دخپریدو نیټه : 2014-07-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دویمه لنډمهاله اداره جوړیږي ؟
وحیدالله فیضي
وروسته له هغې چې د افغانستان د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې له ستونزو سره مخ شوې ورسره د افغانستان سیاسي وضعیت هم د خرابیدو په لور روان دی.
په داسې وخت کې چې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو له کمیسیونونو سره خپلې اړیکې پرې کړي دي او هیڅ راز پایلې هم نه مني ، د ټاکنو وروستی بهیر هم نامالوم لوري ته روان دی.
د عبدالله د ټیم لخوا د موازي حکومت د جوړولو هڅې او په افغانستان کې د داسې یو حکومت جوړیدل له ورایه ښکاري چې نا ممکنه خبره ده ، خو سوال دا دی چې آیا عبدالله په ټاکنو کې په ریښتیا هم بایلونکی دی چې نه غواړي د بایللو خبر واوري ؟
که څه هم د ټاکنو دواړه کمیسیونونه خپلو چارو ته دوام ورکوي او د خپل مهال ویش له مخې د ټاکنو بهیر پرمخ وړي او د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې به د غبرګولي په یودیرشمه نیټه اعلان شي.
تر دغه مهال لا زیاتې ورځې پاتې دي او دا لا نه ده مالومه چې وروستۍ پایلې به اعلان شي که نه .
خو یو څه چې له ورایه ښکاري هغه دا دی چې د ټاکنو بهیر د جنجالي کیدو په لوري په شدت سره روان دی.
آیا افغانستان بیرته د صفر نقطې ته ګرځي ؟
داسې ویل کیږي چې بیا به لنډ مهاله (موقته ) اداره جوړه شي او اوسنی نظام به په نوي بدل کړای شي خو نوم به یې لنډمهاله اداره وي.
له نن نه نږدې څلور میاشتې مخکې د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ستار سیرت په مشرۍ غونډې روانې وې او څو ځلې دغه غونډې ترسره شوي هم دي ، بالاخره نږدې دوه میاشتې مخکې ستار سیرت له خپل یو ټیم سره کابل ته راغی ، له ورایه یې د سولې د جبهې په نوم یو حزب پرمخ وړو ، خو مالومات وايي چې له ولسمشر کرزي پرته یې په افغانستان کې له زیات شمیر سیاسي څیرو او د افغانستان په جګړې کې له ښکیلو لورو سره کتلي دي.
د ستار سیرت د ټیم هدف او خبرې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په هکله وې ، خو اوس مالومیږي چې دا خبرې په افغانستان کې د ناکامه ټاکنو په هکله او وروسته له هغې د لنډ مهال ادارې د جوړیدو په هکله وې.
که څه هم ستار سیرت په دې هکله کوم څه نه دي ویلي، په دوه زره او لومړي کال کې ستار سیرت د لنډ مهالې ادارې څوکۍ ته نومول شوی وو ، خو پر ځای یې اوسنی ولسمشر حامد کرزی وټاکل شو.
دلته په کابل کې ښاغلي ستار سیرت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان د ملي ګټو او مصالحو په خاطر د لنډمهالې ادارې له څوکۍ څخه تیر شوم.
ده همدا شان ویلي چې و نه غوښتل شول چې زه د افغانستان د سیاست په معامله کې اوسم ، نو کرزی د لنډ مهالې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.
ستار سیرت ویلي وو چې اوسنۍ ټاکنې چې ترسره کیږي پایلې به یې هیڅ یوه لوري ته د منلو وړ نه وي او له دغو ټاکنو جوړیدونکی نظام به مشروعیت ونه لري.
خو له دې ټولو سره سره آیا دا خبرې ریښتیا هم پلان شوي وې ؟
د عبدالله عبدالله له څرګندونو هم داسې ښکاري چې د دیارلس سوه درې نوي لمریز کال د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به په نامالومه توګه پاتې وي ، ځکه تر هغې چې د ده غوښتنې نه وي منل شوي نو د ټاکنو هر راز پایلې به ستونزې راولاړې کړي.
که ریښتیا هم د ټاکنو اوسنی بهیر همداسې روان وي ، نو نړیواله ټولنه به هم د افغانانو په لاس بیا هم افغانستان د صفر نقطې ته کوز کړي او بیا به لنډمهاله اداره جوړه شي او اوس چې څه په لاس کې لرو بیرته به تکرار شي.
دا هغه څه دي چې تراوسه یې هیڅ څرک نه لږي ، خو د ټاکنو جنجالي کیدل به افغانستان په حقیقت کې د صفر نقطې سره مخ کړي.
نږدې دیارلس کاله په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شتون ، د افغانستان نسبتي امنیت ، نسبتي پرمختګ او خامه دیموکراسي دا د ولسمشر کرزي په مشرۍ د اوسني نظام لاسته راوړنې دي ، خو که چیرې اوسنۍ ټاکنو بریالۍ نه شي ، د افغانستان برخلیک به بیا هم په (بن غونډه) کې ټاکل کیږي؟