دخپریدو نیټه : 2014-06-19 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د تعصب او تقلب ا تلان
لیکنه ج حا مد
په ر ښتیا چی ډ یرد خواشینئ او درد ځای دی چی یو څوک ځان دده په آند د یوه لوی ملت د ټولو اړخونو واکمنول او مشرول غواړی خو دومره د ټیټ او بیکاره آ ند خاو ند وي چی د و لس د بیسارو او بی شمیره قر با نیو هیڅ پروا ونلری یوا ځی یی غو ښتنه دا وی چی ځا ن تخت ته ورسوی بیت المال لوټ کړی او خپل د نیکه یعنی حبیب الله کلکا نی پشان د پردو نوکری ته مټی ونغا ړی او د لو چکانو، غلو او او با شا نو دربار جوړکړی ولایتونه وویشی او امکا نا ت سره تقسیم کړی او هیواد د ژبنی ، قومی ، سمتی او مذهبی تعصب تنور وګرځوی او ورسره ورسره ایرانئ او پا کستا نئ کرغیړن فرهنګ په ملت د ټوپک د شپیلئ په زور ورو تپی او د خپلو با دارانو په زور او فتنی واک ا نحصار کړی او ورو ورو هیواد د یوی شرمونکی تجزیی خوا ته ور ټیل وهی او په جنوب ، ختیځ ، جنوب ختیځ ، شما ل لویدیځ او ځینو مرکزی سیمو کی قومی ا ختلا فا ت او په شمال کی بیا ژبنی تعصبا ت را و پاروی او پدی ډول به یوی خوا ته د لوی پارس او له بلی خوا به د پا کستان ډیره پخوانئ هیله پوره شی او هم به دوی واک ته ورسیږی ځکه چی دا خلک د همد ی موخی لپاره روزل شویدی او کلونه کلونه پدوی ډیر زیات خر څونه او مصا رف شویدی او څو لسیزی د ملت په وړاندی جنګول شویدی او ددوی په لاس د هیواد رښتونی بچی ډیر بیرحمانه قربا نی شویدی او له بده مرغه اوس هم همدا لړئ روانه ده .
که د جمیعت او د یا د نظار د شورای د منځته را تلو موخی تر کره څیړنی لا ندی ونیسو یوی پا یلی ته رسیږو او هغه دا چی د پا کستا ن څا ر ګری اداری په ا فغا نستان کی د ژبنی تعصب د بنسټ ا یښودلو لپاره دا ډله را منځته کړه او د جهاد نوم یی ورته سپر و ګرځاوه او د روسانو سره د جهاد په ځای یی اوربند وکړ او زموږ په دری ژبو وروڼو کی چی څوک ددوی د دا عیی مخا لف وو ټول یی شهیدان کړل او ورو ورو یی د جهاد ځای تعصب ته ورکړچی په اسلا م کی یو مردود او خورا کرغیړن عمل دئ ، خو له بده مرغه دی تعصب هغه مها ل لا زور وا خیست چی په ۱۳۶۸ کا ل د ایران د سپا ه پا سداران بد نا می او فتنه ا چونکی ډلی پر دوئ با ندی خپل ا غیز پرییسته او دوئ ته یی د لوی پارس د جوړلو مفکوره ورکړه او هم یی د هزاره وروڼو ځینی ایران پلوه او خر څی شوی څیری لکه محقق او دده ایران پلوه ډ له سره یو ځا ی کړل او د ډا کټر نجیب الله او ملګرو ملتونو د قدرت د ا نتقا ل طرحه یی له نا کا مئ سره مخ کړه او د ډا کټر نجیب الله د حکومت ځینی متعصبه څیری لکه جنرال عتیق الله بریا لئ ، جنرا ل با به جان ، جنرال عظیمی او ځینی نوره یی سره یو ځا ی کړل او بیا یی د بد نا مه ببرک کارمل په مشرئ کود تا وکړه اوپه نورو تنظیمونو یی دا جګړه ور و تپله او کا بل یی په وینو ولمباوه خولدی سره سره یی د ژبنی او قومی تعصبا تو د ترویج خطر نا که طرحه هم پلی کړه او زموږ دری ژبی وروڼه یی له نورو ا فغا نا نوڅخه بیل وګڼل چی دا کار یی په ا صل کی له دری ژبو وروڼو سره لویه جفا وه او زما په اند د ا یرانی او پا کستا نی څا رګرو ادارو دا کړنه تر یوه بریده بریا لئ وه او د دری ژبو هغه پلورل شوی او کرغیړنی څیری چی اوس ځا نونه ولسی کا ند یدان بولی او هم د تقلب او تعصب له لاری عا م وګړی چی ددوی په غوړو وعدو غولیدلی دی یو ځل بیا غواړی چی په پا کستانی او ایرانی څا رګرو چی په حقیقت کی په ا سلامی نړئ کی د یهودو د اسلام ضد پا لیسی پلی کوی و پلوری او هغه تا ریخی ویا ړونه چی دا ولس یی لری په پردو لیلا م کړی تر څو د ا اجیران او د وا ک لیوني واک ته ورسیږی او یو ځل بیا د اویا یمو لسیزو ترخی او له زهرو ډکی خا طری زموږ د وروڼو، خویندو او میندو په زړونو کی تا زه کړی چی ښه بیلګه یی د غبرګولی د ۲۴ ټا کنی دی چی د عبدا لله د اجیری ډلی استا زی یعنی ا نجینیر غفار په جلا ل ا باد ښا رکی یو کوچنئ ما شوم ددی لپاره په سر وویشته چی د ولس پدی تا ریخی بریا او حما سه یی خوښی څرګندوله او ملت ته یی د خپل را تلونکی د روښا نه کیدو خبر ورکا وه خو دی نا مردواو بی همته ډآرنوشر مخا نو د یو وړکی ما شوم د دی بی سارئ همت او جرآت په وړاندی په میړانه لبیک ونه وا یه بلکه پخپل شیطانی او طا غوتی عمل یی په ډیره بیر حما نه تو ګه په اوسپینیزو با روتی ګولیو په سر وویشته او یو ځل بیا یی د کربلا د مظلو مو مسلما نا نو د شها دت نه هیریدونکئ یا د تا زه کړ خو د خواشینئ خبره دا وه چی د دی ډ لی تش په نا مه روغتیا پال او د پردو ا جیر مشر ډ اکټر عبدالله پخپل مطبو عا تی کا نفرانس کی د خپلی ما تی تمثیل کاوه خو یو ځل یی هم ددی کوچنی ما شوم په شها دت یو درواغجن تسلیت دده کورنئ او ټول ملت ته ونه وایه او د خپل ټیم لومړنئ تحفه یی د ا فغا نستان ځوریدلو میندو ته د هغوی د کوچنی ما شوم په وینو رنګ او بی روحه جسد ورکړه او ثا بته یی کړه چی دده د بریا لیتوب په صورت کی به میندو ته همداسی په وینو رنګید لی جسدونه هره ورځ تحفه ورکوی .
دا خو لا پریږده چی ددی ویا ړلی اولس پر ضد یی بیا هم یوه نا وړه دسیسه په کار وا چوله او خپل ټیټ فطرته ګوډاګئ او د شرابو د نشو عا دی د کا بل د ا منیه قومندان جنرال ظا هر یی و ګوماره تر څو د سروبی خلک چی د ډا کټر غنی د طرحو ملا تړیی کاوه د رایی له ورکونی بی برخی وګرځوی او همدی متعصب ګوډا ګی یی د رای پا ڼو د لیږد مخه ونیوله او بیا یی په ډیر ویا ړلی ا فغان ښا غلی امر خیل یو ډیر ا حمقانه او په هیڅ ډول نه توجه کیدونکئ تور پوری کړ او پدی ډول یی د سروبی ډیرئ وګړی له خپل حقه محروم کړل او بیا همدی ګوډاګی او ا فغان دښمنه جنرال د کا بل په ۱۷ نا حیه کی د عبدا لله د ډلی په ګټه صندوقونه ډک کړل خو له بده مرغه چی د کورنیو چارو وزیر چی ټولو دده په راتګ خوښی کوله په ډیره سپین سترګئ دا یوه غلط فهمی ا علان کړه او پدی مو ضوع یی هم خاوری واړولي ، خو د ا فغا نستان ویا ړلی اولس نه غواړی بیا یی په سرکی میخونه ټک وهل او ښځی یی بی پته او ما شومان یی په سرونو وویشتل شی او زه باور لرم چی هرو مرو به یوه ورځ الهی عدالت پلئ کیږی او دا تور مخی ا جیران به په محکمو کی د خپلو کړنو ځواب ورکوی چی اوس ولس هم په غوڅ ا کثریت دا پریکړه کړیده او اولس به بریا لئ کیږی او دا فرعونی ډلی به ډیر ژر له ویرونکئ هلا کت سره مخا مخ کیږی .