مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ويش ( Referendum )

اټک يوسفزی


 

له څه کم دوو لسيزو راهسي د ګران افغانستان دښمنانو د افغانانو او د افغانستان د ځپلو او وېشلو ډول ، ډول او پرلپسې دسيسې جوړې کړې او لا پرې اخته دي ، که خدای مه کړه داسې وګڼو چې د پرونۍ ورځې ( ٢٤ جوزا ١٣٩٣ ) د ولسمشرۍ ټاکنې چې د ښاغلي ډاکتر اشرف غني او ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله عبدالله تر منځ وشوې د (Federation ) فيډرالي نظام د منلو او يا ردولو يو ريفرنډم ( Referendum ) غوندې و ، نو الحمدالله په ډاډ سره ويلای شوو چې غيرتي افغانانو په مېړانه وښوده چې دوی ټول سره وروڼه دي او هيچا ته به دا حق ور نه کړي چې دا سکني وروڼه په قوم ، ژبه ، سيمه او مذهبي ډلو وويشي٠
 ښاغلی ډاکتر عبدالله عبدالله عبدالله په خپله فدراليزم نظام ته مايل نظريات لري خو په ټاکنيز ټيم کې يې ډېر داسې افراطي سياستوال راټول شوي چې تل يې افغاني وياړونه ننګولي او د فډراليزم کلک غوښتوونکي دي٠
 ورستيو پايلو وښوده چې ډاکتر اشرف غني نه يوازې ډېرې رايې په پښتون ميشتو سيمو کې خپلې کړې بلکې ددې خاورې غيرتمنو هزارګانو ، ترکمنانو ، تاجکانو ، ازبکانو او ٠٠٠ د ملي يووالي د ټينښت او د هېواد د تجزيې د مخ نيوي په پار هم ښاغلي غني ته خپلې رايې ورکړې او په دې ډول يې د واحد افغانستان دښمنان يخ کړل٠
 او دا بيا بل بحث دی چې په ځينو پښتون مېشتو سيمو کې ولې ځينو سياسي مشرانو په لوی لاس او شعوري توګه د فډراليزم ننګه وکړه ؟
 لنډه دا چې وروستيو ټاکنو د افغانانو ملي يووالی لا پسې ټينګ کړ او د فډراليزم خامه نقشه يې په سيند لاهو کړه
 پاتې دې نه وي چې تر اوسه د ټاکنو پايلې بشپړې او رسما نه دي اعلان شوي مګر له لومړنيو پايلو ښکاري چې د ښاغلي ډاکتر غني رايې په هر ولايت کې ډېرې دي وګورو چې وروسته به څه پېښيږي٠
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery