مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-26   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دروژې دمبارکی مياشتي درارسېدوله امله دمبارکی پيغام

حبيب الله غمخور
هموطنان متدين و مسلمان افغانستان عزيز: رهبری انجمن فرهنگی دوستی بهترين وصميمانه ترين تبريکات وتمنيات خويش رابه مناسبت حلول ماه مبارک وپرميمنت رمضان به شماوکافه ملت غيورومسلمان افغان دهرکنج وکناردنياکه هستيد تقديم داشته وازدربارخداوند متعال استدعامينمايم تابه به برکت اين ماه مبارک امنيت وصلح سراسري درکشورجنگزده ماعنايت فرمايند. درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو، متدینو او پتمنو وطندارانو! تاسوټولوته دنړۍ په هرگوټ کښي چي ياست په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې او روزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه جرگوپه استازيتوب ، تاسوشرافتمندواوزورېدلوافغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانوته دنړۍ په هرگوټ کښي چې اوسېږۍ د روژې ددې مبارکي اونېکمرغې مياشتې درارسېدوله امله دزړه له کومې مباره کی اونېکې هېلې وړاندي کوو. دلوي څښتن له درباره غواړم چي دامبارکه اوله الاهی حکمتونونه ډکه مياشت زموږدټولوهيوادوالولپاره نه يوازي دطاعتونواوعبادتونومياشت اوسی بلکی پدې مباره که مياشت کښي موږ دهمدې اسلامی اوبشری وروگلوی په برکت د دې جگړه ځپلې هيوادلپاره دسولي اوثبات راوستونېکمرغه مياشت وگرځوو . له بده مرغه موږ چې همدا اوس ورته گوروپه اوسنيوشرايطواودنامعلوم سياسي بهير پدې تياره درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو،گډوډيواو گواښونو سره مخامخ بولو. له يوې خوادافغان په نامه په کوردننه اوله بلې خواله افغانستان نه بهردگاونډيو هيوادونو په هڅونې سره دهغوډلواو تنظيمونوترمنځ چې غواړي دافغانستان په راتلونکي سياسي بهيرکښي مطرح اوسی گواښونه اوگوت څنډنې دملي يوالي اودملي وحدت په روحيه يوې روښانه راتلونکي ته درسېدواميدونه له نااميديوسره مخامخ کوي اودبلې خواداشوړېدلې دولتي اداره اوپرخپل ځاي پاته د نامنلو چار واکو په شتون کښي،دملي مسوليتونوپه وړاندي بې مسوليتي،دسياسي ډلواو ټپلولخوادملي ناروين اوناخوالو ،له ليري نه ننداره زموږ له هيوادوال نه يوازي له خوښيو اوخوشحاليونه محروم کړي بلکې دغه ډول عبادت لکه دمبار ه کي روژې نيول چي بايد دخپلې کورنۍ دغړوسره ئې په ارامه اوخوشحاله فضا کښي ترسره کړي هم محروم کړي دي .زموږ ولس له يوې خواپه ډوډۍ پوري حيران دی،له غريبۍ اوخوارۍ نه ئې چيغې آسمان ته پورته کيږي،دبلې خواهره شېبه دگاونډيانو لخوا دوسلې اوواسکټونوداستعمال له ډارنه ځان مسون اوساتلی نه بولي، عبادت له پرېشانيواوغمونوسره ترسره کووي.ښه بېلگه یې دهلمندپه تاريخی ولايت کي دپاکستانی استخباراتی پوځ دايوه اونۍ ولسله واله حمله او بريد دی . ددې ټولوملي ناخوالوترڅنگ چي په افغانستان کښي سوله او ثبات د يولړټولنيزو، سياسي چلنجونواوگواښونوسره مخامخ ده،موږ هيله مند يوچي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو پيغام وروټکوي . په سويدن کي ددوستئ ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره ا ميدوارده چې ډير ژر په افغانستان کي دجمهورری رياست څوکۍ ته ددوسيالو کسانوبرخليک دټاکنو دخپلواک کمېسيون لخوادرايي شمېرنې پر بنياد يوې ځانگړی پرېکړي له مخې معلوم اوداهيوادددوي په خوښه ديوه نوی مشر څښتن سي . د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه افغان زورېدلي اوکړېدلي ولس ته دروژې ددې مبار ه کی اوله فضيلتونونه ډکې مياشتي درارسېدو له امله يوځل بيا دمبارکيو اونېکوهيلوپه وړاندي کولوسره ددې نېک مرغي مياشتي په برکت تاسوټولوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته د خوښ،نېکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوو . دلوې څښتن له دربارنه غواړوچي زموږ اوستاسې عبادت اوطاعت په خپل دربار کښې قبول اودهمدې طاعت اوعبادت په برکت،ددې غمځپلې اودجگړوپه اورکې وريت سوی افغان ولس سوله ،ثبات اوښيرازه ژوندپه نصيب کړي . الله تعالی دې ددې مقدسو اوله برکتونونه ډکو ورځو اوعباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ته ددې زورونکی اوبوږنوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي . موږ ديوه بشری اوانسانی ټولنيز سازمان په توگه په جگړه کښي دټولوښکېلوخواو ونه په کلکه غوښتنه لري چي دروژې دمباره کي اومقدسی مياشتي ددرناوی په خاطر پدې مياشت کې دوسلوداستعمال نه جدی ډډه وکړي اوددې مباره کي مياشتي دفضلت اوبرکتونونه په استفادې سره په گران افغانستان کښي دتل پاتي سولي اوثبات ، دافغان زورېدلي ولس دغمونواوزورنې دختمېدوپه خاطر يودبل پر وړاندي په پوره صداقت اوايمانداری سره دسوله ايزواوجوړونکو هلوځلودروازې پرانيزي . اميدواريوچي دداسې يوې ورځې شاهدان اوسوو،کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديوخپلواک اوسوکاله افغان ولس په توگه ،چي عام وگړي ئې پرخپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره د ژوند په ټولواړخونوکښي دسالمو اوجوړونکو سياليو اوگډوهمکاريوجوگه اوسی . دلوي څښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي موږ ته هدايت اوتوفيق را کړي ترڅوپخپله موږافغانانودیووالي اوملي تفاهم په روحيه اومسوليت منلوسره دسرفرازی او بريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږو . ومن الله التوفيق په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې مشرتابه په استازيتوب .حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery