مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ډاكټر عبدالله او د ماتي نه منلو گواښونه ئې!!

عبدالرحمن

 

عبدالله او ټيم ئې د بريا خوبونه ليدل، گمان ئې دا وو چي په دوهم ځل انتخاباتو كي به هم د مخكني په څېر د پراخو او شرمناكو درغليو په مټ تر خپل سيال زياتي رأيي ترلاسه كړي، خو انتظار ئې ترسره نشو، د مخكي په څېر ئې د پراخو درغليو او تقلب فرصت او امكان ترلاسه نه كړ، نږدې په ټولو ولاياتو كي د ده رأيه د مخكي په پرتله ډېري لږي دي، عبدالله د انتخاباتو له ورځي وروسته او متصل ئې له خپلو ناظرانو داسي اطلاعات ترلاسه كړل چي ښيي د ده رأيه په هري انتخاباتي ساحه كي دومره هم نه دي لكه چي په مخكني دور كي د ده په نامه اعلان شوې وې. خو د دې پر ځاى چي خپله ماته ومني، بيا غواړي د بدمعاشيو او بدمستيو له لاري خپل سيالان، د انتخاباتو د كميسيون غړي او دولتي چارواكي ووېروي او خپلي غوښتني تحميل كړي.

د انتخاباتو د نتائجو په اړه د ډاکتر عبدالله وروستى غبرگون دا وو چي په يوه مطبوعاتي كنفرانس كي ئې وويل: د رأيو د شمېرلو لړۍ دي په بېړنۍ او سمدستي توگه ودرول شي، وروسته له دې د انتخاباتو پر کميسيونونو باور نه لرو، د انتخاباتو پر كميسيون زموږ اعتماد په بشپړه توگه ختم شوى، د انتخاباتو له کميسيون سره خپلي اړيکي غوڅوو، دا ځكه چي د انتخاباتو کميسيون زموږ غوښتنو ته مناسب ځواب ونه وايو، خپلو ناظرانو ته وايو: په دغه کميسيون کي خپلي دندي پاى ته ورسوئ، او بېرته د کمپاين مركزونو ته ستانه شئ. نوموړي همدارنگه ولسمشر حامد کرزى د خپل سيال پر پلوۍ تورن کړ، د ده په وينا "په انتخاباتو کي پراخو، بې شرمانه او سازمان شويو درغليو دې ته اړه کړو چي دا پرېکړه وکړو!!، دا پرېکړه مو هم د افغانستان، د افغان ولس او په افغانستان کي د ديموكراسۍ د پايښت په موخه وکړه!!!" په دې اړه څو عرائض لرم:

عبدالله په دې انتخاباتو كي نږدې درې سوه مليونه ډالر مصرف كړل، پنځوس زره اجيرانو ته ئې معاش وركولو، او ډېرو ته ئې رشوتونه وركړل، ويل كېږي استاد سياف په يوې خصوصي غونډي كي ويلي: عبدالله دومره مصرف وكړ چي د ډالرو په بنډلونو سره ئې د يوه لوى سېلاب مخه نيول كېدى شوه!! د سياف په اړه هم ويل كېږي چي شاوخوا لس مليونه ډالر ئې مصرف كړل!! گرانه ده چي عبدالله او ټيم ئې د دومره مصرف درد په آسانۍ هېر كړي!! كه څه هم دا مصارف د پرديو مخصوصاً تهران له كيسې لگول شوي!!

د عبدالله له لوري پر حكومت دا تور چي په انتخاباتو كي ئې پراخه لاسوهنه كړې؛ يو تور او ادعاء نه بلكي يو شرمناك اعتراف دئ!! د كابل حكومت په حقيقت كي د عبدالله د ټيم حكومت دئ، په تېرو ديارلسو كلونو كي ټول مهم وزارتونه د دفاع، كورنيو چارو، بهرنيو چارو او د ملي امنيت رياست په شمول د دوى په واك كي وو، د ډېرىو مهمو ولاياتو واليان، ولسوالان او امنيه قومندانان د دوى ملگري ول، عبدالله د پنجشير ولسوالۍ استوگنو ته په خپل ليكلي پيغام كي ويلي: موږ پنجشير له ولسوالۍ ولايت ته لوړ كړ، او اوس پنجشير داسي لوړ مقام ترلاسه كړى چي د حكومتي لوړ پوړو چارواكو پنځه دېرش سلنه (35%) پنجشيريان دي!! وايي نن ټول افغانان په دې باور دي چي له چا سره پنجشير نه وي هغه پر افغانستان حكومت نشي كولى!! وايي د افغانستان تاجكان خپل هويت په پنجشيريانو پوري تړلى گڼي، له پنجشير پرته خپل شته والى په نشت حسابوي!! كه د كابل په امريكايي حكومت كي يوازي د پنجشيرانو ونډه (35%) وي نو د جمعيت او شوراى نظار د نورو غړو ونډه به څومره وي؟!! دا اوس د كابل، ننگرهار، پروان، هرات، كندهار، خوست، پروان، كاپيسا، پنجشير، بدخشان، تخار، كندز، بغلان، سمنگان، غزني، نورستان او .... يا واليان د دې ډلي غړي دي، يا امنيه قومندانان او يا دواړه، د همدغو دولتي چارواكو د لاسوهنو له كبله په تېرو انتخاباتو كي د عبدالله تش صندوقونه په جعلي رأى پاڼو ډك او د ده د سيالانو صندوقونه له سمو رأى پاڼو تش كړى شول، كه دا چارواكي په دوهم پړاو انتخاباتو كي هم توانېدلي وى چي د مخكي په څېر درغلي وكړي نو يقيناً چي د عبدالله رأى به لږ تر لږه دومره وې لكه په لومړي دور كي!! پوښتنه دا ده: ولي دا ځل عبدالله په ټولو ولاياتو كي دومره رأيي ترلاسه نه كړى شوې چي په مخكني دور كي ئې ترلاسه كړې وې؟!! آيا د دې لپاره له دې پرته بله د منلو وړ توجيه او دليل موندلى شو چي دا ځل د دغو خائنو او غدارو چارواكو د درغليو مخه ونيول شوه؟!! موږ لا د مخه ليكلي وو چي كه په دوهم ځل انتخاباتو كي د درغليو مخنيوى وشي نو د عبدالله رأيي به ښايي شاخوا يو مليون او دوه سوه زره وي، اوس هم په يقين سره ويلى شو چي كه جعلي رأيي حذف شي نو د ده د ټيم رأيي به همدومره وي.

د انتخاباتو کميسون بيا ادعاء كړې چي تر اوو ميلونو زياتو خلکو په دغه ملي پروسه كي گډون کړى، په مقابل كي ئې عبدالله، ټيم ئې او په حكومت كي د دې ټيم غړي د كرزي د لومړي معاون يونس قانوني په شمول د كميسيون په دې ادعاء اعتراض لري او وايي: په دوهم دور انتخاباتو كي د خلکو گډون تر مخكني لږ وو!! دا هم يو له هغو اعتراضاتو دئ چي له كبله ئې دې ټيم له كميسيون سره خپلي اړيكي قطع كړې!! په مخكني انتخاباتو كي دوى د گډون كوونكو شمېر تر اوه مليون زيات گڼلو!! خو حقيقت دا دئ چي نه په مخكني دور كي او نه په دوهم دور كي دومره خلكو گډون كړى، دا خو قطعاً د منلو وړ نه ده چي په وروستي دور كي تر مخكني لږ خلكو گډون كړى!! البته د عبدالله ټيم دا هڅه كړې چي په پښتون مېشتو سيمو كي په لوى لاس او په مصنوعي توگه ناامني راولاړه كړي، دوى پر دې هم اعتراض كړى چي ولي په دغو سيمو كي د رأى اچونو محلونه پرانيستل كېږي!! په هرات كي د خلكو گوتي قطع كول هم د دغه ټيم شاهكاري ده. دوى د تبليغاتي موخو لپاره حتى هغه مهال د كابل پر ښار راكټي ورولې چي په ارگ كي استاد رباني پر كرسۍ ناست وو!!

دوى كرزى د خپل سيال پر پلوي تورنوي، يو ځل بيا د ده په ضد سخته ژبه كاروي، په داسي حال كي چي په دې انتخاباتو كي د كرزي ټوله مهندسي د عبدالله د ټيم په گټه وه، هغه دومره امتيازات دې ډلي ته وركړي چي د رباني د اقتدار په وخت كي ئې هم نه وو ترلاسه كړي!! كرزى له يوې خوا له دوى وېرېدو، د هغوى د مخالفت جسارت ئې نشو كولى، د دوى د غوښتنو په وړاندي له تسليمېدو پرته ئې بله چاره نه ترسترگو كېده، هر ځل چي هغوى خپلي سترگي پرې برگي كړې نو هغوى ته تسليم شوى او د هغوى ټولي ناروا غوښتني ئې منلې دي، له همدې كبله نن هم عبدالله د هغه په ضد د بدمعاشۍ، زور او گواښ ژبه كاروي، دا طمع لري چي بيا به هم كرزى د دوى په وړاندي سر ټيټوي او غوښتني به ئې مني!! گمان ئې دا دئ چي نه ارگ ناستي د دوى د مخالفت جرأت لري، نه د انتخاباتو كميسيون او نه په نظام كي شامل د دوى سيالان!! آيا دې ته له بدمعاشي پرته بل نوم وركولى شو چي وايي: زه هم د مخكني دور انتخاباتو بريالى يم او هم د وروستي، د انتخاباتو د كميسيون پرېكړه نه منم، رأى شمېرنه بايد متوقف شي!! له بل لوري كرزى د ايران د ډالرو كڅوړو دې ته اړ كولو چي ايران پلوه ډلو ته پراخ او بې ساري امتيازات وركړي او ايران ته د افغانستان په كورنيو چارو كي د پراخو لاسوهنو شرائط برابر كړي، د كرزي وضعيت د هغي غونډي له ځوروونكي انځور ښه قياسولى شئ چي د ايران د جمهور رئيس د وينا پر مهال ئې د هغه بې محتوى وينا ته داسي لاسونه پړكول لكه كوم احساساتى ځوانكى چي په يوې مظاهرې كي د اور ژبي وياند د جذباتي وينا په وړاندي له احساساتو او جذباتو ډك غبرگون ښيي، په خپلي كرسۍ كي يوې او بلي خوا ته خوځېدو او د تأييد لپاره ئې خپل سر خوځولو، هر چا چي دا صحنه ليدلې نو له شرم ئې سر ټيټ اچولى!!

د عبدالله د ټيم يوه غړي احمد سعيدي چي د انگرېزانو زوړ او سپېره جاسوس دئ په يوه گردي مېز كي وويل: د انتخاباتو د وروستي دور پايلي د حزب اسلامي او كرزي د گډي توطئې نتائج دي، دا په داسي حال كي چي حزب اسلامي په څرگندو الفاظو اعلان كړى چي د انتخاباتو په دې دور كي د هيڅ نوماند ملاتړ نه كوي!! دوى گمان كوي چي د اشرف غني احمدزي په پرتله د عبدالله لږ رأيي يوازي يوه وجه درلودى شي او هغه دا چي حزب په پټه خپلو غړو ته ويلي چي د احمدزي ملاتړ وكړي!!   

د عبدالله ټيم د انتخاباتو د كميسيون د دارالانشاء رئيس احمد ضياء امر خېل په ضد توطئه وكړه، جنرال ظاهر ئې توظيف كړ چي دا توطئه پلې كړي، كله چي امرخېل د كميسيون د غړو په غوښتنه سروبي ته رأى پاڼي او صندوقونه لېږدول د ده كاروان ئې ودرولو، همغه شېبه ئې د طلوع تلويزين خبريال له كامرې سره راوستى وو، د ټلويزيون له لاري ئې دا خبر خپور كړ چي گواكي امرخېل د كوم نوماند د حمايت په موخه دا پاڼي او صندوقونه په نامعلوم لوري لېږدول!! محمد محقق تر دې ډېر وړاندي او د انتخاباتو په لومړي دور كي گواښونه كول چي بايد امر خېل له خپلي دندي لري شي كه نه نو د انتخاباتو نتائج به زموږ ټيم ته د منلو وړ نه وي!! په داسي حال كي چي د انتخاباتو اړوند ادارو كي امرخېل د يوه دروند، معقول او هوښيار شخصيت په توگه وځلېدو، كه څوك د درغليو په وړاندي ودرېدلى او ټينگار ئې پر دې وو چي د انتخاباتو شفافيت بايد تأمين او پاكي او ناپاكي رأيي بايد تفكيك شي او ټولي ناپاكي رأيي بايد باطل شي، نو هغه امرخېل وو، د شمالي ټلوالي اوباشان له همدې كبله د ده مخالفت كوي او غواړي د كميسيون واك د داسي بدنامو، كرغېړنو او ناولو څېرو په لاس كي وي چي يو ځل بيا د دوى په گټه پرېكړه وكړي، دوى د هغه چا حمايت كوي چي د درغليو ټول امكانات ئې دوى ته برابر كړي. عبدالله مطالبه كوي چي امرخېل بايد او له ځنډ پرته له خپلي دندي گوښه كړى شي، خو په ځواب كي ئې د انتخاباتو د كميسيون رئيس وايي: امرخېل هيڅ غيرقانوني كار نه دئ كړى، د هغه د گوښه كولو مطالبه په هيڅ توگه د منلو وړ نه ده!!

عبدالله دا اعتراض هم لري چي ولي د كميسيون پنځه زره كاركوونكي د درغليو په تور له خپلو دندو لري شول او په عوض كي ئې نوي كاركوونكي استخدام شول!! د دې خبري معنى دا ده چي دغو پنځو زرو متخلفينو او متقلبينو د ده په گټه تقلب او درغلۍ كړې وې، يقيناً چي دا ډېر شرموونكى او سپېره اعتراف دئ او دا حقيقت په گوته كوي چي د ده د رأيو ډېرى د همدغو پنځو زرو تورنو كاركوونكو د درغليو سوغات وو، كه هر يوه لږ تر لږه درې سوه رأى پاڼي د ده په صندوقونو كي غورځولې وي نو دا يو نيم مليون جعلي رأى كېږي!! د انتخاباتو كميسيون مسئولينو په اتفاق سره او د څرگندو اسنادو له مخي دا كاركوونكي په درغليو كي ككړ وموندل او نه يوازي د دوى د انفكاك پرېكړه ئې وكړه بلكي هغوى ئې څارنوالي ته معرفي كړل!! عبدالله دا هم وايي چي په كميسيون كي د بهرنيو عدم حضور هم ناسم او د اعتراض وړ كار وو، دا ځكه چي دى خپله بريا د بهرنيو په رحم او كرم پوري تړي، په داسي حال كي چي ډېرى افغانان په كميسيون كي د بهرنيو عضويت د دې كميسيون د استقلال منافي گڼي او د كرزي دا تصميم ستايي چي د انتخاباتو په كميسيون كي ئې د بهرنيو له غړيتوب سره مخالفت وكړ.  

عجيبه لا دا ده چي د عبدالله ټيم پر خپلو برېتونو لاس راكاږي، د جنگ گواښونه كوي، په فيس بوك كي خپل اوباش پلويان په داسي حال كي ښيي چي وسلې ئې په لاس كي دي او مست مست گرځي!! دوى دا اسلوب په وار وار آزمويلى او توانېدلي چي ډارن او جبون چارواكي ووېروي او امتيازات ترلاسه كړي!! په ټول نظام كي داسي څوك په خپلي مخي كي نه گوري چي د سوك ځواب په سوك وركړي، خو نه پوهېږو هغه به كوم كمعقل او ناپوه افغان وي چي د دغو ذليلو وطن پلورو گواښونه د اعتناء وړ وگڼي او دا گمان وكړي چي دوى به د وسلو كارولو همت ولري!!

زه له احمدضياء مسعود سره موافق يم چي وايي د اصلاحات او همپالني په ټيم كي ملي خائنين راغونډ شوي، لږ تر لږه دومره ويلى شو چي دا ټيم د غلو، بدمعاشانو او اوباشانو ټيم دئ، په پرديو او د هېواد په دښمنانو پوري تړلى ټيم دئ، دا ټيم پوهېږي چي په انتخاباتو كي د دوى ماته به د دوى پر تابوت وروستى مېخ ثابت شي، بيا به نه د يوې مجموعې او ډلي په توگه خپل شته والى حفظ كړي او نه به په حكومت كي خپلي كرسۍ او مالي او سياسي امتيازات!! د انتخاباتو له نتائجو سره د دوى مخالفت د دوى مجبورت دئ!!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery