومې ته چې غوښتل يي ځان ورسوي موکه برابره شي، خو امرخيل مخکې له مخکې حالات درک کوي پرته له دې د رسنيو په مخ کې او د ظاهر ظاهر د خبرو په اړه غبرګون وښيي له پوليسو سره يو ځای کميسيون ته راځي، رايي پاڼې بيرته کښته کيږي.
دا هرڅه دلته نه ختميږي، کله چې امرخيل رسنيو ته د پوليسو له لوري د خلکو د رايي د محروميت او له خلکو د سياسي برخليک ټاکنې د اخيستو خبره کيږي، جنرال ظاهر پالې رسنۍ د نوموړي هغه خبرې چې په ډيرغيرمسولانه ډول يي په دې حساس پړاو کې کوي او وايي(( امرخيل وارې آدم د درتقلب دست دارد، ويديو موجود است)) را اخلي او کوښښ کوي چې ټر په پر پټ کړي، ځکه چې تر دې مخکې د ښار ځينو نورو سيمو ته هم رايي پاڼې استول شوې وې او هلته هيڅ خبره نه وه خو کله چې د يو قوم يا يوې ژبې د يونکو په سيمو کې او په يوه بشپړه ولسوالۍ کې دا ستونزه پيدا کيږي، د نه باور له امله د ټاکنو کميسيون په خپله لاس په کار کيږي څو ستونزه حل شي دلته د ظاهر له لوري پر امرخيل تور پورې کيږي چې ګواکې نوموړي درغلۍ کولې او دوی يي مخه نيولې.
په دې ورځ د کميسيون له وينا سره سم له سلو زرو ډير څارونکي ګمارل شوي و څو له ټاکنو څارنه وکړي، همدومره نور هم مشاهدين و، د درغليو د ثبت او نيونې مسوليت يو څه له ملي امنيت سره و خو هغه هم په داسې ډول چې دوی به د ځايي محل په اړه څيړنې کوي آجازه به اخلي او بيا په جريان کې ور دننه کيږي، خو نن د ټولو نړۍ والو قوانينو پر خلاف د کابل امنيه قومندان را مخې ته کيږي او پر يو داسې کس تور پورې کوي چې کړه وړه يی مسلکي خو دا چې ځينو کړيو ته د منلو وړ نه دي د اختلاص تور پورې کيږي.
د پوليسو مسوليت په دې ورځ د ټاکنيزو چارو څارنه بلکه امنيت و.
په دې ورځ بايد پوليس له مرکزونو لرې وی، خو دی ځانګړي نوماند ته په ډيرو سيمو کې کمپاينونه کول.
په دې ورځ بايد پوليس د امرخيل د څارنې پر ځای خپل مسوليت ته متوجې وی، خو نه داسې ونشول بلکه تر ډيره د ځانګړې ډلې په چوپړ کې و.
جنرال ظاهر ظاهر:
تر دې مخکې د بل نوماند له دوهم مرستيال، لوړپوړو غړو او نورو سره انځورونه لیدل شوي و.
ظاهر ظاهر د امرخيل په دسیسه کې د يوې حوزې له مشر سره يو ځای دخیل و او داسې وړاندوينه يي کړې وه چې امرخيل به له خپل صلاحيت څخه کټه پورته کړي موټر به يي حرکت وکړي او دوی به پرې فيرونه وکړي او امرخيل به و وژني.
ظاهر ظاهر د کابل امنيه قومندان دی، خو کله چې ده د کار په ترڅ کې مجرم نيولی دی تر نن پورې يي د هويت د افشا جرأت نه دی کړی، علت يي دا نه دی چې دی ډاريږي ځکه پوليس او قومنداني د ډار کار نه دی بلکه علت يي دا دی چې له دې ډلو سره نوموړی يو ډول خواخوږي لري، وګورۍ د ټول ګټو وزارت مرستيال وزیر و تښتول شو بیرته وژغورل شو، خو تر نن پورې ظاهر دا جرأت ونکړ چې دا سړی چا تښتولی او څه ډول وژغورل شو.
ظاهر ظاهر ته په ډيرو برخو کې ځينې مغرضې رسنۍ کار کوي، ځکه دا رسنۍ پرته له دې چې شته ارزښتونه په پام کې ونيسي تل شخصيتونه په نښه کوي، ارزښتونه په نښه کوي او بيا کرار کرار خپلې موخې د يوې ځانګړې کړۍ په ګټه په داسې حال کې پلې کوي چې څوک پر دوی پوه نشي، البته دا رسنۍ، مترا، راه فردا او نور ټلويزيونونه نه بلکه د طلوع او طلوع نيوز په څير د پردې مخې ته خپلواک خو د پردې شاته د خاصې کړۍ په چوپړ کې دي.
را به شم امرخيل ته:
ضيا الحق امرخيل ډير پخوانی سړی نه دی، نن سبا د ټاکنو په کميسیون کې تر دندې وروسته ډير رسنيز شوی دی، خو دا چې د طلوع ځانګړی پام پسې دی او د ظاهر ظاهر په څير قومندانان يي دمرګ په توطيو کې لاس لري څو علتونه لري:
۱ـ امرخيل پر افغانيت باور لري کله به هم زور ته تسليم نشي.
۲ـ امرخيل په خپل لياقت مقرر شوی دی د هيڅ حزب یا لوري کس نه دی او مسلکي کار کوي.
۳ـ په پښتو ويلو د طلوع له لوري د نوموړي متعصب معرفي کيدو اوس امرخيل په يو ارزښت بدل کړی دی.
۴ـ نوموړي ته جوړې شوې توطيي ځکه شنډيږي چې د امرخيل هر عمل مسلکي، او له قانون سره سم دی.
۵ـ امرخيل په تيرو څو لسيزو کې هيڅ ډول جرمي او جګړه ايزه مخينه نلري نو دا هم يو علت دی چې جګړه مار او غله ترې ډاريږي.
خو انديښنه مې څه ده؟
زما انديښنه داده چې په لوی لاس ولې اردو او پوليس سمتي،ژبني او حزبي لوري ته بیول کيږي.
پوليس د هرې سيمې دي د هرچا دي خو د هيڅ چا هم نه دي.
پوليس بايد تر هرڅه مخکې خپل مسوليت او صلاحيت وپيژني.
نن سبا خلک له خپلو ځواکونو سره بې حده مينه لري، دا مينه په کونړ کې د اردو د شهيدانو د وینو زور دی او په ګوشته کې د قاسم خان د وينو رنګ.
ځينې کړۍ له قصده کوښښ کوي يو ډول د ملت او پولیسو په منځ کې کرکې ته ځای ورکړي، ظاهر ظاهر ته به منم چې مخالف لوري هريو چې وي ژمنې ورکړي وي چې بايد دا کار وکړي نو وزير يا مرستيال وزیر به يي کړي خو ظاهر ته بايد خپل مسلک محترم وي نه څوکۍ، ځکه د څوکۍ له امله نن سبا يي په ټولنيزو پاڼو کې پر مخ کرښې را کاږل شوي دي او ان تر دې چې ډيرو ته خو ټول پوليس او د کورنيو چارو وزارت مشرتابه هم ظاهر ظاهر ښکاري.
برنۍ انديښنې بايد په ټول کې نظام او په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی په پام کې ونيسي، ځکه ويل کیږي چې ظاهر ظاهر ته ګويا دا قومنده داودزي ورکړې، که داودزي چې زه يي پيژنم او پوره پوه او يو ښه مدير دی داسې کار کړی وي نو بیا خو د ده په اړه او کړو وړو هم فکر وشي، خو زه ډاډه يم چې د داودزي په څير پياوړي مدير، ښه وزير، ښه رييس، ښه سفیر او يو ښه مشاور به کله هم ظاهر ډوله، قومندانانو ته دا ډول قومنده نه وي ورکړي.
داودزي ته په کار دي چې په دې مسله کې ډيرې ګوتې ځکه ونه وهي چې ټاکنيزه پروسه د قومي کيدو خواته ولاړه نشي، ځکه عبدالله بیګاه شپه په ډيره وارخطايي سره په کابل کې د محرومو پښتنو په اړه هيڅ هم ونه ويل بلکه نور يي هم کوښښ وکړ پښتانه يو ډول له رايو لرې معرفي کړي، زه منم چې عبدالله به دا وارې د پښتنو په رايو شکي وي خو شک دې ځکه نه وي چې د ده کړه وړه، له ده سره ولاړ قومي، ملي او سياسي معامله کونکي، د کابل بانک غله او نور ملت ته معلوم دي او ددې ټيم پر ضد شونې ده د خلکو عقده ددې لامل شوي وي چې زما په څير يي تير ځلې دوه او دا ځلې د کورنۍ اتلسو غړو رايي ورکړي وي.
امرخيل چې هرڅه وي نن سبا يو رسمي کارکونکی دی او لوړپوړی مسول دی، که چيرې د عبدالله په خولو باور وشي او امرخيل لرې شي، نو زه ډاډ درکوم چې دا لرې کول به ټاکنې له سخت ناورين سره مخ کړي، ښه به وي چې هرڅه ژر روښانه شي،انديښنې بايد ځواب شي، هغه که د ښاغلي عبدالله عبدالله يا اشرف غني احمدزي د ټيم وي، خو دا هم بايد د ظاهر ظاهر له لوري ځواب شي، چې د لکونو وګړو د رايي او سياسي برخلیک ټاکنې د محروميت ځواب بايد څوک ورکړي، عبدالله، اشرف غني، نورستانی،حامدکرزی،عمر داودزی او که ظاهر ظاهر؟.؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ځکه دا خلک به تر پنځو کلونو پورې د هغه چا متابعت وکړي چې دوی يي په ټاکنه کې هيڅ ډول رول نه دی لرلی.
نور بيا