دخپریدو نیټه : 2014-07-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دتاوتریخوالی سرچینه
نعمت الله اسحق زی
داچی ولی انسانان په تاوتریخوالی لاس پوری کوی شاید بیلابیل ټولنیزدلایل ولری. په ښکاره توګه هغه څه چی په ټولنه کی انسانان دی ته اړباسی چی تاوتریخوالی ته مخه کړی بیل بیل پوښتنی رامنځ ته کیږی چی دعلمی دلایل ترځنګ بیلابیل ټولنیزعوامل هم وجود لری چی انسانان وجګړی اوتاوترخوالی ته هڅه وی .
اوس مهمه ده چی دموضوع دسپړنی لپاره دیوشمیرعلماوونظریات شریک کړوځکه شاید ددوی نظریات دموضوع اساسی مینځ ته مونږورسه وی .
ارواپوهان ، فزیولوژیستان اوټولنپوهان هم دموضوع په اړه پوښتنی مطرح کړی اودتاوریخوالی داصلی لاملونه په هکله یی ګڼی څیړنی ترسره کړی دی اوپوښتی دی چی آیا تاوتریخوالی دانسان دزیږندی سره یوځای پیداشوی اوکه نه تاوترخوالی هم دنوروانسانی کړنی په شان یوټولنیزه اکتسابی رفتاردی چی دعمرپه بهیرکی انسانان دټولنی څخه په اغیزمنتوب ترلاسه کوی اوبیا تاوتریخوالی ته مخه کوی . هغه نظریات چی هم خپل پلویان لری اوهم مخالفین .
له دی ډلی نه چی دتاوتریخوالی دټولنیزی برخی سره مخالف نظرلری هغه دلودیځ فلسفی دوتنه نوموتی سیاسی څیری هابزاوماکیاولی دی .
هابزاوماکیاولی پدی نظردی چی جګړه اوتاوترخوالی دانسانانودفطرت اواوبشری خواصویوه برخه ده چی دورکیدونده ، داچی انسان تاوتریخوالی ته لمن وهی اوجګړه کوی پدی خاطر چی انسانان دی داکارکوی .
ددوی په باورانسانی طبیعت ددی تقاضاکوی چی انسانان په ټولنه کی تاوتریخوالی ترسره کړی ، اودارنګه کړنه کومه دحیرانتیاخبره نده .اما یوشمیرعلماوی بیا دپورتنی نظریاتو پرخلاف نظرلری اووایی چی تاوتریخوالی اوجګړه یوټولنیزنښه ده چی انسانان یی دژوندانه تکامل په بهیرکی ترلاسه کوی اودیواکتسابی کړنی په توګه دیوی انسانی ټولنی نه بلی انسانی ټولنی ته دمیراث په توګه انتقال مومی ، بله داچی دانسانانو ترمنځ دفایدی ومالکیت دحس انحصاری قوه ده چی ددی باعث کیږی چی انسان خپل منځی اخوډب ته دوام ورکړی ددوی په باور هابیل لومړی انسان وو چی دخپل سکه ورور دحسادت اوکینی قربانی شو اودا دتاوتریخوالی دهغه بیلګه ده چی تراوسه دانسانانوپه مینځ کی دیونه ورکیدونکی رفتارپه توګه پاته شوی اوترڅوچی ټولنه وی ،انسانان وی نو تاوتریخوالی اوجګړه به هم شتون ولری .
همداراز لیدلکیږی چی انسانی تاریخ هم دپیړیوپیړوراپدی خوا دجګړو اوتاوتریخوالو شاهد وو ،داسی یوتاریخی څنډه به پیدانشی چی په هغه کی دانسانی ډلوترمنځ دګټواومنافع پرسر انسانانوخپل مینځ کی جګړی اواوخوډب نه وی ترسره کړی .انسانی تاریخ ته په پام بیا تردی مهاله ، ډیره هڅه شوی چی دانسانی ټولنی دسمون اونظم په خاطردهمکاری فضارامنځ ته شی اوپه نړی کی دجګړی اوخپل سریومخه ونیول شی اما ټولی هڅی ترزیاته بریدی پدی برخه کی ناکامه پاته شوی دی .
دچین ، روم ، مصر ،یونان ،فارس اونوروتمدونوشالید ته په پام لیدکیږی چی بشری پیړیودانسانی ځانی غوښتنواوغرایزوپرسر به زرګونو انسانان له مینځه وړی ویرونکی جګړی یی ترسره کړی ، داسی بشری ، جنایات ،بشیرحقونوتیروتنی ترسره کړی چی ټول تاریخ پری شاهد دی .
سره له ټولو انسانی تاوترخوالی اوځان ځانی ، دجګړی دمخنوی اوانسانی سالمه خوندی ژوندانه په موخه هم زیاتی هڅی شوی دی .
په پخوانی یونان ، مصر اوایتالیا کی داسی لومړنی انسانی ټولنی وی چی په خپل مینځ کی دتاوتریخوالی دمخنوی اساسات رامنځ ته کړه دغوټولنوزیارایستی چی په مصر،یونان اوپخوانی ایټالیا میشتو قبایلو ترمنځ د امن اوسالمه ژوند فضا خوندی وساتی اودتیری اوجګړی پرمهال یی مخنوی وکړی .
لنډه داچی دنړیواله ټولنی نه بیا دملګروملتونودسازمان دبی دریغه اونړاولوهڅوسره سره بیا هم جګړه اوتاوتریخوال دوام لری لیدل کیږی چی بیلابیلو انسانی ډلی دخپل سیاسی ، ایډیولیژیکو ،سازمانی اواستعماری موخوته درسیدلوپه خاطر جګړه
کوی اوپه زرګونه ماشومان ، ښځی اوبی ګناه انسانان په پرمختللی وسایلو له مینځه وړی .
پایله یی داده ترڅوچی دانسان انسانی غرایز وی جګړه او تاوتریخوالی به هم ورځ تربلی زیاتیږی تنها شونی کارچی ، ددولتی اونړیوالوسازمانونواوقدرتونوله خواترسره کیدای شی هغه دتاوتریخوالی دکچی دلوړیداڅخه مخنوی هغه سوله ایزه هڅه ده چی کولای شی نړیوال نظم دقدرتونودمسقیمی اغیزی څخه غوندی وساتی
بهرنیوچارو وزارت
۱۳۹۳