دخپریدو نیټه : 2014-07-03 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دهلمند دمعارف وضیعت ،
هلمند اریا
دهلمنددپوهني رياست درئيس عبدالمتين جعفردغيرقانوني اوغيرمشروع کړنوپه هکله:
دهلمنددپوهني رئيس عبدالمتين جعفرپه لاندي توګه خپل دفاميل غړي اوخپلوان دخپل دولتي موقف څخه په استفادي سره دهلمندپوهني رياست کي مقررکړيدي اواوس مهال اکثره يي دنوموړي لپاره دکميشن کارانوپه حيث دنده اجراکوي.
عبدالمتين جعفرخپل زوی دعبدالواجدپه نوم دهلمنددپوهني رياست کي دولايتي انجنيرپه حيث مقررکړيدی چي تقريباًدمياشتي-۱۲۰۰-دولس سوه امريکايي ډالرمعاش اخلي اوهمدارنګه ساختماني شرکتونوته پروژي ورکوي اوخپل فيصدي اوکميشن ځيني اخلي. جعفرخپل بل زوی دمطيع الله په نوم په اجيرباالمقطع ډول باندي مقررکړيدی چي بيايي مکتوب ورکړيدی کابل دپوهني وزارت دبشري سرچينورياست ته دهلمنددپوهني رياست دنماينده په حيث چي اوس مهال هم وظيفه اجراکوي اوهم په کابل کي خصوصي پوهنتون کي انجنيری پوهنځۍ لولي. همدارنګه جعفرخپل بل زوی دعبدالباسط په نوم دخپل دولتي موقف څخه په استفادي سره دهلمندودان موسسي په ولايتي دفترکي دپروژي دولايتي مسول په صفت مقررکړيدی دچي تقريباً-۱۱۰۰ـ يولس سوه امريکايي ډالرتنخوااخلي دښوونکولپاره دسمينارونوپيسي دده په زورسره حيف اوميل کوي. په همدي ډول جعفرخپل وراره عبدالله دعبدالطيف دزوی په نوم د هلمنددايکويپ په ولايتي دفترکي دسوپروايزرپه حيث مقررکړيدی چي دمياشتي ـ۸۰۰ـ اته سوه امريکايي ډالرمعاش اخلي اودپروژي دمسولينوڅخه کميشن اخلي. همدارنګه جعفرخپل بل زوی دذکرالله په نوم دکندهارديونسيف دفوکل پوينټ په صفت مقررکړچي کله ديونسيف مسولين خبرشول نوموړی يي برطرفه کړاواوس مهال ددغه برطرفی له امله دجعفراودکندهارديونسيف دمسولينوترمينځ کاري روابط کړکيچن دي. همدارنګه عبدالمتين جعفرخپل دوه وطنداران دلوګرولايت اوسيدونکي هرمطيع الله دهلمنددپوهني ریاست دروغتيادلوی مديرپه صفت مقرکړيدی چي کومي دروغتياپروژي اوواش پروګرام لپاره کومي پيسي چي دکندهارديونسيف لخواورکول کيږي دجعفرلپاره حيف اوميل کيږي، اوبل دعتيق الله په نوم دلوګرولايت اوسيدونکي دده پوسيله دپوهني ریاست دوياندپه توګه مقررشويدی په باالمقطع توګه. کيدای شي دپوهني محترم وزارت ددغه کړنوپه هکله پوښتنه وکړي اوسوابق يي داړونده رياستونوڅخه ترلاسه کولاي شي اودهلمنددمجاهدپروره ولس داغوښتنه چي ددغه مواردپه هکله دي دجعفرڅخه پوښتنه وشي اودوسيي دي څارنوالی ته محول شي.
دخدای ج روی دی ولسمشره نور داقومی ټیکه داران اوناروا کمیشن کاران له ځانه لیری که ، که نه نو داسی ځوک بیاپیداکیږی چی لیری یی کی