مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-01   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

وايي ډاکتر عبدالله يوسياسی جوړ جاړی ته هڅول کيږي !

حبيب الله غمخور
نوکه دهيواد راتلونکی مشرتابه په ارگ اويادارگ دچارواکواوداوريدوله مخې دنژحيوالوپه منځگړېتوب ترسره کيږي نوبيا دقکنو په نوم دې لويي ډرامې دافغانانو دژوند اوبدن دغړوترلاسه ورکولومالي اومادی لگښتونو اونوروناندريوته څه اړتياوه ؟ په همدې دخلکودنفرت اوکرکې په ماڼۍ (ارگ) کي به همدا پخوانی سره رايوځاي سوی واي ،يوبه یې جمهور رئيس اودانوربه یې لکه چې کرزی ته وټاکل سول ،يوله دغودونه لمړی اودانوریې وزيران ورته ټاکل سوی واي . موږ ټول افغانان اوس داخبره او پوښتنه کوو؟ که دافغان ولس رايوته چي دواړوته ئي ورکړی درناوی ونسي او پرخلاف یې دارگ په څلروديوالوکي دخپل مينچی جوړ جاړي پر بنيادکوم دولتي جوړښت جوړېږي اومقامونه وېشل کيږي دابه په هيڅ نوم اوبهانه دټول افغان ولس لپاره دمنلو وړنه وي . دڅوگوتوپه شمېرکسان چې لمر غوندي روښانه او په څرگنده بڼه ئې په خپلو هڅو اوسرټمبگيودا وښودل چې يوازي او يوازي دقدرت ليونی دي ،بل څه نه غواړي دخوښيوپه خاطربه افغان ولس روښانه راتلونکې ونلري اونه بايد دا زورېدلی ولس پدې اميد اوسي . داهم هغه خبرچي ماداپورته اوترخبرلاندی تبصره پرې ليکل خپل ملي مسوليت وباله : تاند – په کابل کې هڅې روانې دي چې عبدالله عبدالله وهڅول شي څو د انتخاباتو له بهیر سره بیرته یوځای شي. د دې هڅو په ترڅ کې د دوشنبه په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرانو په ارګ کې له ولسمشر کرزي او د هغه له مرستیالانو سره خبرې وکړې. بل لور ته په همدې ورځ اشرف غني احمدزي له یونس قانوني سره خبرې وکړې . په ارګ کې یو شمیر کسان لکه قانوني دا هڅې کوي چې د عبدالله د ډلې په ګډون یو مشترک حکومت جوړ شي. ورته خبره د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا له رسنیو سره وکړه او ویې ویل، غوره ده چې دواړه کاندیدان په سلامشوره خپلې ستونزې هوارې کړي او یوې موافقې ته ورسیږي. البته سپنتا دا خبره هم وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په چارو کې حکومت نه حق لري چې مداخله وکړي او نه یې هم واک لري . والله عالم چې داخبره به دښاغلی سپنتاسره څوک ومنی .مداخلې اولاس وهنې تردوهم پړاوټاکنو اودعبدالله ترخپل سری وروسته هره ورځ احساسېږي .ارگ غواړی چي په راتلونکی حاکميت کي عبدالله اويوڅودگوتوپه شميرانډيوالان یې ځاي ولري . د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د دوشنبه په ورځ څرګنده کړه چې د اصلاحاتو او همپالنې له انتخاباتي ټیم سره خبرې روانې دي او هیله ده چې عبدالله عبدالله بیرته له تحریمه لاس واخلي. نور زیاته کړه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې ته چمتو دی چې د قانون په چوکاټ کې د عبدالله د انتخاباتي ټیم غوښتنو ته ځواب ووایي . متاسفانه نورصاحب ديوه سپېڅلې مامور په توگه تردې وروسته هم فکر کوی چې دلته دټاکنوخپلواک کمېسيون ،دشکايتونوداورېدوکمېسيون اوترټولو لوړدخلکو اراده اوقانون کوم اهميت اورزښت لري ؟؟؟ نورصاحب !تراوسه په افغانستان کي ټوپکسالاری اوزبرځواکی حاکمه ده ،داښاغلی خپلو زورآزموينوته دقانونی پروسې دپلي کېدو نوم ورکوی . که داسي نده ولي جوړ جاړی اويوچاته غذر وسی چې دخلکو رايوته درناوی وکړي ؟ مگردټاکنودکمېسيون لخوادرايودشمير اعلان اودهغه پر بنياد يوڅوک دجمهوررئيس په نوم معرفی کول قانونی کارنه وو؟؟؟ که دهمدي عبدالله رايي ډيري واي ؟هغه وخت به دې زبرځواکو اوپاټکسالاروڅه کول ؟؟؟ هرډول جوړ جاړئ په هرنوم چې وی دافغان ولس لپاره دمنلو وړندی .سياسی واک بايد په رشتيانۍ بڼه دقانون په چوکاټ اوقانونی بڼه ديوه لاس نه بل لاس ته انتقال سی .دادخلکولخوارټلی نوربايد خپل ځاي هغوته پرېردی چې غواړي دې ولس ته خدمت وکړی اوناکام دي داځل صبروکړی . دمعقول سياست په لرلوسره دي راتلونکو ټاکنوپوري دخلکو زړونولاسته راوړي ،کنه لکه چې کرزی صاحب وويل پخپلو دتوروښېښولرونکو ښکلو اوجگوبنگلوکي دې ژوندته دوام ورکړی .پدې ديارلس کاله ئي دومره شتمنی پيداکړه چې دوي په خوب نه ليدل ،همدا بس دي . پدغولاريونوچې دوي پدې يوه اونۍ کي ترسره کړه داچې څوک یې گډون وال وه اوڅنگه لاريونوته رابلل سوی وه ډيروپرې تبصرې کړې ،زه ورنه تېرېږم .کنه دلته پرې خبريم چې دا بېچارگان یې څنگه دکمرومخې ته دخپل دورغجن اعتباردبيلگې په توگه راوړاندي کړل .دافغان ولس ملي ارادې ته درناوی دپلي کېدوپه هيله . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery