مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان یو قوی مرکزی حکومت ته اړتیا لری نه ضعیف ایَتلافی حکومت ته !!!


 که چیری د افغان ولس د غوښتنو بر خلاف عمل وشی او خدای ج مکړی، که ډاکټر صاحب اشرف غنی چی په قوی احتمال سره یی د ولس ډیری رایی تر لاسه کړی دی،د داخلی او بهرنیو فشارنو لاندی راشی او یوه ایَتلافی حکومت ته زړه ښه کړی دا به نه یوازی په افغانستان کی په تنکۍ ولسواکۍ یو لوی ګذار وی، بلکی هیواد او ولس به یی د یو لوی ښامار په خوله کی ورکړی وی.
همدارنګه به افغان ولس نه یوازی پر سیاسونو خپل باور له لاسه ورکړی، بلکی افغانان به بیا هیڅکله هم د ټاکنو نوم وانه خلی، دا ځکه په دومره سختو شرایطو کی د ټاکنو صندوقونو ته ځان رسول او د رایی ورکول بیا د دوی په رایو باندی دومره ارزانه معامله کول به ولس ته د خیانت نه کومه بله معنی ونه لری.
نو د ولس هیله او غوښتنه له ډاکټر صاحب اشرف غنی دا ده چی په هیڅ وجه ایَتلافی حکومت جوړ نه کړی، په راتلونکی حکومت کی د هیواد هر افغان ته د هغه د استعداد په اندازه ولو که په هره ډله پوری هم تړلی وی خو چی اهل کار وی د یو فرد په ډول کار ورکړل شی نه د تنظیم، قوم، سمت او مذهب پر اساس.
پدی کی شک نشته چی پخوانی جګړهماران، ګاونډی هیوادونه لکه ایران او پاکستان، همدارنګه ځینی لویدیځ هیوادونه پدی هڅه کی دی چی په افغانستان کی داسی یو ضعیف حکومت منځ ته راولی تر څو د دوی ټولو ګټی پکشی خوندی وی. نو ځکه به جکړهماری ډلی او ورسره یاد شوی هیوادونه افغانان دی ته پری نه ږدی تر څو په افغانستان کی یو قوی مرکزی خکومت جوړ شی، چی یو ښه مثال یی د امریکایی سناتورانو راتلل کابل ته د یادولو وړ دی تر څو د یوه ضعیف حکومت جوړولوته شرایط برابر کړی.
همدارنګه به غربیانو ته هم اسانه وی چی خپل شوم پلانونه چی په افغانستان اوسیمه کی یی لری د یو ضعیف حکومت په موجودیت کی یی ښه پلی کولای شی نظر دی ته چی یو منظم قوی او مرکزی حکومت موجود وی چی موږ دا تیر ۱۳ کاله د کرزی د ضعیف حکومت شاهیدان وو. ایا دا تیر ۱۳ کاله غربیانو بیا په ځانګړی توګه امریکایانو نه شول کولای چی جنګسلاران یوی خوا ته کړی په افغانستان کی یو قوی حکومت جوړ کړی؟ معلومه خبره ده چی امریکا یانو که غوښتی وای دا کار یی کولای شو خو ځکه یی نه کاوه چی بیا دوی خپل پلانونه نه شول تر سره کولای.
همدا رنګه د شمالی ټلوالی چی په سر کی یی عبدالله عبدالله د ټاکنو سره بایکاټ اعلان کړی او د یوی کومی منلو ته ندی تیار هم غواړی چی په راتلونکی خکومت کی د یو شخص په ډول نه بلکی د یوی ډلی په ډول ځانته ځای پیدا کړی، غواړی چی د ډاکټر اشرف غنی سره یو ګډ حکومت جوړ کړی ، ترڅو عبدالله او ډله یی خپلی شتمنۍ او ګټی په راتلونکیو ۵ کالونو کی وساتلای شی.
ايَتلافی یا ګډ حکومتونه د نړۍ په ډیرو هیوادونو کی یوه نورماله مسله ده او په هغه هیوادونو کی چی یو ګوند په تنهایی نشی کولای د رایو اکثریت تر لاسه کړی نو بیا د یو یا دوو نورو ګوندونو سره یو ځای کیږی او هر یو ګوند د خپلو رایو په انډول خپل شرایط وړاندی کوی او پدی اساس په حکومت کی خپلی چوکۍ تر لاسه کوی. خو اکثرآ داسی ایَتلافی جکومتونه ډیر مضبوت نه وی ډیری یی خپله دوره تر پای پوری نه شی رسولی او په نیمه لار کی سره جدا او ایَتلافی خکومت ړنګ شی.
خو په افغانستان کی د ایَتلافی حکومت جوړیدل دا پورته شرایط هم نه شی پوره کولای، پدی معنی چی په افغانستان کی منظم او قوی ګوندونه وجود نه لری او یو څو متاجنسی ډلی سره یو ځای شوی او یو حرکت یی جوړ کړی . نو کله چی زموږ په هیواد کی لومړۍ منظم ګوند ونه وجود نه لری او یو څو متاجنسی ډلی سره یو ځای شوی وی او بیا یوه متجانیسه ډله د یوی بلی متاجنسی ډلی سره د ایَتلاف په نوم د افغانستان پدی شرایطو کی حکومت جوړ کړی نو ایا دا حکومت به حکومت وی او که د پریدیو بیا په خاصه توګه د همسایه او ځینی غربی هیوادونو ته د چوپړ اله وی؟ دا به ځکه د پردیو د لاس اله وی چی همدوی روزلی دی.
بله بدبختی به په روانو شرایطو کی په افغانستان کی د یوه ګډ یا ایَتلافی حکومت د جوړیدلو دا وی وی چی مهم پوستونه او په ځانګړی ډول وزارتونه به د قومونو او تنظیمونو پر اساس وویشل شی او کار به اهل کار ته ونه سپارل شی چی دا عمل به بیا په خپل وار سره بی کفایتی، رشوتخوری ته لار همواره کړی او قانون به نه پلی کیږی هر وزارت به په خپل سر چی څه یی زړه غواړی تر سره کوی. نو پدی عمل سره به نه یوازی د افغانستان د قومونو، ژبو او سمتونو تر منځ واټن پیدا شی او له یو او بل څخه به لری شی بلکی د افغانستان قسم خوړلی دښمنان لکه ایران او پاکستان ته به د لاسوهنی او مداخلی په زړه پوری شرایط هم برابر شی او په بربنډ ډول به لکه دا ۴۰ کاله یی چی په افغانستان کی لاسوهنه کوله، مداخله کوی او خپلی نامشروع ګټی به د ددوی په لاس یعنی د روزل شویو اجیرانو په واسطه خوندی ساتی،. نو ویلی شو چی د افغانستان په روانو شرایطو کی ګډ یا ایَتلافی جکومت د هیواد او ولس په ګټه ندی او باید چی نه شی جوړ. چی موږ ټولو دا تیر ۱۳ کاله په خپلو سترګو ولیدل.
خو برعکس د افغانستان روانو شرایطو ته په کتو په افغانستان کی چی تر څو یو قوی مرکزی حکومت جوړ نه شی نه به قانون پلی شی او نه به اجتماعی عدلت، نه به رشوتخور له منځه لاړ شی او نه به واسطه وال، نه به کار اهل کار ته وسپارل شی او نه به افغانستان د خارجی مداخیلو او لاسوهنو خلاص شی. نو د افغان سیاستوالو لپاره پکار ده چی د شخصی ګټو پر ځای ملی ګټی په نظر کی وساتی او د ټول هیواد او ټول افغان ولس په فکر کی شی.
قوی مرکزی حکومت کولای شی چی قانون پلی کړی کله چی قانون پلی شی نو ورسره به اجتماعی عدلت راشی، کله چی اجتماعی عدلت پلی شی د ژبی، قوم ، سمت او مذهب مسله به پخپله حل شی، همدارنګه چی افغانان لدغه رنځونو خلاص شول نو هیڅ خارجی ته به د مداخلی او لاسوهنی چانس نه وی چی بیا د افغانستان په داخلی چارو کی لاسوهنه وکړی.
قوی مرکزی حکومت کولای شی چی په افغانستان کی دغه روانی جګړی ته د پای ټکی کیږدی او هغه خنډونه او بانی چی د سولی مخه یی نیوله ده له منځه یوسی او د جګړی دواړه خواوی د افغانی رواجونو او جرګو له لاری یو دایمی روغی جوړی ته سره ورسیږی. نو په اخیر کی بیا هم تکرارو چی افغانستان یو قوی مرکزی حکومت ته اړتیا لری نه د کرزی په شان ضعیف سهامی شرکت ته چی دا تیر ۱۳ کاله افغانانو تجروبه کړ.
تل او یو موتی د وی زموږ ګران هیواد افغانستان.
مننه
 ډاکټر ګل مرجان منګل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery